فوټبال

تاند- د افغانستان د فوتبال د ځوانانو ټیم (تر۲۳ کلونو کشر) د فوټبال په اسیايي سیالیو کې نن خپله لومړۍ مسابقه پر بنګله دېش وبایلله.

په دې سیالۍ کې، چې به جنوبي کوریا کې روانې دي، افغان لوبغاړو نسبتاً ښه لوبه وکړه، د مسابقې لومړۍ نیمايي صفر په صفر پای ته ورسېده خو د دوهمې نیمايي په وروستیو کې بنګالي لوبغاړي وتوانېدل چې افغان لوبغاړو ته ګول ورکړي او خپله برلاسي د لوبې تر پایه وساتي.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغان فارورد امرالدین د ګول توپ مس کړ.

افغان لوبغاړو، سره له دې چې نسبتاً ښه انفرادي لوبه کوله خو په خپل منځ کې نظم نه درلود.

افغان ټیم له بنګله دېش، هانګ کانګ او ازبکستان سره په یوه ګروپ کې دی. د افغانستان بله مسابقه به له هانګ کانګ سره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *