موږ چې وايو: (( زما په خيال دا خبره سمه نه ده)) خيال د اردو ژبيو په پيروۍ د فکر په معنی را اخلو خو کله چې خوب وخيال، خيال پلو يا د خيال دنيا وايو، منظور مو فکر نه وي، مطلب مو هغه څه وي چې په دا لاندې لنډۍ کې تصور ياد شوی دی :
په تصور مې ځان پاچا کړ
چې سر مې پورته کړ ملنګ د دوهۍ ومه
خوشال خټک فرمايي :
هېڅ په منځ کې نشته په خالي دوکان سودا ده
ما چې فکر وکړ واړه وهم، خوب و خيال دی
موږ (خیال) د غرور په معنا هم استعمالوو. خوشحال فرمایي:
که یې ناز که یې خیال دی ما به یووړ
ولې ما سره ډېر کبر کا هر ګوره
کبر د توهین په نیت وي ، ناز له مینې وي او خیال غرور دی.
د رحمان بابا په دې بيت کې خيال د تصوير له مفهومه بېل نه دی:
په هجران کې د يار خيال راسره مل وي
په زندان کې له يوسف سره اسير يم
د رحمان بابا معاصر شاعر سکندر خټک وايي:
چېرې نه وي د يار خيال ورځنې ووځي
ځکه غوټې کړم د اوښکو په مژګان کې
(يعنې پڼو ته د اوښکو غوټې وراچوم) دلته خيال د تصوير معنی يا تقريباً د تصوير معنی لري.
په شعر پېژندنه کې د ( خيال ) دقيقه معنی څه ده؟
دې پوښتنې ته د ځواب له پاره پکار ده چې د خيال هغه مفهوم ته پام وکړو چې په ارواپوهنه کې يې لري. د ارواپوهنې په اساس له حواسو سره د شيانو د مخامخېدنې په نتيجه کې چې په ذهن کې کوم صورت او شکل پيدا کيږي هغه احساس يا حسي ادراک بولو خو کله چې دغه ذهني صورتونه له شيانو سره له مخامخېدو پرته په ذهن کې پيدا شي، د خيال يا جزيي تصور په نوم يې يادوو.
په دې حساب، خيال له حافظې راوځي خو زموږ حافظه د کمپيوټر د حافظې غوندې نه ده چې ورکې ثبت شوی انځور هر ځل د اول ځل غوندې راوښيي. له بلې خوا، زموږ عاطفه زموږ له احساس او ادراک سره اخښل کيږي او په ذهني تصويرونو کې مو تغيرات راولي( د خپلو احساسونو او ادراکونو په مقابل کې د بنيادم غريزي غبرګون ته عاطفه وايي) مثلاً زموږ په ذهن کې د يوه بې رحمه سړي تصوير ممکن زموږ د ورټ او وېرې د عاطفو تر اغېز لاندې بڼه بدله کړي او هغه ځناور وبولو. کله چې وايو چې شاعر د شعر په ذريعه خپل احساسات او عواطف څرګندوي منظور مو تر ډېره حده همدا د عاطفې په وجه بدل شويو ذهني تصويرونو بيان وي.
د احمدشاه بابا د زمانې صاحب ديوان شاعر ابوالقاسم په لاندې بيتونو کې د پشکال له تودوخې سرټکولی، يعنې د پشکال ياد ته يې د خپلې عاطفې رنګ ورکړی دی :
په څله کې چې راياد شي پشکال
له هيبته مې لړزان شي پر و بال
چې ګرمکې مې ښکاره شي په وجود کې
په نالش يې له مالشه شمه نال
چې خولې مې له مرۍ شي راروانې
له خفقانه شمه بې تېغه حلال
که څادر اغوندم نه يې شم زغملی
که يې نا غوندم په ماشو مې نکال
د ارسطو په نظر د شاعرۍ بنياد په محاکاتو ولاړ دی او له محاکاتو منظور د کلمو په ذريعه د ژوند او چاپېريال د نظير جوړول دي. ابوالقاسم په خپلو بيتونو کې د پشکال د تودوخې اغېزې محاکات کړي دي خو دغه اغېزې يې د يو مستند راپور غوندې بې کمي و زياتي نه دي بيان کړې، بلکې مبالغه يې پکې کړې ده، ارسطو وايي چې په شعر کې محاکات د شاعر له تصرف او کمي و زياتي سره يو ځای وي.
د ادبياتو په تاريخ کې د شعر په اړه جدي بحثونه کابو دوه نيم زره کاله پخوا ارسطو پيل کړي دي. موږ وينو چې په شعر کې د خيال و تصوير اهميت ته له هماغه پيله پام شوی دی.
البته په پخوانو زمانو کې د خيال د سرچينې په باره کې د افلاطون د خبرې لېوال ډېر وو. افلاطون به ويل چې شعر په شاعر باندې خدايي الهام دی .دا ديونان د عوامو عقيده هم وه چې د هنر الهه (موز) شاعر ته شعر الهاموي. پخوانو عربو به هم ويل چې شاعر ته د ده يوه همځولې پېرۍ (شيطان) شعر الهاموي. د دوی عقيده وه چې شاعرې ته بيا د هغې همځولی پېری شعرونه ښيي. دوی دغه پيری تابع او پيرۍ تابعه بلله.
پيرمحمد کاروان په خپل يو شعر کې چې( ښاپېرۍ زما همځولې) نوميږي، ظاهراً د همدې تابعې په اړه خبرې کوي، پيل يې دا دی:
ښاپېرۍ زما همځولې او نغمې تر ما مشرانې
ښاپېرۍ تر ګرانې تېره خو نغمې راباندې ګرانې
ښاپېرۍ په خوب کې ويښې او ښاغلې نغمې راوړي
ښاپېرۍ په ويښه راشي خوبولې نغمې راوړي
ښاپېرۍ بده بلا ده واښکي، واښکي له تاک واخلي
زما په زړه کې وغځيږي رانه واګي د واک واخلي
په اولسمه ميلادي پېړۍ کې انګريز مفکر هابس وويل چې د خيال سرچينه حافظه ده او حافظې ته هرڅه د حواسو د دروازو په لاره ورځي.
ده ويلي دي د تخيل استعداد د تکړه سپي غوندې د ليکوال د حافظې په کرونده کې ښکته پورته ځغلي چې خپل ښکار پيدا کړي.
د هابس رايه چې ساينس يې هم ملا تړی و، په ورپسې پېړيو کې وار په وار بشپړه شوه؛ مثلاً وويل شول چې د خيال په زېږېدلو کې تداعي لوی لاس لري .له تداعي څخه منظور دا دی چې يو شی، بل شی را په ياد کړي. داسې به وګڼو چې کاروان صاحب ته اول همځولې ښاپېرۍ ورياده شوې ده. څرنګه چې دغسې ښاپېرۍ شعرونه الهاموي او شعرونه له نغمو سره ورته والی لري نو نغمې هم وريادې شوې دي، دغه راز د همځولتيا کلمې د هغې يو ضد مشرتوب ورياد کړی او و دې شي چې له ښاپېريو سره د مينې مشهورې خبرې د ګرانښت خبره په زړه کې ورتېره کړې وي.
تداعي معمولاً له دريو لارو رامنځ ته کيږي: مجاورت، مشابهت او تضاد. تروږمۍ شايد سپوږمۍ او د سپوږمۍ رڼا د ډېوې لمبه او د ډېوې لمبه پتنګ راپه ياد کړي.
د شاعرانه خيال د ماهيت په باره کې انګرېز اديب کالريج هم ډېرې مهمې خبرې کړي دي.د نولسمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي دغه نامتو شاعر، کره کتونکي او مفکر وويل چې د ځينو شعرونو په اړه به دا خبره سمه وي چې شاعرانه خيالونه له حافظې راوتلي انځورونه دي چې د تداعي په ذريعه د يو بل په څنګ کې ږدول کيږي خو ځينې نور اشعار د داسې تخيل پيداور دي چې اول په حافظه کې د حسي تجربې له لارې تر لاسه شوي مواد ټوک،ټوک کړي، اوبه يې کړي او له سره يو داسې شی ځينې ورغوي چې له واقعيت سره لږ يا ډېر ورته وي خو تر واقعي دنيا نظم و انسجام او د سره بېلو اجزاوو ترمنځ وحدت پکې ډېر وينو.
راځئ د ( ښاپېرۍ زما همځولې) يو بيت د کالرېج د نظر په رڼا کې وځيرو. کاروان صاحب وايي :
ښاپېرۍ بېګا ته راشه اوس مې ښه کاروبار جوړ دی
په زرګرې شپې مې تاته نن له ستورو نه هار جوړ دی
ښاپېرۍ ولې بېګا ته راغواړي؟ ځکه د مينې ديدنونه پټ وي او ماوراالطبيعي موجودات (لکه ښاپېرۍ) هسې هم ښکاره نه ګرځي.
شپه ولې زرګره بولي؟ ځکه ستوري او سپوږمۍ چې د زرو رنګ لري، په شپه کې ښکاري ؛لکه زر چې د زرګر په دکان کې وينو. ولې د ستورو هار؟ ځکه شپه چې زرګره شي نو هارونه به خود د ستورو وي.
کاروبار خو د دنيا د خلکو ښه دی چې د دنيا په چارو کې ډوب دي، دی يې ولې يادوي؟ ځکه چې دی کاروبار مينې ته وايي، نظر يې د دنيا له خلکو بېل دی او په همدې دليل له ښاپېريو سره تارلري.
د کاروبار د ښه والي وجه يې څه ده؟ وجه يې دا ده چې شپه د مينې په رياضت ويښه تېروي، زيار ګالي.
ولې ښاپېرۍ بېګا ته غواړي؟ ولې ورته مثلاً نه وايي چې يو وخت يا يوه شپه راشه؟ ځکه چې هار يې همدا نن شپه ورته جوړ دی، ميین د ديدن له پاره بې صبره وي.
نو که بې صبره دی ولې يې همدا نن شپه نه راغواړي؟
ځکه شپه يې د هار په برابرولو تېره ده، نور نو شپه تمامېدونکې ده. تر ټولو نږدې مناسب وخت راتلونکی ماخوستن دی.
او ولې هار ولې مثلاً ټيک نه؟ ځکه هار له ګڼو ټوټو جوړيږي، له ګڼو ستورو ورکې استفاده ممکنه ده، د ستورو پلوشې د هار مزي رايادولی شي او هار غاړه رايادوي، څوک چې غاړې ته ګوري د مخ يو تت انځور يې ذهن ته لاره کوي لکه د ښاپېرۍ او ايديالې ښکلې په باره کې زموږ نظر چې طبعاً پوره روښانه نه دی.
دلته موږ د بيت د اجزاوو ترمنځ نه شلېدونکی وحدت وينو. کالرېج د عالي او معمولي تخيل ترمنځ بل توپير په دې کې ويني چې معمولي تخيل د لوستونکي خيال نه پاروي، خو عالي تخيل د لوستونکي ذهن فعال کوي او د خلاقيت وس وربخښي، لکه د کاروان صاحب بيت چې د لوستونکي په توګه زما ذهن ته ځينې خبرې راوستې. ته به وايې دغسې شعرونه لوستونکي يا اورېدونکي ته يوه دنده سپاري او ورنه غواړي چې د شعر د په معنی بشپړولو کې برخه واخلي، کالرېج ويلي وو چې شکسپير لږ تر لږه په دې دليل هم واقعي شاعر دی چې له تا لوستوکي هم د څو شېبو له پاره شاعر جوړوي.
اوس به بېرته د ابوالقاسم د پشکال بيتونو ته راشو. ده د ګرمۍ په اړه خپله تجربه راته بيان کړې ده، دغه تجربه د بلې هرې تجربې په څېر د حواسو له لارې تر لاسه شوې او د عواطفو په خم کې رنګېدلې ده. په دې سربېره د شاعر فکر هم پکې شامل دی. موږ خپلې تجربې تحليلوو، سنجوو او ځينو نتيجو ته رسېږو؛ مثلاً دا يو فکر دی چې په پشکال کې هوا ډېره توده وي. د شاعر په شعر کې طبعاً د هغه فکر وعاطفه شامل وي خو شعر تر ډېره حده د هغه د حسي تاثيراتو د وړاندې کولو کار په غاړه لري. موږ په پنځه ګونو ظاهري حواسو سربېره نور حواس هم لرو( لکه لوږه، تنده) هره هغه خبره چې زموږ حواسو ته مخاطبه وي( لکه په اوړي کې د بدن تريو بوی چې شامه حس ته مخاطب دی) هغه په ادبياتو کې انځور Image بولو او انځورونه د کلمو په ذريعه د حسي تجربې وړاندې کولو ته ويلی شو او څرنګه چې دغه حسي تجربه موږ پخوا کړې او اوس يې رايادوو ( لکه ابوالقاسم ته چې د ژمي په څيله کې د اوړي سخته ګرمي ورياده شوې ده) نو خيال يې بولو په دې حساب خيال او انځور، لږ ترلږه په ادبياتو کې د يو بل معادلې يا تقريباً معادلې کلمې دي او همدا وجه ده چې د انګريزي ژبې د اميج(Image، ايماژ) کلمه کله انځور، کله خيال او کله خيال انځور ژباړل شوې ده.
د خيال انځورونو په باره کې بحث د شعر د هنر تر ټولو مهم بحث دی. زموږ په دوديزه ادبپوهنه کې تشبيه، استعاره، کنايه او مرسل مجاز د انځور جوړونې څلور اصلي ذريعې بلل کيږي. زموږ ادبپوهانو د دغو ذريعو د ډولونو په باره کې ډېر څه ويلي خو د هغو د ښکلاييز اهميت په باره کې لا ډېرې خبرې ناويلې پاتې دي.
که د تخييل په اړه د کالرېج د نظريې په رڼا کې دغه څلور ذريعې پرتله کړو، ويلای شو چې مرسل مجاز او کنايه د استعارې او تشبيه په اندازه خيال پاروونکي نه دي.
کله چې شاعر نجلۍ له سپوږمۍ سره تشبيه کړي، د سپوږمۍ او نجلۍ تر منځ د لوستونکي د خيال د مارغه د الوت له پاره لويه فضا رامنځ ته کيږي؛ په استعاره کې دغه قوت لا ډېر دی ځکه هلته يو شی له بل شي سره ورته نه بلکې بالکل هماغه شی بلل کيږي.
سپوږمۍ راغله. معلومه ده چې دا نه د اسمان سپوږمۍ ده او نه معمولي نجلۍ ده. نور نو د لوستونکي د تصور کار دی چې له هغې څه جوړوي. دلته لوستونکي ته دا فرصت په ګوتو ورځي چې د کالرېج په قول د څو شېبو له پاره شاعر شي خو کنايه او مرسل مجاز لوستونکي ته دغسې فرصت نه ورکوي او يا که احتياط وکړو نو وبه وايو چې تر ډېره حده دغسې چانس نه ورکوي.
دا جمله هم کنايي معنی لري او هم پکې د مرسل مجاز مثال شته : پلاني پيسو ته غوټې اچولې دي.
په پخوا وخت کې چې نوټونه نه وو خلکو پيسې په کڅوړو کې ساتلې نو دغو کڅوړو ته غوټه نه بلکې غوټې وراچول، پيسو نه لګولو ته اشاره ده، څرنګه چې پيسې ممسک سړی نه لګوي نو په دغه جمله کې په کنايي ډول ممسک سړي ته اشاره کيږي. له بلې خوا په نوموړې جمله کې د کڅوړې په ځای د پيسو کلمه راغلې ده، ځکه غوټې خو کڅوړې ته ور اچول کيږي، په دې حساب مظروف (پيسې) ياد شوی او منظور ورنه ظرف (کڅوړه ) دی. کله چې د کلمې د ظاهري معنی او مقصدي معنی ترمنځ له شباهته پرته ( د شباهت رابطه په تشبيه او استعاره کې وي لکه د نجلۍ او سپوږمۍ ترمنځ چې د ښکلا ورته والی دی) نورې رابطې وي، لکه د ظرف و مظروف يا جز وکل رابطه (مثلاً که ګېر بکس خراب وي وايو موټر خراب دی، يعنې کل يادوو خو منظور مو جز وي ) نو وايو چې دلته د مرسل مجاز رابطه ( د بيان عالمان د رابطې په ځای د علاقې کلمه استعمالوي) شته.
مرسل مجاز په کلمه کې وي خو کنايه په جمله کې راځي او بله دا چې د کنايي جملې د ظاهري او مقصدي معنا ترمنځ يوازې د لازم او ملزوم رابطه وي.مثلاً هغه څوک چې پيسې نه لګوي پکار ده چې د پيسو د کڅوړې خوله يې پرانستې نه وي او بلکې ورته لازمه ده چې ښې کلکې غوټې ورواچوي.
که زه په پښتو پوهېږم د دې ژبې له کلمو مثلاً کتاب، ښوونځي يا زمري مشخصه معنی اخلم. له مرسل مجاز او کنايې هم د عادي کلمو په څېر مشخصه معنا اخلو.
کله چې وايم موټر مې خراب دی معلومه ده چې منظور مې د موټر يو مهم جز دی، يا که وايم چې دېګ پوخ دی معلومه ده چې منظور مې د دېګ د منځ خواړه دي.
دغه راز که وايم چې کار ته ملا وتړه، څرګنده ده چې منظور مې دا دی چې کار وکړه يا کار پيل کړه( دا کنايي جمله ده ځکه د کار د پيل کولو له پاره لازمه ګڼل کيږي ملا ورته وتړل شي).
په کنايه او مرسل مجاز کې که څه هم خبره په غير مستقيم ډول بيانيږي او دغه غيرمستقيم والی، خيال ته فرصت ورکوي چې له يوې معنی بلې ته لاړ شي مګر دغه فرصت ډېر کوچنی دی، البته، مرسل مجاز او کنايه ډېر ځله زموږ سترګو ته منظره دروي، که ووايو چې پلانی ممسک دی، زموږ سترګو ته څه نه دريږي، خو دا يوه منظره ده چې وايو پلانی پيسو ته غوټې ور اچوي. کار ته ملا تړل هم د کار کولو په نسبت، تصويري حالت لري خو څرنګه چې په مرسل مجاز او کنايه کې د ظاهري معنی او مقصدي معنا ترمنځ رابطه معمولاً لوستونکي ته وار مخکې معلومه وي نو خيال پاروونکی قوت پکې کم دی.