وردک ولایت

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګدون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې دغه عملیات د ګډو افغان ځواکونو له لورې د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین،قلعه سنګي،تیتمور او بادام سیمو کې ترسره شوي.

د دغه عملیاتو پر مهال د مصطفی او ملا ذبیح الله په نومونو د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو د وژل کیدو ترڅنګ د دوی ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.

په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

عطااالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *