تاند- د رایو د تفتیش او ابطال د بهیر له بشپړېدو وروسته سر له ننه اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله ۲۴ ساعته وخت لري چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر پرېکړو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته شکایت وکړي.

دا بهیر پرون /یکشنبه/ بشپړ شو.

د راپورونو له مخې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د سلګونو نړیوالو او کورنیو څارونکو په مخکې د ۱۹۲۸ محلونو رایې باطلې کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې دواړو کاندیدانو ته چعلې رایې اچول شوې وې.

د شکایتونو کمیسیون به سبا /سې شنبه/ پر شکایتونو علني غونډه جوړه کړي

له نن څخه باطلې شوې رایې د شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوي. د شکایتونو کمیسیون دواړو کاندیدانو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې شکایتونه درج کړي. که کاندیدانو شکایتونه ثبت کړل، د شکایتونو کمیسیون یې باید په ۴۸ ساعتونو کې وڅېړي او وروستۍ نتیجه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د غور لپاره ولېږي.

تمه کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو وروستۍ یا نهايي پایلې د روانې اوونۍ تر پایه اعلان کړي.

د راپورونو له مخې شاوخوا دوه لکه باطلې شوې رایې په اشرف غني احمدزي پوري اړه لري او شاوخوا یولک نورې باطلې شوې رایې د عبدالله عبدالله دي.

vote

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *