د افغانستان شاوخوا سل تنه لوبغاړي په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره نن له کابل څخه جنوبي کوریا ته روانېږي.
د افغانستان د بېلابېلو سپورټي لوبو ټیمونه د جنوبي کوریا د اسیايي المپیک په اوولسم پړلو کې برخه اخلي.
د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په وینا افغانستان په دوولس سپورتي څانګو کې څه باندې ۱۰۰ تنه لوبغاړي جنوبي کوریا ته لېږي.
تمه ده چې افغان لوبغاړي به په دې مسابقو کې په ښو لوبو د هیواد بیرغ ورپوي.
د افغانستان د کرکټ الف ټیم او دغه راز د فوټبال ملي ټیم مخکې لا جنوبي کوریا ته رسېدلي دي.
نن د سوکلوبې (بوکس)، تکواندو، جودو، ووشو او نورو سپورتونو لوبغاړي جنوبي کوریا ته روانېږي.