تاند- نامعلومو وسله والو نن په بلخ ولایت کې یوه ژورنالیسته پلوشه توخې میرانزۍ ووژله.
ویل کېږي چې اغلې توخې د شمال بیان شبکې ته کار کاوه.
د راپورونو له مخې دا خبریاله په مزارشریف کې په خپل کور کې د نامعلومو وسله والو له لوري په چاړو وهل شوې ده.
تراوسه د دې د وژلو علت یا انګېزه نه ده څرګنده او امنیتي چارواکو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي خو ویلي یې دي چې تحقیقات یې پیل کړي دي.
د پلوشې توخې میرانزۍ د شمال بیان په شبکه کې د شناندې په توګه کار کاوه.
د افغانستان د ژورنالیستانو د مرکز له کالني راپور سره سم په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې د ژورنالیستانو پرخلاف د تشدد ۸۴ قضیې ثبت شوي دي.