تاند- یوویشت کلن واني لو کیجي د غواوو پاده د جنوبي سوډان د پایتخت ، جوبا، په خوا کې د نیل سین غاړې ته رارسولې ده چې د څارویو تنده ېې ماته شي. دی وایي: زموږ له کلیو سره تېر شوی سین وچ دی، اوبه نه لري او په همدې خاطر مجبور یو چې خپل څاروي هره ورځ نیل ته راورسوو.
په جنوبي سوډان کې چې تر خلکو څاروي ډېر دي، د زلمي شپانه لو کیجي ستونزه عامه ستونزه ده. جنوبی سوډان چې د نفوسو شمېر یې دیارلس میلیونو ته رسي، څه باندې یولس میلیونه غواوې او غویي، دولس نیم میلیونه اوزې او دولس میلیونه پسونه لري.
د اقتصاد د یوه کارپوه اسحاق اووجا په قول، د نفوسو د شمېر په تناسب د جنوبي سوډان خلک د افریقا د بل هر هېواد تر اوسېدونکو ډېر څاروي لري خو د جنوبي سوډان خلکو ته یې چندان ګټه نه ده رسېدلې ځکه د دغه ملک خلک د مالونو په ګټه او تاوان پسې دومره نه ګرځي لکه د حیثیت لپاره چې یې ساتي. په دې ملک کې چې هر څومره ډېر څاروي ولرې هغومره دې په ټولنه کې قدر ډېر وي.
په جنوبي سوډان کې څارویو ته په درنه سترګه کتل کېږي او د څارویو داسې څښتنان هم شته چې د خپل مال د حلالولو اجازه نه ورکوي. همدا وجه ده چې جنوبي سودان د ډېرو څارویو له لرلو سره سره یوه زیاته ان��ازه غوښه له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له یوګندا څخه واردوي.
د جنوبي سوډان اکثره اوسېدونکي د ناوې په جهېز کې غوا هم شاملوي او که څوک په دغه ملک کې قتل وکړي یا زنا وکړي نو په سزا کې ورباندې غواوې ایښودل کېږي.
په جنوبي سوډان کې د هالنډ د یوې انکشافي موسسې کارکوونکې ژوستین میتینګ وايي چې دغه خلک د څارویو ګټې ته نه بلکې شمېر ته ډېر خوشحالېږي او د مالونو د شمېر زیاتوالی نه یوازې د څړځایونو د خرابېدو باعث شوی بلکې اوبه یې هم ناولې کړې دي. د دغه هېواد په څړځایونو کې د څارویو بې اندازې ګڼه ګوڼه د دې سبب شوې ده چې خاوره بې کیفیته شي.