تاند- د تکزاس پوهنتون د روحیاتو استاد، پروفیسر جېمز پینباکر د هغو خلکو په باره کې مطالعه کړې ده چې د خپلو ژورو احساساتو او په تېره بیا ترخو او پرېشانوونکو احساساتو په باره کې لیکنې کوي. دغه پروفیسر دې نتیجې ته رسېدلی دی چې د خپلو خاطرو او احساساتو لیکل د ذهن قوت زیاتوي او ان د انسان جسم ته ګټه رسوي.
د لایف ساینس خپروونې له راپور سره سم، د جېمز پینباکر مطالعات ښیي چې که یو څوک د ترخو اړخونو په باره کې مثلا د مرګ په باره کې لیکنې کوي نو په نیتجه کې به یې له ژوند سره مینه زیاته شي. دغسې کس ته په ژوند محدود او تمامېدونکی نعمت ښکاره شي او له ژوند څخه د استفادې او خوند اخیستلو اراده به یې پیاوړې شي. د پروفیسر پینباکر څېړنه له لویه سره د خاطراتو او د ځان او خپلو فکرونو او احساساتو په باره کې لیکل ګټور ګڼي.