د شهید حساس ولسوالۍ پوري اړوند په لوړ دوان سیمه کې د افغان ملي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو د ځانګړي کمیسیون مشر ملا فاروقي او د هغه یو تن ملګري ملا ابراهیم ووژل شول.
پرون ماښام د ۶:۳۰ بجو پرمهال د شهید حساس ولسوالۍ لوړ دوان په سیمه کې د افغان ملي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د یوسختي جګړي په پایله کې د ملا فاروقي په ګډون ۲ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او لسګونه نور ئي ټپیان دي، ملا فاروقي د ولسوالۍ په کچه د وسلوالو مخالفینو د چارو د سمبالښت کمیسیون مشر وه او په ورته وخت کې ئي د ۴۰ کسیزه وسلوالي ډلي مشري هم په غاړه لرله چې وخت ناوخته ئي په سیمه کې د عام وګړو امنیت ته ګواښ پیښ کړي وه او د ملي پولیسو پر پوستو به ئي د لیري نه بریدونه کول.
دغه عملیات د افغان ملي پولیسو او ملي اردو لخوا په ګډه له وسلوالو مخالفینو نه د سیمي د پاکولو په مؤخه د شهید حساس ولسوالۍ په لوړ دوان، سراب او کښۍ سیمو کې پر لار اچول شوي چې تر دامهاله دوام لري، د یادونۍ ده چې د ملي پولیسو دوه سرتیرۍ هم په دي عملیاتو کې ټپیان شوي .
دوست محمد نایاب
د والي ویاند