تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي نن وویل چې د روان لمریز کال له پیله تراوسه پوري ۱۳۶۸ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
دا وودزي دا خبره د مشرانو جرګې غړیو ته وکړه.
مشرانو جرګې د کورنیو او دفاع وزیران او د ملي امنیت د ریاست استازي د پوښتنو لپاره ورغوښتي ول.
د کورنیو چارو وزیر وویل:«په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۸ ملي او سیمه ییز پولیس شهیدان شوي او ۲۳۷۰ نور د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.»
داوودزي دا هم وویل چې په یاده موده کې لږترلږه ۵۵۰۳ سخت دریځي وژل شوي او ۲۳۷۰ نور ټپیان شوي دي.
ده وویل چې د جګړې له میدانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سره افغان ملي امنیتي ځواکونو د طالبانو اکثره لویې حملې شنډې کړي دي.
د کورنیو چارو وزیر په وینا تېر کال په افغانستان کې شاوخوا یولکو ۴۵ زره بهرني پوځیان مېشت ول خو اوس د هغو شمېر ۳۳ زره دی.
افغان چارواکي تل شکایت کوي چې ملي امنیتي ځواکونه په هغسي وسایلو نه دي سمبال چې نړیوال پوځیان دي. دوی وايي چې تقریباً هماغه وسلې لري چې د دولت وسله وال مخالفان یې هم لري.
د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو د لا پیاوړتیا لپاره د وسلو او وسایلو مرسته وکړي.