په میدان وردګو ولایت کې تېره شپه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د ترافیکې پېښې او په جغتو ولسوالۍ کې پر یوه کور د توغندي د لګیدو له امله دوه موټر چلوونکې او یوه ۱۹ کلنه انجلۍ شهیدان شوي او څلور ماشومان ټپیان شوي دي .

د جغتو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اسدالله په نوم د یوه تن پر کور د وسله والو طالبانو لخوا د توغول شوی توغندي د لګیدو له امله د نوموړی یوه نولس کلنه لور شهیده شوې .

همدا راز د یاد توغندي د لګیدو له امله د اسدالله درې نورې لورګانې چې عمرونه یې ۹،۷ او ۵ کاله دي او یو زوی،چې عمر یې یو نیم کال دی ټپیان شوي،چې د درملنې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوي دي .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یوه ټلیفونې اړېکې په ترڅ کې د کورنۍ له مشر اسدالله نومې سره خبرې وکړې او په رامنځته شوې پېښه یې خواشیني څرګنده کړه .

هغه د خبرو پر مهال د هغه شهیدې لور ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا د غوښتو ترڅنګ دوی ته صبر جمیل وغوښتو او نوموړی ته یې لارښوونه وکړه.

د یو بل خبر له مخې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د نرخ ولسوالۍ اړوند د اندړو پول په سیمه کې د دوو ټیلر موټرو د جنګیدو له امله د دواړو موټرونو چلوونکې شهیدان شوي دي.

ترافیک د یادې پېښې رامنځته کیدل د دواړو موټر چلوونکو بې احتیاطې په ګوته کړې .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *