د غني خان د دیوان ډېر اشعار د طنز په شکل ویل شوي دي، یعنې منځپانګه او محتوا یې ټوقې دي. د معاصرې دورې په شاعرانو کې غني خان ډېر ښه منظوم طنز لیکونکی دی.
طنز د غني خان د شاعرۍ یو ډېر په زړه پورې خصوصیت دی او طنز د غني د شاعرۍ اساسي ټکی دی.
د غني د شاعرۍ ټوله اډانه په طنز او مزاح ولاړه ده، خو دده دا مزاح هم د مطلب نه خالي نه وي، بلکې په دې کې يې هم د ډېر مطلب خبرې په خندا خندا کې ځای کړي دي.
طنز د رمز او کنایې په بڼه اجتماعي انتقاد دی، البته د هنري اړخونو او د ښکلا پوهنې د معیارونو په پام کې ساتلو سره. طنز لیکونکی، لوستونکی تفکر ته اړ باسي او مهمو او ژورو مسایلو ته یې لارښوونه کوي، طنز لیکونکی د خپل وخت مصور دی.
د غني په شاعرۍ کې هم که طنز په لومړي نظر خندوونکی ښکاره شي، نو په عمق کې یې قهر او غصه پټه ده، دا ځکه چې غني په طنز کې د وخت عمده اجتماعي او حتا سیاسي مسایلو ته د انتقاد په ژبه اشارې کړي دي، په حقیقت کې د غني د شاعرۍ انتقادي اړخ، همدغه د طنز په شعرونو کې تر ډېره حده پورې زیات ځلیدونکی دی.
د غني طنز د هغه د انتقادي شاعرۍ مرکزي برخه جوړوي، د هغه په شعرونو کې ددغه ډول طنزونو نمونې ډېرې زیاتې دي، لکه:
مــچ د زمري سترګې شــــــــکوي ماشـــــــــــی د اوښ وینه
مړلـــــسو ګیـــــدړو، ببرشــــــــــــــــــیر په بونډۍ چرګه کړ
سپــــور شــــــغال په پړانګ دی د غرڅو وښکار له ځینه
پریـــوځـــي چـــــــواړي ته خان ګانـــــــه په رتۍ زرو کړي
ښــــکلي ســـــــــــتا د ګوتو جــــــوړه ځوانه نازنــــــــــــــینه
ناسته ده د ډم د لنـــــــــــدن لور په سرو وریښـــــــمو کې
لور د لوی شـــــــــــیرشاه، لور یې په لاس دی لو له ځینه
مســـت مغرور سر د پښتون ټیټ سترګې یې ښکته دي
شرم داسې شرم چې شرمـــــــونه شرموینه
غني خان په طنزیه اشعارو کې د یو مبلغ په شکل مخې ته راځي، په اوولسمې پېړۍ کې د غرب شاعر (ډرایډن) په طنزیه اشعارو کې وعظ او نصیحت څرګنده مثالونه پیدا کېږي، چې غني له (ډرایډن) نه کم نه دی.