تیر مازیګر ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شمکټ درې د چاناک کلي او وزبین تر منځ په غرنۍ سیمه کې د مخالفو وسلوالو پر یوې ډلې چې د ایساف ځواکونو تر څارنې لاندې وه، د یادو ځواکونو له لوري هوايي برید شوې چې د مشهور قوماندان لعل محمد په ګډون په کې اته کسه وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې پرته له قوماندان لعل محمد څخه چې اصلا د چاناک اوسیدونکی دی، پاتې اووه کسان ټول د سروبي ولسوالۍ اړوند د وزبین د سیمې اوسیدونکي دي.
د یادولو ده چې قوماندان لعل محمد سربیره پر شمکټ درې په سایګل، بادپښ، وزبین او نورو ډېرو سیمو کې په ورانکارو او تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.