لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي

ژباړونکې: روضیه بهیر

اوابین لمونځ:

دا لمونځ سل ثوابه لري الله(ج) ۷۵ ثوابه په دنیا او ۲۵ ثوابه په اخرت کې ورکوي. څوک چې دا لمونځ تل کوي په قیامت کې به سختي ونه ویني . د ماښام د لمانځه وروسته ۲، ۶ تر شل رکعته پور کېږي

اوابین لمونځ دولس کالو عبادت ثواب لري

څوک چې د ماښام له لمانځه نه وروسته ۶ رکعته اوابین لمونځ وکړي او په هغې کې بده خبره ونه کړي الله(ج) هغه ته د دولسو کالو نیک عمل او عبادت ثواب ورکوي ( ترمذی او ابوهریره).

تهجد لمونځ :

تهجد لمونځ په کومو وختونو کې کېږي ؟ تهجد لمونځ پس له نیمې شپې کېږي. دا لمونځ الله(ج) پر وړاندې ځانکړی ځای لری هره غوښته که د دنیا او اخرت لپاره لرو که په نیمه شپه کې یې له الله(ج) څخه وغواړو پوره کېږي. دا لمونځ ۲، ۴ او ۱۲ رکعته ادا کېږي.

عایشه(رض) فرمايي: کله چې به له حضرت محمد (ص) څخه د تهجد لمونځ په ناروغۍ یا کوم بل عذر   قضا شو ، نو هغه به یې په ورځ کې ۱۲ رکعته ادا کاوه(مسلم).

حضرت محمد(ص) فرمايلي: هر څوک چې د ماسختن لمونځ په جماعت کې ادا کړي، د نیمې شپې د عبادت ثواب ورته ورکول کېږي.څوک چې  د سهار او ماسختن لمونځ په جماعت وکړي د یوې شپې د قیام او عبادت ثواب ورته ورکول کېږي(ترمذي).

خدای (ج) د شپې په اخر کې د دنیا اسمان ته راځي رسول اکرم (ص) فر مايلي: خدای (ج) د شپې په درېیمه اخره برخه کې د دنیا اسمان ته راځي او فر مايي: څوک دی چې دعا وکړي او زه یې قبوله کړم. څوک دی چې له ما نه  څه وغواړي چې زه یې ورته ورکړم.  څوک دی بښنه وغواړي چې زه  ورته بښنه وکړم(بخاري او مسلم).

رسول اکر (ص) فر مايلي: چا چې د مازیګر لمونځ له لاسه ورکړ داسې دی لکه چې مال او کورنۍ یې د لاسه ورکړ(بخاري، مسلم او عمر (رض)).  رسول اکرم(ص) فر مايي: که چا   د مازیګر لمونځ ادا کړ او بیا وروسته د ماښام د لمانځه پورې ذکر وکړي له هغه چا نه چې د اسماعیل (ع) اته زامن يې ازاد کړي غوره دی.

حضرت رسول اکرم(ص)  فرمايلي: د سهار دوه رکعته سنت لمونځ د دنیا او له  هغه څه نه چې په دنیا کې دی غوره دی(مسلم او عایشه(رض)). رسول اکرم (ص) فرمايي: څوک چې لمونځ خوشي کړي او خدای(ج) سره به داسې حالت کې مخ کېږي چې پر هغه به په قهر او غوسه وي.

تر ټولو بد غل د لمونځ غل:

رسول اکرم(ص) فر مايلي: تر ټولو بد غل د لمونځ غل دی. صحابو کرامو و فرمایل: څه ډول یا رسول الله . حضرت محمد(ص) و فر مایل: هغه څوک چې رکوع او سجده په سمه توګه سرته نه  رسوي(احمد).

د تسبیح لمونځ:

حضرت محمد (ص) د  تسبیح لمونځ په هکله خپل تره حضرت عباس (رض) ته  و فرمایل: که هر څوک دا لمونځ ادا کړي د هغه ټولې واړه او لویې ګناوې ښکاره او پټې ټولې بښل کېږي. غوره ده چې دا لمونځ هره ورځ ادا شي او که ونه شي کولی، نو په اونۍ کې دي یو ځل ادا کړي که نه، نو په میاشت، کال او یا هم ټول عمر کې باید یو ځل دا لمونځ ادا کړي.

دې لمونځ لپاره څلور رکعته  تسبیح لمونځ نیت کېږي وروسته له هغې نه سبحانک الهیم … بیا اعوذ با لله او بسم الله وروسته ۱۵ ځلې سبحان الله والحمد لله و لا اله الا الله والله اکبر وویل شي، ورپسې الحمد الله شریف ورپسې قل هو الله احد یا یو بل سوره بیا ۱۰ ځلې سبحان الله په رکوع کې،  لس ځلې په سمیع الله لمن حمیده وروسته، لس ځلې په سجده کې، لس ځلې چې کله د دواړو سجدو په منځ کې کېني، لس ځلې په دویمه سجده کې یعنې چې په مجموعي ډول په لومړي رکعت کې ۷۵ ځله سبحان الله والحمد لله ولا الا الله والله اکبر وویل شي چې په ټول لمونخ  کې۳۰۰ ځله کېږي  او پاتې رکعتونه  هم په دغه ډول تر سره کېږي. د یادونې وړ ده چې دا لمونځ د فرض لمونځ په شان ډک ادا شی یوازې په هغه ځایونو کې چې یادونه وشوه سبحان الله دې ووايي که سبحان الله و الحمد لله ولا اله الا الله والله اکبر ولا حول ولا قوه الا بالله العلی العظیم ووايي، نو هم سمه ده. د دې لمونځ د ادا کولو بله لاره داسې ده چې د قل هوالله احمد  له ویلو څخه وروسته یا یو بل سورت په ځای د ۱۵ ځلې سبحان الله والحمد الله و لا اله الاالله والله اکبر ووايي.

وروسته له دویمې سجدې څخه یا له درېدلو څخه مکې او یا د التحیات له ویلو څخه مخکې ۱۰ ځلې سبحان الله وايي او پاتې په هغه ترتیب چې مخکې وړاندې شو ادا کېږي یعنې چې په څلورو رکعتو کې ۳۰۰ ځلې سبحان الله … ووايي.

د تسبیح لمونځ بې له مکروه وختونو څخه هروخت ادا کېږي.

د حاجت لمونځ:

څه وخت ادا کېږي ؟ کله چې له  خدای(ج) څخه څه شي غواړو او یا یو حاجت لرو، دوه رکعته لمونځ د حاجت ادا کوو او له الله(ج) څخه د مرستې غوښتنه کوو.

د شکرانې لمونځ:

کله ادا کېږي؟ کله چې الله (ج) زمونږ دعا او یا حاجت پوره کوی، نو  د نعمتونو روغتیا له پاره دوه رکعته د شکرانې لمونځ ادا کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *