تاند- د عراق په شمال کې کورد (کرد) پېشمرګانو په موصل ښار کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد له دوو خواوو پراخ عملیات پیل کړل.

کوردان غواړي چې د اسلامي دولت وسله وال له موصل څخه وباسي.

راپورونه وايي چې کوردان له ختیځ او شمال لوېدیځ څخه د موصل په لور پر مخ روان دي.

په وروستیو کې له څو ماتو وروسته د اسلامي دولت د وسله والو جنګي روحیه یو څه کمزورې شوې ده. د دوی روحیه په تېره بیا وروسته له دې کمزورې شوه چې موصل بند یې له لاسه ورکړ.

د کورد ځواکونو له تصفیوي عملیاتو سره په یو وخت امریکا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد هوايی حملې پیل کړي دي.

د امریکا بې پېلوټه او څارګرې الوتکې هم په عملیاتو کې ونډه لري.

امریکا د دوشنبې په ورځ بغداد ته نژدې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مهمې مورچې بمباري کړې. له دغو مورچو دې ډلې د عراق پلازمېنه ویشتلی شوه.

په عین وخت کې د اسلامي دولت د وسله والې دلې له زور اخیستو سره د عراق په مرکز بغداد کې د پخوا په شان مرګونې چاودنې نه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *