۱۰
«تل آزاد او هوسا اوسه، داسې مهال به ته د خدای تعالی د غوښتنې وسیله شې او له دې کار سره به نوي ارزښتونه ومومې»
هارولد کلمپ
په قصاب مکتب بدله شوې آزادي او خپلواکي
دا ولې؟ ولې آزادي- ښه ده ووایم خپلواکي- دلته وینې څښي؟ ولې خپلواکي راته د وینو دوزخ شوې؟
ځکه چې موږ ته آزادي د بل آزادول دي، او د بل آزادول راته د هغه د فکر، ژوند او باور ور بدلول دي؛ د ځان په څېر د هغه کول دي!
زه د آزادۍ لرغونی غازي عسکر یم او د خپلواکۍ شهید به کېږم؛ پلرو همداسې وصېت کړی!
ماته آزادي په وینو سره ننداره ښکاري.
زه آزادي د پلرونو او زړو او تللو نسلونو په حافظو کې تعریف شوی مفهوم ګڼم
او داسې آزادي راته د خپل قوم، ژبې، عقېدې، عادت او عنعنې د تللو نسلونو راته پرې ایښی مقدس میراث دی، او زه به ددغه میراث زیارت ته د خپلو وینو په تېلو ډیوې بلې ساتم؛ ترڅو سور د اسرافیل دنیا لوټه لوټه کړي!
آزادي او خپلواکي هغه وینې خوره توره دوزخي شیشکه ده، چې ددې جنګیالۍ جغرافیې د هر نسل له منځه یې شاوخوا میلیون سرونه خوړلي، زموږ سرونو باندې شخوند وهي، او را روانو نسلونو ته هم جینګې داړې ولاړ ده.
زه لیکوال، مورخ، ادیب او عالم! خپل مسلکي ژوند ددغې آزادۍ- خپلواکۍ د ذهن جوړ کړو مفاهیمو د اصالت او شرافت ثابتولو او بیا ددغو مفاهیمو توضیح، تشریح، تفسیر او ور پورې د نویو ذهني ضمایمو تړلو او لغوي قاموسونو تدوینولو ته وقف کوم.
زه د زړو خوراک نوي زما د نفسي ذهن خوراک
زه په خپل خط او کتابت او حتا شعر او نظم او حماسه سرایۍ او ویرنۍ سره، د ازادۍ او خپلواکۍ دود او دستور پاتې شوي مفاهیم له خپلو ذهني زیاتونو سره را روان نوي او تازه نسل ته د مقدس میراث په دریځ پرېږدم.
هغسې چې زما روزل شوي ذهن ته روا او خدایي برېښي، د قلم او قسم، بیان او د مخ، سترګو، اداګانو په راز راز ژبو سره، د آزادۍ او خپلواکۍ درس ورکوم او سپین زړي نوي ځوانان ددغې آزادۍ او خپلواکۍ لپاره، د ژوند تر پایه جګړې لپاره قسمي کوم.
ښکاري چې موږ آزادي او خپلواکي په یوه قصاب مکتب بدله کړې.
موږ د بل بدلولو – اصلاح کولو- تاریخ وهلي سپاهیان یاستو؟
د ارواښاد سید شمس الدین مجروج د ټول څېړنیز ژوند موندنه داوه چې: «د افغانستان سنتي ټولنې آزادي د هغې په مشخصه معنا نه پېژندله. زموږ خلکو له آزادۍ سره د استقلال او د پردیو له سلطې څخه د خلاصون په معنا مینه لرله… خو د دیني، اجتماعي او سنتپالنې د قیوداتو سخت پابند ول، او آزادي یې د هغې په اوسنۍ معنا، د خپل ژوند په ټولو برخو کې نه خوښوله.» زما سرګذشت کتاب ۱۸۴ مخ.
خپلواک خو غیر مسوول ولس
لږ تر لږه دېرش کاله کېږي، چې موږ افغانانو دې اخلاقو ته مخه کړې، چې په خپلو فکرونو، لاسونو، فعالیتونو او خوځښتو رامنځته کړي تحولات، د بل غاړې ته ور اچوو. فکر کوم وخت یې راغلی چې خپل مسوولیت په خپله غاړه واخلو. که د ځان پر وړاندې صادق شو، نو ښایي ومومو، چې د خپلو ماتو او بریو کښت مو خپله کړی.
وګورو، چې داسې سوزېدلی، کړېدلی، رټل شوی او په وینه توېولو مشهور شوی ولس ځان د څه شي لایق ګڼي؟
که خدای غوښتي وه، یوه بل ګام پاتې دی.