لیکوال: خواجه شفیق الله محمدي
ژباړونکې: روضیه بهیر
په سجده کې اووه ځلې تسبیح ویل لوړه درجه لري
د بنده ګۍ لوه نښه په لمونځ کې د الله (ج) پر وړاندې سر ټیټول او سر په خاورو ایښودل دی، الله (ج) ته د تسلیمي او ماتې نښه ده. درې ځله تسبیح ویل په رکوع اوسجده کی د کمال ټېټه درجه ده، پنځه ځلې تسبیح ویل منځنۍ درجه ده،. اوه ځلې لوړه درجه ده که نور تسبیحات ووايي ډېر به ښه وي.
حضرت محمد(ص) فر مايلي: ماته امر شوی چې په اوه غړو سجده وکړم تندی، دواړه لاسونه ورغوي، دواړه زنګنونه د پښو شاو خوا دغه غړی باید په ځمکه راشي.
د لمونځ فرضونه:
په لمونځ کې څو شیان فرض دي؟ ۱۵ شیان چې ۷ په لمانخه کې د ننه او اته بیرون دی. د لمونځ بیرون فرضونه عبارت دی: نیت کول اودس کول ، د جامو پاکول، د لمونځ د ځای پاکول، د لمونځ د وخت پېژندل، ستر عورت ساتل، قبلې ته مخامخ ودریدل.
د لمونځ دننه فرضونه: تکبیر تحریمه، قیام ، قرایت، رکوع، سجده، وروستۍ قعده، د لمونځ څخه وتل یعنې سلام ګرځول که لمونځ کوونکی له دغو څخه یو هم په سمه توګه ادا نکړی لمونځ یې بشپړ نه دی.
د لمونځ واجبات:
د لمونځ واجبات په لاندې ډول دي: د قرائت تعینول په لومړیو دوه رکعتونو کې ، د لمونځ په هر رکعت کې د الحمد الله شریف ویل واجب دی، په لومړیو دوه رکعتونو کې فرض ده او په ټولو کې واجب سنت او نفل د الحمد الله نه وروسته یو لوی یا وړوکی درې ایته سورتو لوستل واجب دي.
د الحمد الله لوستل له سورت څخه مخکې په قرائت رکوع او سجده کې ترتیب، قومه یعنې وروسته له رکوع څه راست درېدل، جلسه یعنې د دوه سجدو په منځ کې کېناستل، رکوع سجده او داسې نور په بشپړ تر تیب سره ادا کول، قعده یعنې په درې یا څلور رکعتيي لمونځونو کې له دوو رکعتو څخه وروسته کیناستل په السلام علیکم ور حمه الله سره دعای قنوت ویل.
د لمانځه سنتونه:
د لمونځ سنتونه په لاندې ډول دي: د تکبر او تحریمې څخه مخکې د لاسونو پورته کول د نارینه وو له پاره د غوږ پورې او د ښځو له پاره تر اوږ و پورې، د دواړو لاسونو ګوتې باید داسې وي چې د لاس د ورغوي مخه باید قبلې ته مخامخ وي، د تکبیر او تحریم په وخت یعنې کله چ نیت تړو باید سر ټیټ نه شي، ښوۍ لاس د کیڼ لاس د پاسه د نوم په سر د نارینه وو له پاره، د سبحانک الهم لوستل، اعوذ باالله، بسم الله ویل، امین ویل، خفییه یا پټ لوستل په رکوع او سجده کې لږ تر لږه درې ځله تسبیح ویل، په رکوع کې سر او ملا برابرول او په ګوتو زنګنونه نېول، سمیع الله لمن حمده ربنا لک الحمد ویل، د سجدې په وخت کې اول زنګنونه بیا لاسونه بیا پزه او وروسته تندی په ځمکه لږول، په جلسه یا ناسته او قعده یعنې التحیات په کیڼه پښه کیناستل او ښویه پښه داسې وردروۍ چې د پښو ګوتې مخ په قبله شي او دواړه لاسونه په ورننونو کېږدي خوښځې باید په دواړه پښو کیني اول ښي او بیا چپ خوا ته سلام ګرځول.
په وروستۍ قعده کې الهم اصلی درود شریف ویل کله چې په التحیات کې اشهدان لا اله الا الله ته ورسیږۍ منځنۍ غټې ګوتې حلقه کړئ او کله لا الا ته ورسیدۍ د اشارې یعنې د شهادت ګوته پورته کړئ او الا الله ته په رسېدو سره یې ټیټې کړئ خو د لاس حلقه د سلام ګرځولو پورې وساتئ چی سنت ده.
حضرت محمد(ص) فرمايي: دا د شهادت ګوتې اشاره د تورې، چاقو او د نورو پرې کونکو وسایلو څخه شیطان ته تېره ده(غبد الله بن عمر).
د لمونځ متسحبات:
په تکبیر او تحریمه کې د لاسونو ورغوو ښکاره کول، په یوازې لمونځونو کې لږ تر لږه درې ځله سبحان ربی الاعل و سبحان ربی العظیم ویل.
د دریدلو په وخت د سجدې ځای ته کتل په رکوع کې پښو ته کتل په سجده کې پزې ته کتل، په قعده التحیات کې خپلې غیږې ته کتل، د سلام به وخت کې خپلو اوږو ته کتل، د اسویلي په وخت خوله په لاس پټه کړئ.
د لمونځ مفسدات:
په لمونځ کې خبرې کول، قصداً یا سهواً غلط لمونځ کول په لمونځ کې له دوه صفو په اندازه تلل، د ستر عورت د څلورمې برخې ښکاره کېدل، په لوړ اواز خندا قهقه کول، خوړل، څښل په مردار او په پلید ځای سجده کول، پرته له عذر څخه ټوخی کول.