ډاکتره فهيمه عليزۍ
د نا اصلاح شويو نسلونو اصلاح او جوړونه د جګړو تر ورانيو سخته ده. په هغو ټولنو کې چې دغه شمېرې لوړې وي، د هېواد جوړونې ملي روحيه په خورا سختۍ سره بري ته رسېږي او ان وختونه نيسي، نسلونه له منځه ځي، خو ايله وروستيو هغو ته تر يوه بريده بدلون راوړل کېږي.
په افغانستان کې د جګړه مارو نسل اوس هم د جګړه مارو په خدمت کې دی او د هغوی په اشاره لوبيږي. په جګړه کې رالوی شوی نسل ځکه د دې ډول نامسوولو کسانو تابع دار ګرځېدلی، چې هغوی په تياره کې ساتلی، له زده کړو او پرمختګ يې بې برخې کړی، په ذهنونو کې يې کرکې او نفرتونه ورشيندلي او د خپل ولس او هېواد لپاره يې دومره ناړامه کړی، چې هېڅ ډول رحم نلري.
د وږي اتلسمه، چې کله د شهيد اونۍ لمانځل کېده، د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ کابل د لويې تراژيدۍ په ميدان واوښت، ددې ترڅنګ چې شپږ کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې، د ښار ټول اوسېدونکي يې سخت اندېښمن هغسې اندېښمن، چې هرچا فکر کاوه، کابل يوځل بيا اويايمو لسيزو ته ورستون شو او د هرچا په سترګو کې د ۱۳۷۵ کال هغه خونړی تصويرغړېده، چې د وينو تږي يو د بل په مرۍ غورېدل او د ښار ټول واټونه د انسانانو په اندامونو پوښلي.
ددې ښار هر وګوړی جګړې ځپلی، هر يو يې ددې ناخوالو له لاسه په رواني کشمکش اخته دی او هر يو يې په يوډول نه يوډول سره هومره ربړول شوی، چې شايد د ځمکې د سر کم انسانان به داسې ځورول شوي وي. ددې ځمکې هرې کورنۍ د جګړې له امله قربانۍ ورکړې، شهيدان لري، کونډې ورپاتې دي، يتيمان لري او معيوب يې اوس هم په سړکونو ژوند کوي
د وږي په اتلسمه د ښار په واټونو جوړ غوايمنډ يوځل بيا د خلکو په ذهنونو کې تېر تراخه يادښتونه تکرار کړل. چلتارتړليو زلمو له بې پلېټه قېمتي موټرو چې په عکسونو پوښل شوي وو، د ټوپکو شپېلۍ را ايستلې وې په ښار کې يې مانورې کولې او ان د ورځني ژوند پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي وو، ټول ورځنی ژوند په ټپه ولاړ وو. دغو ډلو ټپلو په دې ډول سره غوښتل خلکو ته وښيي، چې لا ژوندي دي، لايې هم په کورونو کې وسلې ساتلې او هرکله يې چې زړه وغواړي، د خپل خوښې کار پرې ترسره کولای شي، څوک ددې جرئت نلري، چې پوښتنه ګروېږنه ترې وکړي، ځکه د دوی ترشا ستر لاسونه دي، داسې لاسونه چې په تېره يوه لسيزه کې يې چا د لنډولو هڅه ونه کړه، نه يوازې دا چې لنډ نشول، بلکې تر پخوا څو برابره اوږده شول.
افغانستان تر اوسه هم داسې امنيتي ځواک او اداره نلري، چې بې پرې وي، ځکه چې په ډېری مسايلو کې بې پرې نه پاتې کېږي، ان ژبنيو، قومي او مذهبي هغه ته لمن وهي او ځانونه ښکېلوي. که داسې نه وي، نو ولې امنيتي مسوولين د دا ډول کړنو مخه نه نيسي او ولې وخت ورکوي. د افغانستان امنيتي ادارې په خپله هم د ملي ګرايۍ پر بنسټ نه دي رامنځته شوې، ځکه خويې ډېری وخت په داسې مسايلو کې طرف نيولی دی.
ښه مې ياد شي، چې د امنيتي پوستې څېرمه همدا اوباشان له خپلو موټرو سره تېر شول، ډزې يې وکړې، خو د پوليسو له لوري هېڅ ډول غبرګون ونه ښودل شو. که امنيتي ادارې خپلواکې وي، نو ولې يې ددغو کسانو د نيولو هڅه همغه وخت ونکړه، ولې يې همغه وخت د دا ډول ګزمو او مانورو مخه ونه نيول ؟ دا لومړی ځل نه دی، بلکې هرکال دا ډول چارې ترسره کېږي، چې د قربانيو دروند پېټی يې يوازې ولس پر غاړه ګرځوي.
په افغانستان کې يوازې د شهيد اوونۍ پرمهال داسې پېښې نه رامنځته کېږي، بلکې تر دې اخوا د محرم مياشت ده، چې ورځې ورځې ددې ښار بڼه اوښتې وي او اولس د سر په کاسه کې اوبه څښي، ټول ښاري سيستمونه په ټپه ولاړ وي.
په ټوله کې ځينې کسان ددې ډول کارونو تر شاه لاس لري، له دې نه سياسي ګټه اوچتوي او سوداګري پرې کوي.
که ددې ورځونمانځل تر محدودو ځايونو پورې راچاپېره شي، ګټه به يې دا وي، چې دا نمانځنې به دوی ته ورپاتې شي، د خلکو غږ به نه راپورته کېږي او نه به هم په دې اړه څوک هڅه کوي، چې مخه يې ونيسي.
اوس دولت ته پکار ده، چې په دې ډول حرکتونو بنديز ولګوي، نه د چا ژوند تريخ کړي او نه هم د ولسونو د وېشلو هڅې وکړي. افغانستان د ټولو افغانانو لپاره يو کور دی، څوک نشي کولای، چې په کور کې کورګي جوړ کړي او ولسونه يې په يو او بل نوم ووېشي او يايې هم د خپلو ګټو لپاره وکاروي.