ماښام اذان ته به څو دقیقې پاتې وې. سودا پسې بازار ته ووتلم. وخت تنګ و. تادي مې وه. یو نسبتاً پوخ سړی مې مخې ته راغی، نه مې پېژانده. له ورایه یې غېږ راته پرانیسته:
– اووووو منل صیب په خیرونو. ولاجې ټولې مرکې دې ګورم. افتخار درباندې کوو….
ښه اوږد روغبړ یې راسره وکړ. له یوې خوا مې وخت ته کتل، له بل لوري مې د دغه ناپېژندلي وطنوال مینې ته کتل چې زما په تشو خبرو یې دومره زړه ښه و. چې خدای پاماني مې ورسره کوله، ویې ویل:
– یو پنځوسی به در سره نه و؟، زما په کار دی!
پنځوسی مې ورکړ خو نه پوهېدم چې خیرات یې وبولم او که د ستاینې بدله.
منلی صاحب بس داسی فکر وکړه چی خیرات به د ورکړی وی خو زه پوه نشوم چی تاسی د ماښام لمانځه ته وخت پیدا کړو او کنه که خدای بښلی یاستی.