درېیم څپرکی: د هوتکو او درانیانو د واکمنیو په دوره کې پښتو نثر
د پښتو د ادب په تاریخ کې داسې واکمنان هم تېر شوي چې د سیاسي او ټولنیزو اهدافو او خدمتونو تر څنګ یې د خپل هېواد د ادبیاتو له پاره ډېر څه ور کړي دي، چې په دغه خدمتونو کې خپله پاچاهانو د دوی د کورنیو غړو او هم یې یو شمېر نور کسان هڅولې دي چې هم په نظم او هم په نثر پر خپل ادب مرغلرې وشیندي.
د پښتو د ادب تاریخ په منخنۍ دوره کې د هوتکو او درانیانو واکمنیو ادبي خدمتونه د ستاینې وړ دي او د پښتو اد بیاتو یوه درنه پانګه د دوی د واکمنیو پر مهال کې رانغاړل شوې ده.
لومړي: هوتک د پښتون یو قوم دی چې په افغانستان کې د هوتکو په نوم دولت د میرویس خان له خوا رامنځته شوی دی. میرویس خان د افغانستان په تاریخ کې د همت او شجاعت ځانګړی خای او مقام لري چې ترنن ورځې پورې یې افغانان د نیکه په نوم یادوی. دی د افغانانو مشر و، چې په ( ۱۱۱۹ هـ ق) په کندهار کې د ګورګین د واکمنۍ جرړې یې ختمې کړې ( ۲۳: ۱۹۹ مخ) او په کندهار کې یې د یو نوي دولت بنسټ کېښوده.
د میرویس نیکه تر وفات وروسته او د نادر افشار له واک نه مخکې په کندهار کې د میرویس نیکه زوی شاحسین هوتک پاچاو.
شاحسین هوتک خپله شاعراو ادیب شخص و او د پښتو ادب د پرمختیا او غنیتوب په موخه یې نه هېرېدونکي خدمتونه خپلو نسلونو ته کړي دي. هوتکو درې لسیزې (۱۱۱۹- ۱۱۵۱هـ ) واکمنۍ درلوده. په دغو دریو لسیزو کې د هر چا د مخه شاحسین هوتک ډېرې هڅې کړي دي، د هغه وخت شاعران او لیکوال به یې هڅول.
کله چې ګورګین په کندهار کې چپاونه اچولي و، شاحسین هوتک یې ونېوه په مازندران کې یې مسموم کړ او په (۱۱۵۱ هـ ق) کې په وفات ورسېده (۲۲: ۲۰۲ مخ). مګر په پښتو ادب کې د ده نوم ژوندی دی. د ده په غوښتنه د پښتو ادب یوه پانګه (پټه خزانه) خوندي شوې ده یعنې د هوتکو په دوره کې د پښتو ادب د بډاینې اړخونه ډېر تر سترګو لیدل کېږي او په پښتو ادب کې په لومړي ځل د هوتکو په دوران کې د پښتو تحریري تاریخي او عشقې حماسې رامنځته شوې دي.
دا چې د هوتکو په دوران کې ولې پښتو ادب ته پاملرنه شوې ده؟ د هغه وخت د ادب مینه وال څوک و؟ او د دوی فرهنګی هڅو له پاره زمینه څه ډول وه؟ او کوم ډول اثار رامنځته شوي دی؟ په دې موضوعاتو به وروسته رڼا واچو.
دویم: کله چې په (۱۱۵۱هـ) نارد افشار په کندهار کې واک ته ورسېده، نو یو ځانګړی سیاست یې غوره کوړ او ۴۰ زره افغانان یې په خپلو لښکرو کې ځای کړل او په همدې وخت کې احمد خان د خپل ورور سره په کندهار کې اوسیده.
د ده لیاقت او زړه ورتیا څرکونه د نادر افشار تر سترګو شول، نو نادر افشار د احمد خان په لور پاملرنه وکړه چې په ( ۱۱۵۴هـ ق) د ابدالي لښکرو د مشر په توګه و ټاکل شو. کله چې په ۱۱۶۰ هـ نادر افشار ووژل شو، احمد خان د ده کورنۍ ښه ساتنه وکړه او په کندهار کې د افغاني مشرانو له خوا د ټولواک په توګه قبول شو. احمد شاه ابدالي ۲۶ کاله پاچاهي وکړه او په ( ۱۱۸۶ هـ ق) کې وفات شو او په کندهار کې خاور ته و سپار ل شو.
احمد خان هم د میرویس نیکه په څېر د افغانستان په تاریخ کې لوی ویاړ لري چې افغانان یې د بابا په نوم یادوي او د افغانستان موسس ګڼل کېږي.
څرنګه چې احمد شاه بابا د افغانستان د ځمکني بشپړتیا له پاره هلې ځلې کړي په همدې توګه یې د پښتو ژبې د پرمختګ په لاره کې اوچت ګامونه اخیستې دي.
احمد شاه بابا د خپل وخت د شاعرانو او لیکوالانو سره ځانګړي مینه درلوده او د ده پام د هغوی د دې سبب شو چې د پښتو د ادب په تاریخ کې د نظم او نثر تله لار درنده شوه. احمد شاه بابا په دواړو ژبو(پښتو او پارسي) شعرونه ویل او خپله اولاده یې هم د ادب په لور اړولې ده، د خپل اولاد د تدریس له پاره یې استاذ ټاکلی و او د هغه وخت د زده کړو له پاره معرفت الافغاني لیکل شوی چې د پښتو د نثر یو بل نوی ګلاب ګڼل کېږي.
د درانیانو د واکمنیو پر مهال هم عالمان او ادیبان راټول شوي، ادبي مجلسونه یې جوړ کړي، بېلابېل اثار یې رامنځته کړې دي. خپله احمد شاه بابا د شاحسین په څېر یو ادیب او په ادب مین شخص و، چې د درانیانو یو شمېر د واکمنیو پر مهال یو شمېر لیکوالان به د هوتکو او درانیانو فرهنګي اوضاع تر عنوان لاندې معرفي شي.
علمي او فرهنګي هڅو ته لنډه کتنه
د هوتکو د واکمنیو په دوران کې شاعران او لیکوال ښه وروزل شول او په لسګونه ادبي اثار رامنځته شوي چې دغه پر مختګ د پاچا له کورنۍ سره اړه لري ځکه دغه کورني خپله ادبپاله او ډېر غړي یې ادیبان او شاعران وو.
د میرویس نیکه مور نازو انا هم خپله شاعره او د میرویس نیکه زوی شاحسین او یوه لور یې زینبه هم شاعره وه . کله چې شاحسین واکمنۍ ته ورسېده، نو ده په خپل مرکز( د کندهار ښار په شاهي ماڼۍ) کې عالمان، د وخت تکړه ادیبان او شاعران راټول او ادبي مجلسونه یې جوړول. شاحسین هوتک به ځینې وخت په اداري برخو کې د خپلې خور زینبې سره مشورې کولې ( ۲: ۲۷۶ مخ).
شاحسین هوتک به شاعرانو ته انعامونه ورکول چې د تحریري تاریخي حماسو بنسټ په همدې دوره کې کېښودل شوی او ریدی خان مومند چې محمود نامه یې نظم کړې د هغې په بدل کې طلا د در بار له خوا ورکړل شوې، خو د دې عصر دویمه حماسه په پښتو نثر لیکل شوې چې (جګړه د محمود افغان نېول او اصفهان) نومېږي د دې حماسې لیکوال محمدامین سرپریکړی نومېږي چې د هغه وخت په جګړو کې هم برخه اخیستې ده د دې دورې بله حماسه ( قصه د بریښنا یا خدۍ) ده د دې لیکوال حافظ نور محمد نومېږي، یوه عشقي حماسه ده.
همدا ډول د پاچا په ماڼۍ(نارنج ماڼۍ) کې کتابتون شتون درلوده د مطالعې اسانتیاوې رامنځته کړې وې. محمد هوتک د دغه دربار د منشي په حیث ټاکل شوی و یعنې په لسګونو لیکوالو او شاعرانو د دربار سره د ادبي اړخ له امله رابطې درلودې چې د هغو له ډلې څخه د پټې خزانې لیکوال، بابوجان، پیرمحمد غلجی، ملا نور محمد غلجی نصرامین اندړ ، بهادر خان او یو شمېر نور کسان دی. (۲۰۰ – ۲۰۷ ) د پورتنیو معلوماتو څخه څرګندیږي چې د هوتکو په دوره کې ډېر اثار لیکل شوي او ژباړل شوي دي که دغه اثار د هنریت په هره کچه کې وي،خو د پښتو سره د شاحسین مینه ښيۍ. چې د همدې وخت ځینې اثار د ګوتو په شمار چاپ شوي اوډېر اثار لا تر اوسه د ادبپوهان لاس ته نه دې ورغلي کېداي شي د زمانو په دوړو کې پټ وي، خو زلمی هېوادمل د هوتکو دوره په یوه جلا سبک نوموي.
د هوتکو د دورې اثار د موضوع په لحاظ داسې کوم ستر نوی والی نه لري. د دغه عصر ډېرو شاعرانو او لیکوالو د اصفهان او قندهار په جګړو کې برخه اخیستې او دغه پېښې په خپله لېدلې دي چې دغه رنګ د دوی په اثارو کې ځای نېولی او زیاتره تاریخي مسایئل په کې وړاندې شوي دي او په نثرونو کې د خلکو محاورې ته ډېر ځای ورکړل شوی دی.
کله چې د پښتو ژبې مین شخصیت( شاحسین هوتک) له دنیا سترګې پټې او نادر افشار هم ووژل شو، نو د پښتنو د سر په اسمان یو بل ستوری وځلېده چې احمد خان نومېږي. ده هم د پښتو ژبې سره ځانګړې مینه وه د پښتو ژبې شاعر دی او د شاحسین هوتګ په څېر د ده د کورنۍ او دربار یو شمېر غړي شاعران او ادیبان وو.
د احمد خان سره په جګړو کې هم ډېرو شاعرانو ګډون کړی دی او احمد شاهي شهنامه هم پر همدې وخت کې جوړه شوې. د ده په درباره کې په لسګونو شاعرانو ځآی درلود او ټولو د وطن مینه په خپلو اثارو کې انعکاس کړې ده، خو د درانیانو په واکمنیو کې د دوه تنو (پیرمحمد کاکړ او عبدالله) د فعالیت یادونه کو چې پیر محمد کاکړ د پښتو ژبې د تدرس په موخه معرفت الافغاني لیکلی او عبدالله د احمد شاهي فتاوا لیکوال دی چې دغه دواړه اثار نثرونه دی او نظم برخې هم لري او د نثر په ډګر کې د درانیانو په واکمنیو کې غوره اثار ګڼل کېږي.
له پورتنیو کرښو څخه داسې لنډ جاج اخیستی شو چې د هوتکیانو او درانیانو د فرهنګ او پښتو ژبې د پرمختګ په موخه د خپل دربار دروازې د شاعرانو او لیکوالو پر مخ پرانیستې وي او په دې لار کې به دربار د دوی سره مرسته هم کوله. چې په همدې دورو کې د پښتو په ادب تاریخ کې تحریري تاریخي شهنامې او تدریسي کتاب ځای ونېوه.
په هر زمان کې د شعر او نثر اهمیت او د ټولنې د اړتیا له اړخه د ادب دواړه برخې(شعر او نثر) په خپل منځ کې لوي توپیر لري چې د نثر اړتیا او اهمیت ډېر لېدل کېږي، خو په دغو دورو کې زیاتره شعرونه لیکل شوی چې تاریخي پېښې، جګړې او مېړانې بیانوي، خو د نثري اثارو کمیت لږ لېدل کېږي سره د دې چې د هوتکو دورې پټه خزانه او معرفت الافغاني د درانیانو په وخت کې ځانګړي مقامونه لري حتی تر نن ورځې پورې د ادبپوهان د ذوق وړ دي. د دغو دورو په نظمونو کې د شکل او محتوا په لحاظ داسې کوم بدلون نه دی راغلی، خو زمونږ د ژبې او فرهنګ تله یې ښه ساتلې ده.