روژه

ژباړه: شمس الدين همت

روژه نيول داسلامي تعليماتو بنيادي رکن دی. مسلمانان دا وخت دنړئ دټول نفوس پنځمه برخه تشکيلوي اونږدی ټول يي روژی نيسی. ديادونی وړ ده چی داروژي نه دوزن کمولو لپاره نيول کيږي او نه هم دکوم بل انساني ضرورت لپاره بلکه هرمسلمان روژه صرف اوصرف دقرآني لارښوونو دتعميل په موخه نيسي. الله جل جلاله په سورة بقرة کی فرمايي: ای دايمان خاوندانوپه تاسوروژه فرض کړئ شوې ده لکه څرنګه چه له تاسومخکی قومونو(يهودو اونصاراؤ) باندی فرض کړئ شوې وه او دا د دی لپاره چی تاسی پرهيزګار اوسئ اودالله نه ويريږئ.

د۱۲ کالوڅخه دکم عمر کوچنيان، ناروغان،مسافر او هغه ښځينه چی هغوي مياشتنئ ناروغي ولري او يا هم خپل بچي ته شيدي ورکوي، دوي ته دروژی په نيولوکی پوره رعايت اواسانتيا حاصله ده. دروژی په سپيڅلی مياشت کی مسلمانان نه يوازی دخوراک او څښاک څخه منع شوي بلکه دوي دهرقسمه نيشی، جنسي اړيکو اوهرقسمه دروغو اوظلم څخه هم منع شويدي. پدی کی جائز اوناجائز دواړه شامل دي. د روژی په مبارکه مياشت کی پر فرضي عباداتو سربيره نفلي عبادات هم خورا اهميت لري.

داخو دروژی اسلامي اړخ شو، لیکن اوسنی سائنس روژه انساني ضرورت بولي او دانسان دصحت لپاره يي ډيره مؤثره ګڼي. په ماليزياکی دهوميو پيتک پوهنځي ډاکټرانو خورا زياتی څيړنی کړی او په پاي کی دی نتيجی ته رسيدلي دي چه روژه نه يواځی دانسان دهاضمی سستم او عصبی سستم ته ارام ورکوي بلکه روژه دانسان دميتابولیزم سستم هم خپل عادي حالت ته راولي. داوسني سائنسي تحقيق په رڼا کی دعامی ولګی اوروژی ترمنځ توپيردخورا زيات اهميت لرونکی دی. روژه صرف دولګی نوم ندی ځکه چی دولګی په صورت کښی خوراک دنوعيت او کيفيت دلحاظه محدود وي، لیکن په روژه کی دسحراوماښام په وخت کی دخوراک دنوعيت او کيفيت دلحاظه په روژه لرونکي هيڅ قسمه پابندي نه وي ددی وجی نه په روژه کی دروژه لرونکي لپاره دهيڅ قسمه جسماني کمزورئ خطر نه وي. عامه ولګه دمجبوريت په اساس وي ليکن روژه دخپلی خوښی کاروي. ځکه روژه نيول دکوم طبيب يا ډاکټرمشوره نه وي او نه هم روژه دکومی طبي نسخی برخه وي مګر روژه دانسان دذهن تابع وي. ولګه دمجبورئ له کبله وي او دانسان ذهن يي نشي زغملی ددی وجی نه په ولګه کی دانسان وزن کميږي ليکن دولګی دپابندئ دختميدو سره سم دانسان وزن په زياتيدو شي او با الاخره انسان دولګی اړتيا محسوسوي تر څو وزن يي کم شي.

روژه دوزن دزياتيدو دمخنيوي فطري طريقه ده چی پدي صورت کی انسان په خپله خوښه اضافي خوراک کموي، لدی کبله روژه دانسان لپاره دځان اداره کولو بهترين فرصت وي، دبيلګی په توګه هغه خلک چه دسيګرټ څخلو دنيشی ښکاروي يا هغه خلک چه وخت نا وخته ډيرډير خوراکونه کوي يا هرڅوساعتونو کی چاي يا کافي څښي، روژه پدی ډول عاداتو کی وروسته والی راولي او دروژی دمياشتی نه پرته په نورو مياشتو کی هم روژه نيولاي شي تر څوددی ډول عادتونو مخه ونيسي.

درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی: که چيری څوک تاسوته سختی اوسپوری خبری کوي نوتاسو ورته ووائي چه زما روژه ده. ددی لاری په روژه کی يو دبل سره د ذاتي خواشينئ کموالی راځي. همدا راز دروژی په مياشت کی په اسلامي هيوادونو کی دجرمونو دارتکاب اندازه کميږي. صرف همدومره نده، بلکه داوسني تحقيق په رڼاکی روژه ديو شمير ناروغيو تداوي هم ده. روژه دذهني نا ارامئ، فشار، ميرګي،د وزن زياتيدو او بی خوبئ دناروغيولپاره دمؤثری تداوئ حيثيت لري اوددی ترڅنګ انسان دنورو ناروغيو څخه هم خلاصی مومي. روژه نه يوازی دا چه دانسان دجسم دپاکوالي ذريعه ده بلکه دروژی له برکته انسان دروحانی او فکري لحاظه هم پياوړی کيږي. اوسنی سائنسي تحقيقات ښئ چه ذهن دانسان تصورات قابو کوي. په روژه کی دانسان دذهن حجرات دبيکاره مادو څخه محفوظ ساتل کيږي چه په نتيجه کی انسان خپلی سختئ اوتکاليف هيروي او دروحي طرفته متوجه کيږي چه ددی سره نه يواځی دا چی دانسان ذهن روښانه کيږي بلکه دانسان صلاحيتونه اواستعداد هم پياوړی کيږي.

دپورته معلوماتو په نظر کی نيولو سره روژی ته دعامی ولګی په نسبت فوقيت حا صل دی، همدا وجه ده چی په اروپا او امريکا کښی بعضی ډاکټران ناروغانوته دروژی نيولو امر کوي. راځئ چه تاسو د غير مسلمانانو ډاکټرانودنظرياتو څخه چی دروژی په اړه يي لري اوداچی هغوي تر کومه حده دروژی فايدو او فوقيت ته قايل دی خبرکړم: ۱- دروژی دنيولو له کبله ذهني پريشاني ختميږي، په انسان کی جذبه راولي اوانسان دبديواو ناوړه کارونو څخه منع کيږي . ډاکټرمايکل. ۲- دروژی له کبله دانسان ظاهري اوباطني غلظت لری کيږي او روژه په انسان کی جسماني اوروحي استفرار راولي.ډاکټر جوزف. ۳- روژه دروحي ناروغيو تداوي ده او روژه دانسان روح پاکوي. ډاکټر سيمويل الګزانډر.

۴– دروژی له کبله ډير شمير جسمي ناروغئ کميږي او په خاصه توګه بيا جسمي اوعصبي ناروغئ. ډاکټر ايم کلايو.
۵– روژه انسان دناروغیو او ګناهونو څخه ساتي، دانسان سوچ او فکردخرابيدو څخه ساتي. ډاکټر سي فرانډ.

۶- دجذباتي او مجردو انسانانو لپاره روژه ډيره مفيده ده، دروژی له کبله دانسا ن فکراوخيالات سميږي اودشيطان دوسوسو څخه په امن کی پاتی کيږي. ډاکټر برام جے هنري.

۷– روژه دروح غذاده. ډاکټر جيکب ۸- روژه زړه ته سکون او اطمينان وربخي، دروژی له کبله دانسان زغم او تحمل زياتيږي او روژه په انسان کی دسختئ تيرولو اوزغملو عادت پيداکوي. ډاکټر هنري ايډورډ.

۹- دولګی بهترين صورت هغه دی کوم چی مسلمانان يي دروژی په نوم يادوي، ډاکټران چه په کومه طريقه ولګه يا پرهيزتجويزوي هغه غلط دی. ډاکټر ايمرسن.
۱۰- دسکون او اطمينان لپاره روژه بهترينه وسيله ده. ډاکټر يمرټ.
۱۱- په هره اونئ کی روژه نيول دصحت لپاره خورا ګټه لري، دروژی په وسيله د انسان جسم دناروغيو څخه بچ پاتی کيږي. ډاکټر ايډورډ نکلسن.
۱۲- په هره مياشت کی يوه يا دوه روژی نيول انسان د ډيرو ناروغيو څخه ساتي او دصحت لپآره ډيره ګټه لري. ډاکټر ډي جيکب.

۱۳- کله کله روژه ډير ښه اثرات لري او دروژی پواسطه يو شمير ګټی تر لاسه کيداي شي، لیکن د روژی نيولو او خوړلو پر وخت د ډير خوراک څخه ډډه کول پکار دي. دکوم انسان چی دنفس او روح پاکوالي ته اړتيا ولري هغه دپاره مسلسلی روژی نيول پکاردي. زه پدی اړه خپلو مسيحي ورونو ته لار ښوونه کوم چی هفوی دی پدی برخه کی دمسلمانانو تقليد وکړي چی دمسلمانانو دروژی طريقه بهترينه طريقه ده.ډاکټر فرينکلن.

دپورته ذکرشوو معلوماتو څخه دا ثابتيږي چی دروژی له برکته انسان بی شميره ګټی لاسته راوړي او دانسان اخروي ذندګي ښه کيږي، پدی پاتی دنيا کی مونږ دروژی له برکته بی شميره فايدی حاصلولاي شو دکومو فايدو چی غير مسلمانان هم اعتراف کوي.

One thought on “روژه دغير مسلمانانو او عصري سائنسي تحقيقاتو له نظره”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلی ليکوال ته وروسته له احتراماتو غواړم ياده کړم، چې ستاسو ليکنه ښه د ليکبڼې سلسه لري، مګر د مبارکې روژې الهام په اړه به پيغام ولري، چې ځينو ټکو ته يې غواړم په لنډه توګه نغوته وکړم، چې زما شننه هم ستاسو له ليکنې سرچشمه اخلي
    د يو ماشوم، چې ۱۲ کاله عمر ولري، نو بدن يې د رشد په حالت کې وي، چې لوږه ورته ګټوره نه بلکې مضره تمامېدلی شي، ځکه په دغه عمر د ډاکټرانو له څېړنو سره سم د جسم هارموني او ميتوبوليک انډولتيا رامنځ ته کېږي، چې په ښځينه او نرينه کې تر ۱۵ حتی ۱۸ کلونو پورې د جنسي دومپوړېزه نښې، لکه برېت، د تخرګ ويښته، د پښو تر منځ د وېښتو رامنځ ته کېدل او ډېر نور چې موږ يې په سترګو نه وينو، وده يې ده، نو د جسم په نورو برخو کې د ودې پروسه روانه وي، چې بې ځايه لوږه کېدلی شي د يو انسان د جسم سمې ودې ته نقيصه ورپېښه کړي، چې بيا به ټول عمر له درمل سره مل شي.
    روژه په بالغ او تندرست انسان فرض ده، مګر ناروغان، ميندې، حامله دارې، ماشومان، شیخ الفاني او رواني ناروغانو باندې د روژې نيول حتمي نه دي او حتی ترې معاف دي، نو په ټولنه کې دغه فکتور ته بايد پام وشي او هغه افغانان چې په روغتياپالنه کې لکه ډاکټران څانګپوهنه نه لري، نو د يو انسان لپاره د روژې نيولو او يآ نه نيولو حکمونه نه ورکوي، ځکه که روژه له يوه اړخه ګټه لري، مګر ناروغ جسم ته نقص هم لري.
    روژه په افغانستان کې ۱۴ تر ۱۵ ساعتونو ده، مکر په اروپايي ملکونو کې تر ۲۰ ساعتونو پورې ده او په مصر، ايتوپيا او نورو افريقايي ملکونو کې د ورځې د هوا تودوښه تر ۴۵ درجو اوړي، چې د لمر وهلو د ناروغي تر څنګ د بدن د مايعاتو د کموالي سبب هم کېدلی شي، چې د بدن د حجراتو د وچوالي سبب کېدلی شي او ځينې د بدن غړي له کاره اچوي، چې پايله يې ډېره وخيمه ده.
    د شکر ناروغان، د بډوډو د ناروغانو، هغه ناروغان چې هاروموني ستونزې لري، د فشار ناروغانو او ډېرو نورو ته د روژې نيول يوه ستونزمنه پېښه ده، چې د د دغه غړيو د ناروغيو د پياوړتيا سبب ګرځي.
    له بده مرغه بايد ياده شي، چې د لوږې په لومړيو ورځو کې د بدن د نشايستې ډيپو خالي کېږي، چې اساسي زېرمه يې په ينه کې ده، مګر وروسته له څو ورځو د بدن په ميتابوليزم يا استقلاب کې د بدن د اړينې انرژې د پوره کولو لپاره د بدن د پروتينونو تجزيه تر سره کېږي، چې زياتره د عضلاتو په له منځه تللو تر سره کېږي، ځکه دا ټولو ته څرګنده ده، چې له شحمياتو او نشايسته د بدن پروتينونو ته اوښتل په ډېره سختي تر سره کېږي، ځکه په طبيعي شکل له خوړلشوې ډوډې پروتين د حجراتو او نسجونو په جوړولو مصرفېږي، مګر نشايسته باب لکه: شکر ډېر ژر په شحمياتو اوړي، چې له نورو شحمياتو سره د زړه چاپېر او د بدن په نورو برخو کې راټولېږي، مګر د دوامدارې لوږې په ترڅ کې د بدن د کتوبوليزم تعاملات پياوړې کېږي، چې په ټولېزه توګه د بدن په تاوان تمامېږي.
    روژه يوه مقدسه مياشت ده، چې هر مسلمان غواړي د دغه مبارکې مياشت په ترڅ کې رواني، جسمي او تغذيوي روژه ونيسي، چې الله به يې پاداش هر مسلمان ته ورکړي، مګر داسې سپارښت هم کېږي، چې يو انسان بايد کال دوولس مياشتې انساني کراماتو ته ارزښت ورکړي او لکه يو سپېڅلی انسان ژوند وکړي، خپل نفس او احساسات کنټرول کړې، ځکه دا ډول روژه هم دنيوي او هم اخروي ګټه لري. په خوراک کې بايد تل پام وشي، ځکه پورخوري يآ نسپړسي د جسمي او رواني ناروغيو يو لوی اړخ دی، چې د چاغښټ او له هغه سره اړوندو ناروغيو سبب کېږي، ځکه ويل کېږي: لږ وخوره تل وخوره! خو لوږه چې د جسم کتوبوليک شننه پياوړې کړي، نو هغه هم د جسم او د انسان رواني حالت ته ستره نقيصه ګڼل کېږي، چې په روغتياپالنه کې ورته انورېکسیا وايې، نو څانګپوهان دې په دې اړه موږ ته معلومات راکړي او اسلامي کارپوهان دې د ساينسي او روغتيايي څانګپوهانو ته غوږ کېږدي، خو پرته له دې به مو همدا حال وي، چې هر څوک له خپلې ګېډې خبرې راوباسي او وړو خولو سره به لويې خبرې کوي، مګر اصلي موضوع به راڅخه ورکه وي.
    په پای کې له ليکواله مننه او له لوستونکي د زغم په اړه بښنه غواړم!
    معه سلاموکم الاهلول علوم اًلفنون
    ملا ميوند آخوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *