تاند- ولسمشر حامد کرزي نن یو وار بیا د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره په ارګ کې ولیدل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې د ملي وحدت د حکومت په اړه د دواړو کاندیدانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګونو په اړه غور وشو.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې د ولسمشرۍ کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړه چې ژر به په خپل منځ کې پر کړیو موافقو د ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د نورو درنو شخصیتونو په وړاندې لاسلیک وکړي.

ښاغلي کرزي له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې جوړجاړي ته د رسېدو لپاره خپلې هلې ځلې تېزې کړي.

کرزي دوی ته وویل چې د پخوا په شان به له دواړو کاندیدانو سره همکاري وکړي څو ژر تر ژره موافقه ترلاسه شي.

د عبدالله عبدالله یوه ویاند ویلي چې د اجرايي ريیس د واک او اختیاراتو په برخه کې دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي دي.

د تاند د معلوماتو له مخې عبدالله کنلې چې د اجرايي چارو ريیس به د ولسمشر د اوامرو تابع وي خو لا هم د کابینې د مشرۍ پر سر اختلاف په ځای پاتې دی.

سید اقا فاضل سانچارکي ازادي راډیو ته نن وویل:«هغه خبرې چې تیره ورځ او نن یې دوام درلود له نیکمرغه د خبرو بهیرنسبتاً د منلو وړ و، په دې خبرو کې ځینې موافقې هم شوې، په ځانګړې توګه د اجراییوي پوست د صلاحیتونو په اړه دغه موضوع لږترلږه نهايي شوې ده؛ یو یا دوه اختلافي موارد شته چې په اړه یې بحثونه دوام لري.»

پرون دواړو کاندیدانو د اختلافاتو د دوام له کبله په خپل منځ کې ونه کتل. ښايي له کرزي سره د دواړو کاندیدانو د نننۍ کتنې یو اساسي علت دا وي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ رامنځته شوی کنګل بېرته مات شي.

له ښاغلي کرزي سره د دواړو کاندیدانو په ملاقات کې د ولسمشر دواړو مرستیالانو هم برخه لرله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *