طبعي ده چې ښکلا فطري غوښتنه ده ؛خو ځنې وخت مو ذهن کې دا پوښتنه راولاړیږي چې څرنګه یو کس د دې قضاوت کوي چې داشی ښکلی دی؟
هغه کس چې ښکلا پېژني کومه خواري یې کړې که نه؟ هوښیاران وایي: (بې زحمته راحت نشته) هېڅ موجود لوبالي نه دی خلق شوی، بلکې د خپل ژوند دترېدو دپاره هغه قانون مني، چې دمکافاتو د اخېستو او د مجازاتو نه په ډډې سره د خپل ژوند مرام برابرکړي ،که د اتوپیر نه وي ؛نو نړۍ به دظلم تنور ګرځېدلې وی همدغه شان داد بدرنګۍ تاثیرات دي چې په خلکوباندې د ښکلا مفهوم پېژ ندلی ،بل اړخ موبیا ډاډه کوي ، هغه دا چې په انسان کې تل د ښکلا احساس ساه اخلي، ځکه که چیرې دا نه وای نو بیا ولې موږ وایو چې دا شی ښکلی دی دبېلګې په ډول که د کاروان صیب دې بیت ته متوجه شو :
مرغان دې راشې زموږ لپو کې ځالې وکړي ــــ غر مو نښتر نه لري کلی مو چنارنه لري
په پورتني بیت کې په لپه کې د ځالې جوړل د لویانو سربیره ماشومانو ته هم خوند ورکوي ، که څه هم هغه په عاطفې شکل د وطن ورانیدا نشي درک کولای بلکې د جمالیاتي احساس زور دی چې په ماشوم یې هم دغه ښکلا پیژندلې ده .
تآثرد هنرنه راټوکېدلی د بدرنګۍ اوښکلا په جاموکې ځان پټوي مثلا: که یوماشوم د بام نه راولوږي زر بېرته په خپلو پښوودریږي اوبل پنځه کلن ماشوم ډېر په خواږه غږ په یادو دقرآن کریم تلاوت کوي که پورته پېښو ته غور وکړو په دواړوحالاتوکې په انسان باندې د تاثرد چینې نه اوبه څښل کیږي، که څه هم اوله پېښه دردونکې اوپه دویمه کې مینه او عاطفه نغښتې ده ، چې د دغه درد او عاطفې د کیفیت درک ته هنر وایي.
باومګارټن د ښکلاپېژندنې بنسټ کېښود،داچې تردې دمه د ښکلا دپاره کوم ټاکلی تعریف نه دی موندل شوی داپخپله ښکلاده ځکه دښکلي شي زیات صفتونه کیږي هر کس په دې لټه کې دی چې ښکلی تعریف دښکلا دپاره وپلټي یعني دا ګډوډي ښکلارامنځ ته کړې ده، بیا هم ښکلاهغه بوږنونکې لېدنه ده چې احساسات پاروي عواطف راویښوي اوخپل تګ لوری ټاکي چې پېژندنه یې طولاني وخت ته اړتیا لري که څوک له ماپوښتنه وکړي په څومره عمر خوښ یې ؟ ډیر زربه رانه وویل شي،چې په هغه ژوند بسنه کوم چې یو ګل په زور اوزېر وګورم اوخپل مرام په کې ولټوم .
د دې خبرې یادول ضروري دي ، چې ښکلا موضوعي ده که معرضي په دې اړه حنیف خلیل په خپل کتاب د ښکلا هېنداره کې لیکي : موضوعي ښکلا هغه ښکلا ده ،چې د حس کېدونکي په حس کې موجوده وي او معرضي ښکلا هغه ده چې په څېزونو کې موجوده ده لنډه داچې په دواړو بعدونو پورې ځان تړي .روهي صیب لیکلي((یوشمیر ښکلا پېژندونکي ښکلا عیني نه ګڼي اوهغه دانسان روحاني تجلی ځنې یې عیني بولي ،چې زموږحواس او عواطف ورسره
…