ډاکټر محمد نسیم همیم
پرمخ تللی نړی کې: د یوه مدیر بریالیتوب د هغه د کړنو پر بنسټ ارزول کیږی وروسته پاتی نړۍ کې: د مدیر بریالیتوب نه ارزول کیږي مګر په خپله مدیر یت ته رسیدل یې بریا ګڼل کیږي.
پرمخ تللی نړی کی: مدیران کله کله له دندی استعفا ورکوي وروسته پاتی نړی کی: له خدمت سره مینه یی استعفا ته نه مجبوره وی پرمخ تللی نړی کی: وګړی یی له ټیټی رتبی څخه خپل کار شروع کوی او په تدریجی توګه تر مدیرته رسیږي وروسته پاتی نړی کی: وګړی یی مورزادی مدیران وی چه اولنی دنده یی په شل کلنی کی د مدیریت پوست وي.
پرمخ تللی نړی کی : د یوه مدیریت پوست لپاره د ښه مدیر په لټه کی وی وروسته پاتی نړی کی : د یوه شخص لپاره د مدیریت پوست په لټه کی وی او کله کله خو د لزوم دید په صورت کی د مدیرت پوست په فوق العاده توګه ورته ایجادیږي.
پرمخ تللی نړۍ کی : یو عادی کارکونکی ممکن په دریو کالو کی د مدیرت تر څوکی ورسیږی وروسته پاتی نړی کی: هغه عادی کارکونکی تر دریو کالو وروسته همهغه عادی مامور وي په داسی حال کی چه مدیر به یی درۍ ځلی تبدیل شوی وي . پرمخ تللی نړی کی: کله چه وغواړی د یوچا له زیاتو تجربو او علم څخه ښه ګټه واخیستل شی نو د مشاور په توګه په یوه مدیرت کی مقرریږی. وروسته پاتی نړی کې: کله چه وغواړی له یوچا څخه هیڅ ګټه وانه خیستل شی هغه د مشاور په توګه مقرریږی.
پر مخ تللی نړۍ کی : کله چې یو څوک له دندی ګوښه کیږی بښنه غواړی او یا هم ممکن محاکمه شی وروسته پاتی نړی کی: کله چه یو څوک له دندی ګوښه شی په یوه شانداره غونډه کی یی لمانځنه کیږی او په یوه نوی تر دی پورته دندی ګمارل کیږی.
پرمخ تللی نړی کی:
مدیران په مستقله او ازاده توګه په دنده ګمارل او له دندی لری کیږی، مګر په ګډه او همغږی سره خپله دنده تر سره کوي. وروسته پاتی نړی کی: مدیران په مستقله او نه همغږی سره خپله دنده سرته رسوی ، مګر په ډلئیزه توګه په دنده ګمارل کیږی او یا له دندو ګوښه کیږي.
پرمخ تللی نړی کی: د یوه پوست لپاره په چاپیزه اویا هم انترنیتی پاڼو کی د دندی اعلان ځړول کیږی وروسته پاتی نړی کی: د مدیر په دنده ګمارولو لپاره دخپلی خوښی کاندید ته په تلیفون احوال ورکول کیږي. پرمخ تللی نړی کی: د یوه مدیر د دندی د پایی موده او د نوی مدیر د کار د پیل موده له وړاندی ټاکل شوی وی.
وروسته پاتی نړی کی: په همهغه ورځ یو مدیر د خپل دکار دشروع کولو او د بل مدیر د کاره د ګوښه کیدلو حکم تر لاسه کوي پرمخ تللی نړی کی : تاسی کولی شی په یوه عادی غوښتنه له خپل مدیر سره ناسته ولری او د خپلی ستونځی په هکله ورسره مشوره وکړۍ.
وروسته پاتی نړی کی: تاسی له مدیر څخه غوښتنه نشی کولی ځکه هغه د ستاسی سره د ناستی لپاره هیڅ وخت نه لری پرمخ تللی نړۍ کی: د مدیرت پوست لپاره پخوانی کار تجربه او لازمه وړتیا اړینه ده وروسته پاتی نړی کی : د مدیریت پوست لپاره یوازی اعتماد بسنه کوي ژباړه