تاند- سره له دې چې داسي شکونه مخ په زیاتېدو دي چې ممکن ولسمشر کرزی به غواړي چې انتخاباتي جنجال دوام وکړي او د ده په مشرۍ موقت حکومت ته لاره اواره شي، د کویت خبري اژانس نن راپور ورکړ چې ښاغلی کرزی هڅه کوي د انتخاباتو د بهیر په لاره کې د خنډونو د پای ته رسولو لپاره د امریکا مرسته ترلاسه کړي.
حامد کرزي د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل چې د انتخاباتو په اثر له رامنځته شوي په ټپه ولاړ سیاسي حالت څخه د افغانستان په ایستلو کې مرسته وکړي.
پرون ارګ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي دانيل فيلډمن او په کابل کې د امريکا له سفير جېمز کنينګم له ولسمشر کرزي سره د انتخاباتو د بهیر د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي کرزي وويل، له دې کبله چې د امريکا متحدو ايالتونو له پيله د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پروسه کې فعاله ونډه لرله، پکار ده چې د افغانستان په خير د دې بهير په برياليتوب کې جدي هڅه وکړي.
د افغانستان ولسمشر وويل چې د انتخاباتو بهير تر اندازې زيات اوږد شوي او د افغانستان خلک يې اندېښمن کړي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي او د امريکا سفير د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پروسه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
کرزي په دې کتنه کې د امریکا خاص استازي او سفیر ته وویل چې نړیواله ټولنه باید د خپلو پټو پالیسیو لپاره له افغانستانه د جګړې میدان جوړ نه کړي.
ده وویل، امریکا باید د افغانستان د انتخاباتو د روانې لانجې په حل کولو کې خپل رول ولوبوي.
حامد کرزي وویل چې امریکا کلیدي رول لري او دی ورڅخه د افغانستان د موجود ولاړ حالت په پای ته رسولو کې د مثبت رول غوښتونکی دی.
په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې که کاندیدان په خپل منځ کې موافقه وکړي یا ونه کړي دوی به ژر د انتخاباتو نهايي نتیجه اعلان کړي.
ټاکل شوې ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون نن په خپله وروستۍ علني غونډه کې له خپل لوري د باطل شویو او منل شویو رایو په اړه پایلې اعلان او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یې ولېږي.
هرهغه خوک چه دملي مسآيلو دحل دپاره دباندني قوتو ځخه مرسته غواړی اويادا چا باندیني اشخاص دشخړي دحل کولو دپاره باندنيو ته دعوت ورکړي او دي ملې پروسيژر ته ئ داخل کړي وي او اوس هم دهغو دمداخلو دلاري دحل دپاره مرسته غواړي ،اشخاص ملې خاينان ،او دپروسي حل دبيګانه ګانو په بازو ملي خيانت دي او هر هغه خوک چه داسي فيصلی مني او عملي کوی دوی هم ملي خاينين دی . زمونږ دپاره هغه فيصلی دمنلو وړ دی چه افغانان خپل مېنځي اختلا فات په خپله بين الا فغاني ختم کړي نه دبېګانګانو دمټ اوبازو په زور او قوت سره.
اي دبيګانګانو ژېره خورو همدوره مو بس دي نور افغان اولس پريژدۍچه خپل سرنوشت په خپله وټاکی اوددي کړاووڅخه لږ څه ساه په ارامه وباسي .
اولين ږغ مي په عبدالله دی چه دا ددي پروسي محرک او لوي عامل او ملي خاين دی دده په خيانت چه هر څوک سترګي پټوي هغو هم دملي خاينانو په صف کي راځي.
دحساب اوکتاب دورځی او دملي خاينانو دمحاکمي په انتظآر.