په ډرامه کې کرکټر کښنه کتاب، د ښاغلي محب الرحمن محب لیکنه ده، چې په ۶۴ مخونو کې په ښکلي ډیزاین، ۱۰۰۰ ټوکه تازه له چاپه راوتلی دی.

دا چې په پښتو ژبه د ډرامه لیکنې په برخه کې زیات څه نه دي لیکل شوي او د دې کتاب لیکوال د ټاکل شوې موضوع حق په ډېره مینه ادا کړی دی، نو که د ډرامې مینوال لوستونکي او لیکوالان دغه کتاب ولولي، زړه به یې اوبه پرې وڅښي او تر ډېره به ګټه ترې واخلي.

ښاغلی محب الرحمن محب یو ښه ډرامه لیکونکی دی، پر نورو بیلا بیلو  ډرامه لیکنو برسېره یې، څو کاله، له بي بي سي راډیو نه خپرېدونکې، د افغانستان د تعلیمي مؤسسې د (زوړ ښار نوې هیلې) سلسله واره ډرامه هم لیکلې او هم یې د نوموړې ډرامې مدیریت کړی دی، تر دې ډرامې وروسته د نوي کور نوي ژوند په مشهوره ډرامه کې د پښتو په برخه کې لیکوال پاتې شوی دی، نو له همدې امله لیکوال د ډرامې به باریکیو  ډېر ښه پوهېږي، ځکه یې د پورتنۍ موضوع په اړه له مالوماتو ډکه لیکنه کړې ده.

د ګران محب په ګوتو او قلم دې برکت وي، په دې هیله چې لوستونکي له کتاب څخه پوره ګټه واخلي.

سید حبیب وقار.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *