ارشیف

تاند- د کابل غزني پر لویه لار تېر ماښام په یوه ترافیکي پېښه کې۵۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د میدان وردک د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه په نرخ ولسوالۍ کې د یوه کرولا او یوه ۳۰۳ ماډل بس ترمنځ وشوه چې په نتیجه کې یې ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۵ نور ژوبل دي.

ده ویلي چې پېښه تېر ماښام شپږ بجې هغه مهال وشوه چئ ۳۰۳۰ ډوله بس له غزني څخه کابل او کرولا له کابل څخه غزني ته روان و.

په مړو شویو کسانو کې شپږ تنه د کورولا موټر او ۱۱ د بس سپرلۍ دي.

خوږیاڼي ویلي چې د ۲۰ تنو ټپیانو حال نازک دی.

ویل شوي چې دا پېښه د دواړو موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله شوې او د بس چلوونکی تښتېدلی دی.

دوه ورځې وړاندې هم د کابل ـ غزني پر لویه لاره د نرخ ولسوالۍ اړوند د دوو ټیلر موټرو د ټکر له امله د دواړو موټرو چلوونکې مړه شوي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *