تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر احضار کړ او په افغانستان کې یې د پنجابیانو د جنګېدو په باب د پنجابي طالبانو د اعلان په وړاندې د افغانستان اعتراض ورته څرګند کړ.

د پنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاویه د دوهم ځل لپاره پرون په پاکستان کې پوځي فعالیتونه او جګړه وغندله او ویې ویل چې باید یوازې په افغانستان کې جګړه وشي.

ده دا هم وویل چې نور به پنجابیان په پاکستان کې یوازې تبلیغ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د پاکستان د سفارت شارژدافېر سید معظم شاه د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د ډیورنډ کرښې دې خوا ته د جګړې په اړه د پنجابي طالبانو د اعلان په وړاندې د افغانستان د حکومت سخت احتجاج ورواورول شو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو ريیس عبدالصمد صمد د پنجابي طالبانو د مشر معاویه څرګندونې وغندلې، او د هغه اعلان یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات پرضد ښکاره دسیسه وبلله.

د بهرنیو چارو وزارت پاکستاني دیپلومات ته همداراز ویلي:«دا ډول اعلانونه د نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف دي.»

ښاغلي صمد پاکستاني شارژدافېر ته ویلي چې له تروریزم څخه د سیاسي حربې په توګه کار اخیستل د هیڅ هیواد په ګټه نه دي او د پنجابي طالبانو د مشر اعلان په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو وژنې زیاتولی شي.

د پاکستان شارژدافېر وویل چې د افغانستان د حکومت اندېښنې به د خپل هیواد له چارواکو سره شریکې کړي.

پرون د پاکستاني طالبانو تحریک اعلان وکړ چې معاویه د آی ایس ای ایجنټ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *