نن د ولایتي شورا اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تر پرانستلو وروسته رسماً ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

په یادو مراسمو کې د والي الحاج امان الله تیموري په ګډؤن د ولایتي شورا رئیس امان الله هوتکې، د استناف څارونالۍ رئیس فضل سلطان صافۍ ، د استناف محمکي رئیس مولوي محمد جان او یو شمیر نورو ادارو رئیسانو برخه اخیستي وه.

پدغه غونډه کې والي وویل چې د ولایتي شورا پر دوه پوړیزي ودانۍ ۲۸۱۶۴۹۰۶ افغانۍ لګښت راغلۍ چې بودیجه ئي د دولت لخوا ورکول شوي او د یو کال په موده کې د ارکوزیا رغنیز شرکت له لوري په یو جریب ځمکه کې په پاخه او عصري ډول رغول شوي، یاده ودانۍ د نورو اسانتیاؤ ترڅنګ دوه د غونډو لوي سالونونه او ۱۲ اداري خوني لري چې پکې د ولایتي شورا د غړو، مامورینو او ټولو مراجعینو لپاره پوره اسانتیاؤي برابري شوي کوم چې په ورځنیو چارو کې مثبته اغیزه لرلۍ شي.

دوست محمد نایاب
د والي ویاند

۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *