آغامحمد قریشي

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر سر لانجېاو په اړه یې خبرې دومره شاربل شوې چې هم یې لیکوال زړه شینې کړي او هم لوستونکي. جوته ده چې ټولې لانجې د واک پر سر دي، نه پکې د افغان ولس ننګه او اختیار او نه هم د قانون تطبیق متمرکز هدف دی. د ولسمشرۍ ټاکنو ته دوه نوماندان چې اوس یې د روانو بحرانونو په اړه لیکنو او رسنیو کې نومونه نفرتې کلیشې کرځېدلي، د وزارتونو او خپلواکو ادارو پر سر ویش او د وزیرانو شورا د رئیس پر صلاحیتونو هوکړې ته نه رسي. بل لور بایلونکی نوماند غواړي د ټاکنو پایلې مساوي او یا هم په لږ توپیر اعلان شي. یو ورته قانون مخي ته کوي، او بل ورته په ټاکنو کې د درغلیو خبره وړاندي کوي، یو هم ځان ګرم نه ګڼي، په داسي حال کې چې په افغانستان کې روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحرانونو او زیانونو اصلي ایجادونکي همدا دوه نوماندان او ولسمشر کرزی دي، – چې پټه خوله په ارګ کې ناست دی، او د یو فرصت ور لټوي.

په تېره اونۍ کې داسي خبرونه خپاره شول چې ولسمشر کرزي لپاره ګل خانې ماڼۍ په حریم کې د استوګڼي یوه ځانګړې او ښکلې ودانۍ جوړه شوې، او ویل کېږي چې ولسمشر کرزي په دې ودانۍ کې له اوسېدو ډډه کړې او هغه یې میلمستون ته ځانګړې کړه. دا په دې معنی نه ده چې ولسمشر کرزي ته په ښې ودانۍ کې استوګنه خوند نه ورکوي، او یا نه غواړي ماشومان یې ارام ژوند وکړي. خبره بیرته له امریکا سره د امنیتې تړون اړوند لویې مشورتې جرګې ته ورګرځې، په دې جرګه کې د افغانانو له هر ولایت څخه پکې د نارینوو ترڅنګ ښځينه استازي هم موجود وو، ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکه ډه ډه وکړه، او د جرګې له دریځه یې پر افغان ولس او د جرګې پر استازو ږغ وکړ چې هغه پرېږدي سیاست وکړي، تر ننه ولسمشر کرزی د ولسمشرۍ ټاکنو دواړو نوماندانو ترمنځ د روانو لانجو په اړه په بشپړه توګه خاموش پاته شوی، یواځې دومره چې کله نا کله رسنیو ته په ټوکو کې ووایې چې د دواړو نوماندانو د ګډ حکومت په ترڅ کې به له پاکستان سره د کُڼړ د توغندیو روانه ستونزه حل شي. اوس خبره دا ده چې ولسمشر کرزی ځکه له ارګه بهر ژوند کول غواړي چې لاس یې سیاسې هڅو ته ور خوشي وي او په لویه جرګه کې چې یې کومه غوښتنه کړې وه چې ګڼي سیاست به وکړي همدا سیاست کول غواړي.

داسي برېښې چې ولسمشر کرزي له اوسه سیاسي هڅې پیل کړي، او په ولس کې چې څومره دخیل دی نور هم هڅه کوي له ولس سره نږدې شي، د ولسمشر له تېرو څو کلونو له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا سره پر ډېرو موضوعاتو چې د بیلګي په توګه یې د ولسي وګړو پر کورنو باندي هوایې بمباري او شپېنې عملیات یادولای شو، ستونزې ولاړې شوي. د ولسمشر کرزي له بوش سره ملګرتیا وه، نو ځکه یې د بوش له ادارې سره اړیکې جوړې وې. په ۲۰۰۱ز کال ولسمشر امریکا ته هغه وخت نور هم نږدې شو، چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې یې ورته خپل نفوذ وښود، له یوه موټر سیکل او د ګوتو په شمار ملګرو سره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال روزګان ته ننوتل د کرزي د ځاني او سیاسي ژوند د تاریخ په کرښو کې دهغه زړه ورتوب او په ولس کې دهغه د نفوذ څرګندونه کوله. خو له امری��ا سره یې اړیکې هغه مهال نورې هم خړې پړې شوې چې په ۲۰۰۹ز کال اوباما واک ته ورسېد، اوباما له ولسمشر کرزي سره خصوصي اړیکې نه لرلې، او نه یې هم کرزی خوښ و.

پخوا به زورواکي ارګ ته په ټانکونو کې ننوتل، اوس د سیاسي هڅو او ټاکنو له لارې ارګ ته ننوځي، په ولسواکو نظامونو کې خلک او دهغوی اراده ډېره د پام وړ ده، خو په دې کې هم شک نشته چې د مشروع سیاست کول هم د ولسواکۍ څخه بهر خبره نه ده. د ولسمشر کرزي له هڅو او فعالیتونو ښکاري چې هغه یو ځل بیا غواړي له مشروع او قانوني لارې ځان واک ته تیار کړي. هغه به د پوتین لوبه تکرار کړي. ددې کار لپاره هغه دوه انتخابه لري، او په یو وخت کې یې پر دواړو کار پیل کړی، لومړی دا چې هغه د ولسمشرۍ ټاکنو ته د دواړو نوماندانو ترمنځ په لانجو کې کوم اغیزمن رول نه دی لوبولی، او نه یې هم لوبوي،  په دې کې د ولسمشر کرزي د سیاسي دریځ لپاره دوه ګټي دي، یو دا چې افغان ولس او نړیوالو ته وښيې چې دیارلس کاله یې دومره لانجمنه دنده ترسره کړې چې پر واک یې دوه سیاستوال نه نړیوال پخلا کولای شي او نه هم په هیواد کې دننه سیاستوال، قومي مشران، مدنې فعالان، او دینې متنفذین. دوهم دا چې د دواړو نوماندانو د نه جوړېدو په پایله کې به نړیواله ټولنه مجبورېږي، چې موقته اداره رامنځ ته کړي او دریم کس د موقتې ادارې د رئیس په توګه وګماري. د څه وخت وروسته د لویې جرګې د فرصت په ترځ کې او یا هم د ټاکنو له لارې ولسمشر ته لار هواره کړي چې په دې چاره کې به ولسمشر کرزی هم بې دریځه پاته نشي، په څرګنده به بیا یو ځل هڅه وکړي چې له قانون سره سم یو ځل بیا ارګ ته د ولسمشر په توګه ننوځي.

بل لور افغان ولسمشر کرزی هڅه کوي په یوه قوي او قومي اپوزیسیون کې پاته شي، هغه به هم په نړیوالو موضوعاتو او هم په ملي موضوعاتو کې ځانګړی دريځ ورلري، ځکه هغه په تېرو دیارلس کلونو کې دومره تجربه اخیستې چې اپوزیسیون وچلوي. له روسیې، چین، هند او د نړۍ له اکثریتو هیوادونو په ځانګړې توګه اروپایې هیوادونو سره یې اړیکې جوړي دي. که امریکا ورته لاس نه ورکوی، بدیل یې هم په اسانۍ موندلی شي، او هم به یې له وړاندي پرې فکر کړی وي. کرزی به د اپوزیسیون په موقف کې له ولس سره راشه درشه نوره هم زیاته کړي، چې بلاخره به په ۲۰۲۰ ز کال کې یو ځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ته ور وړاندي کېږي، او ولس به د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله لانجمن حکومت او خپل منځي ستونزو دومره زړه شینی کړي وي، چې ولسمشر کرزي ته بیله کوم دلیله رایې ورکړي.

که چیري اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله یوې پایلې ته هم ورسي، شونې ده چې د حکومت د چلولو پر مهال به هم دواړه رهبران له لویو خپل منځي ستونزو او اختلافاتو سره لاس او ګریوان شي. یو لوری به ورته د ولس ملاتړ او وړي رایې مخي ته کوي، بل لور به ورته خپل حزب، ملګري او زور مخي ته کوي، دا نو بیا هغه خبره شوه چې یو بام دوې هواوې، او یا د اشرف غني احمدزي په خبره دوه سره حکومت وي. په داسي حالاتو کې به وسلوال اپوزیسیون په ارګ کې دننه د ولسمشر ترڅنګه موجود وي، او د خپلو ګټو ننګه به پرې کوي، نه به یې څوک د فرانسې له پټو مجلسونو راوګرځوي او نه به یې هم څوک له واکه په څنګ کړای شي، له یو لوري به په حکومت کې مزې کوي، بل لور ته به وسلوال اپوزیسیون د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه کاروي-دا به هم د ولسمشر او هم د نظام مشروعیت تر سوال لاندي راولي. بل لور ته به قومي اپوزیسیون د کرزي په لاس کې کوي، یو هیواد به دوه مشران لري چې نه به پر نړیوالو موضوعاتو صلاح کېدلای شي، او نه هم پر ملي هغو. له دوو اپوزیسیونونو سره به ستونزمنه وي چې راتلونکی ولسمشر او اداره یې د ولس په غوښتنه کار وکړای شي. هغه د اولنو خبره دا وړۍ به شړۍ نه شي. افغان ولس باید ويښ شي، او له خپلو حقوقو څخه د ولسواکۍ او قانون په چوکاټ کې ننګه وکړي. نړیواله ټولنه باید د افغان ولس ملګرتیا وکړي، ځکه اساسي هدف ولس دی نه افراد او د ګوتو په شمار جنګسالاران او ناوړه سیاستوال باید په څنګ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *