پرېکړې ته منتظر و. سترگې به يې ورغلې بيرته به وېښ شو. زړه يې په تنگ شو. له ځايه پورته ، کړکۍ ته ورغى. دباندې تياره وه. پاس يې وکتل ستوري نه ښکارېدل. وريځ وه. بيرته کټ ته ستون شو. بالښت يې له ځايه پورته کړ شاته يې تکيې ته کېښود. په ځاى کې کښېناست. د اوبو بوتل يې ورواخيست، تږى نه و خو اوبه يې وڅښلې. تشناب ته پورته شو. څراغ يې روښانه کړ، په هينداره کې يې مخ ته وکتل. د سترگو لاندې يې تورې کرښې وليدې. ستړيا يې احساس کړه.  د لاس رغوي ته يې وکتل. پر بل مخ يې واړاوه. د گوتو په سر پوټکى يې بې سېکه او ځوړند ورښکاره شو. د زړښت احساس يې زړه ته لاره وکړه. پر مخ يې اوبه وشيندلې. سړې اوبه، مخ يې وچ نه کړ. له تشنابه ووت او د خونې کړکۍ يې پرانيسته. پر لانده مخ يې سړو شمال ولگېد. کړکۍ يې وتړله. موبايل کې فيسبوک ته ولاړ. د خپلې ميينې تېر پيغامونه يې ولوستل.

–          خبره مې اوس د پلار ده. ما مې مور ته ويلي چې نه يې منم خو وروستۍ خبره د پلار ده.

له فيسبوکه ووت. ميينه يې په همدې فيسبوک کې موندلې وه. په ساعتونو ساعتونو يې خبرې کړې وې. د يو بل له زړه خبر شوي و. د گډ ژوند ژمنې شوې وې. بيا يو مازديگر ژغونې ميينه راغله، خبر يې کړ:

–          مرکه راغلې، گومان کوم د مور و پلار کې خوښه ده.

–          ستا څرنگه؟

–          دا څه احمقانه پوښتنه ده؟

–          نه خو ستا نظر مهم دى.

ميينه يې قهروړې ترې تللې وه. وروسته يې ورته ويلي و چې د دې په مينه يې شک کړى دى. دې يې مور ته ښکاره ويلي و چې نه يې کوي. هغې پوه کړې وه چې د تره زوى يې ښکلى دى، ځوان دى، تعليم يې کړى، ښه کار لري، خپل يې دى. خو دې نه وه منلې. مرکې پرله پسې وې. اوس به يې نو پلار وروستۍ پرېکړه کوله. دې اول باور لاره چې پلار يې د دې زړه ساتي خو ورو ورو يې زړه ته شک لاره کړې وه. پلار يې هلک ستايه.

–          پلار مې ويل  زلمى دروند هلک دى، ټول يې صفت کوي.

–          تا ته څرنگ ښکاري؟

–          زه  يې په بلا وهم.

خوب لاړ. له ځايه پورته شو. شاور ته ودرېد. تودې اوبه يې په سر توى کړې. په تشناب کې د تودوا وبو تاو لکه وريځ خپور شو. د شاور په شيشه يې د خپلې ميينې نوم وليکه. اوبه يې په سر بهيدې. ده په شيشه د خپلې ميينې نوم ليد. ورو ورو نړېده.

په فيسبوک کې يې وليکل:

–          ځينې ورځې ستړې کوونکې وي.

ملگرو يې ټوکې ورسره شروع کړې. ده د ټوکو حوصله نه لرله. ورته ويې ليکل:

–          کله خو جدي هم شئ.

يوه ملگري يې ځواب ورکړ:

–          فيسبوک او جدي؟

خبره يې د ځواب وړ ونه بلله. کار ته نه ولاړ. انتظار اوږد شو. خپلې ميينې ته يې وليکل:

–          سهار په خير، څه نوې زړې.؟

–          هيڅ.

ځواب يې سوړ ورښکاره شو. شل پوښتنې يې ذهن ته وروگرځېدې. پوښتنه يې وکړه:

–          پلار دې څه ويل؟

–          نه غواړم په دې موضوع خبرې وکړم.

–          ولې؟

–          هر څه ته ولې ولې ولې.

ځواب يې قهروړى ورترسترگو شو. د خپل زړه دربا يې واورېده.  له فيسبوک ووت. کور ته نژدې غوڼدۍ ته وخوت. لړه وه. ډېر څه نه ښکارېدل. کور ته ستون شو. پر ځاى پرېووت. ونه پوهېد کله يې سترگې سره ورغلې. ناوخته وېښ شو. فيسبوک يې وليد. ميينې يې هيڅ نه و ليکلي. ده ورته وليکل:

–          کراري ده؟

ځواب يې ونه موند.  وږى و. دباندې يې ډوډۍ وخوړه. بيا غونډۍ ته وخوت. لمر په لوېدو و. پر موبايل يې د فيسبوک پيغام وليد. ميينه يې وه. ډيرې خبرې يې ورته ليکلې وې:

هیله کوم یوازې غوږ شې راته. ته پوهیږې ته سطحي راښکاره شوې. ما درته د يوه داسې انسان په سترگه کتل چې يوازې يې، خپه يې، ما غوښتل له همداسې یوه انسان سره مرسته وکړم. تا له یوازیتوبه وژغورم. تا له خپګانه لیرې کړم. احساس مې کاوه ته له هغه درده ځوریږې چې زه ځوریږم. که ځان نه وي بل څوک خو به مې ژغورلی وي. په ټولو هیلو مې پیښي کیښودي له تاسره مې داسې رویه ونه کړه لکه یوه نجلۍ چې یم، ناز وکړم، غرور وکړم، ځان دروند کړم. او ته لاړې خلکو ته دې زما په باب وويل. نور دې مخ راښکاره نه کړې.

دى پوه نه شو. ورته ويې ليکل:

–          خلکو ته مې څه ويلي؟

پيغام يې ورنه غى. ميينې يې دى بلاک کړى و. ونه پوهېد څه وکړي. ليرې يې لمر ته وکتل. تک سور، داسې يې احساس کړه لکه د لمر په مخ کې چې خپل خوړين شوى زړه ويني. لمر ورو ورو ټيټ شو. ولوېد، تياره يې کړه.

0 thoughts on “د فيسبوک مينه/ د ایمل پسرلي لنډه کیسه”
  1. په دا اخر کې دې خراب کړو. اوس به نو پرې سوچونه وهو چې ښه نو بیا؟ کیسه خوږه ده خو له دا هر څه سره سره ماته دا کیسه داسې ښکاره شوه لکه کله ناکله چې په تلویزیون کې صحنې ژر ژر تېروي او په څو ثانیو کې د ساعتونو او ورځو پروګرام خپور کړي. دا سمه ده چې لنډې جملې پیغام ښه رسوي لکه داسې هم نه چې سړی د کارټون په څېر منډې رامنډې وکړي او هله دغه دی هغه دی راغی درغی مه یې پرېږده….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *