د پترولي ایشټوپ سوری بند شوی و. مور مې زه مرستې ته وروبللم. چې پلار به مې په کور کې نه و د تخنیکي چارو «ووقي توب» ما کاوه. ستن مې راواخیستله، سوری مې خلاص کړ. ایشتوپ مې پمپ کړ چې تېل راوکاږي خو تر څو مې چې تیلی واهه تېل د ایشټوپ پر بدنه توی شوي وو. له تیلي سره سم یې پړک وهل، لمبې یې پورته شوې.
څه وارخطایي، څه وېره او څه زما ناپوهي، تر څو مې چې زړه سترنجۍ پیداکوله او بیا مې د ایشټوپ لمبې په کې خپه کولې یوه ښه شېبه تېره شوه. مور مې په غېږ کې ونیولم، ښکل یې کړم او شکر یې وایست چې له خطرناکې چاودنې بچ شو.
چې سوړ شوی ایشټوپ مو له سطرنجۍ راووېست پښې یې درېواړه په دریو لوریو ولاړې.
د اور لګېدنې او چاودنې وېره پر خپل ځای، اوس د پلار د قهر وېرې ټول وچ کړی وو. ایشټوپ مې مسګر ته یوړ چې ژر یې پښې لېم کړي. پرېکړه مو وکړه چې تر څو چې پلار په خپله نه وي پوه شوی حال به ورته نه وایو.
مازدیګر چې پلار راغی، ټول ترې راتاو شو. هسې نه چې کومه ګډوډي یې ایشټوپ ته پام کړي. ورور مې، پتمین، هغه مهال درې کلن و. د پلار په غېږ کې کښېناست:
– پلاره، لالا مې ایشټوپ نه دی سوی!
پلار مې له خندا شین شو. نور یې نو د غوسې توان نه درلود.