راپور : توریالی « همت »
په ننګرهار کې « مثبت بدلون » ټولنې دخپلو تعلیمي پروګرامونو په ترڅ کې دڅلورم ځل لپاره ۱۱۵ تنه ځوانان له روزنیز پروګرام څخه فارغ کړل .
ددي زده کوونکو لپاره دپنجشنبي ورځ ننګرهار رسنیزمرګز میدیوتیک کې فراغت غونډه جوړه شوي وه چې دیوشمیرمدني فعالانو ترڅنګ پکې دننګرهار مرستیال والي ، دکار او ټولنیزو چارو ریس ، دننګرهار دوالي ویانداو ګن شمیر ځوانانو برخه لرله .
غونډه دقرانکریم په تلات پیل او بیا میلمنو ته دښه راغلاست او پرانیستي وینا لپاره دمثبت بدلون ټولنې مشر استاد عبدالبصیر سباوون دریځ ته راوغوښتل شو .
ښاغلي سباوون هیواد کې په شته ستونزو اندیښنه وښوده او پرځوانانو یې غږ وکړ چې حل لاره یې په کار او زده کړه کې ده ترڅو ځوانان ځانونه دپوهي په ګاڼه سمبال کړي .
هغه وویل مثبت بدلون ټولنه پر همدي ارمان او هدف جوړه شوي ترڅو دهرډول ناخوالو مخنیوي وکړي اونوي نسل ته مثبت پیغام ورکړي .
(( مونږ په تیرو څلورو ښوونیزو پړاونوکې شاخوا پنځه سوه ځوانان په دریو برخو ژورنالیژم ، اداره او سیاسی اصطلاحاتو کې روزلي دي او خپلو دي ډول فعالیتونو ته به دوام ورکوي ))
ښاغلي سباوون دننګرهار رسنیز کور میدیوتیک څخه مننه وکړه چې مثبت بدلون ټولنې ته یې دکورس دځاي لپاره امکانات په واک کې ورکړي دي .
هغه وویل ټولنه یې ملګرو دیو سپیڅلي ارمان پرهدف رامنځته کړي او لکه څنګه چې یې تراوسه ځان ساتلي په راتلونکې کې به هم دهیچا دسیاسی ګټو لپاره ونه کارول شی .
(( مونږ ټولنه ددي لپاره نه ده جوړه کړي چې امتیازات ترلاسه کړو . یواځی هدف دادي چې مونږ ځوانانو ته کار وکړو مونږ دټاکنو بهیر کې ثابته کړه چې مثبت بدلون ټولنه دسیاسی دوکانداري لپآره نه ده جوړه شوي )
په ختیځ کې دبشري حقونو او مدني ټولنو دهمغږي شبکي مشر ډاکټر نعمت الله همدرد په بیلا بیلو برخوکې دمثبت بدلون ټولنې هڅي وستایلي او دهغوي دلابریالیتوب غوښتنه یې وکړه .
هغه ځوانانو ته وویل دکورس زده کړي یې په اساسی برخوکې دي او دوي باید په دي برخه کې لا ډیره مطالعه او کار وکړي ترڅو ټولنې ته دخدمت مصدر وګرځي .
(( تاسو ته استادانو په دي ښوونیز پروګرام کې ډیرښه مسایل درښودلي خوزما غوښتنه داده چې په عملي ډګر کې کار وکړي ترڅو له دي زده کړو مسایلو څخه ښه ګټه پورته کړي ))
دمثبت بدلون ټولنې غړي او دننګرهارپوهنتون دحقوقو پوهنځی استاد هجرت الله اختیار هم خبري وکړي دهغه ټینګار هم ځوانانو ته دا وو چې دزده کړي علم څخه په عملي ډګر کې کار واخلي .
ښاغلي اختیار وویل دمثبت بدلون ټولنې یوهدف دادي ترڅو ټولنه کې درضا کاري فرهنګ رایج کړي هغه وویل داچاره دټولنې غړو په عمل کې ښودلي او له نورو ځوانو هم غواړي ترڅو ددي بهیر لارویان شی .
(( استادانو سره چې څه وو تاسو ته یې وښودل په وړیا ډول اوس ستاسو وار دي هغه څه مو چې زده کړي تاسو یې پخپل کلي ولس کې له نورو سره شریک کړي ))
بیا دننګرهار مرستیال والی محمد حنیف ګردیوال خبري وکړي او خوښی وښوده چې داډول روزنیز پروګرامونه په ځوانانو کې مثبت بدلون راوړلي شی .
ښاغلي ګردیوال دمثبت بدلون ټولنې کړي فعالیتونه په ځانګړي ډول ښونیزه برخه کې وستایل او وویل چې داهغه ټولنه ده چې دځینو نورو په شان تش په نوم نه ده جوړه او ډیرکاریې کړي دي.
(( داپروګرام چې جوړ شوي دیو احساس له مخې جوړ شوي ځکه ښوونیز مرګزونه ډیر دي خو داهغه څوک دي چې په وړیا توکه ځوانان روزي ))
دننګرهار دوالي ویاند احمد ضیا عبدالزي هم دغونډی برخوالو ته خبري وکړي او وویل چې مثبت بدلون هغه ټولنه ده چې فعالیتونه یې دوي ته دمنلو او ستایلو وړ دي .
ښاغلي عبدالزي له ځوانانو وغوښتل چې خپل مسلک ته ژمن پاتي شی او په خبره یې دادهغوي لپاره دپیل لار ده او په کار ده چې لاډیره مطالعه او هڅه وکړي ترڅو خپلي ټولنې ته په ریښتني توکه خدمت وکړي .
مثبت بدلون یوه خپلواکه ټولنه ده چې په ننګرهار کې په ډیرو هیوادنیو مسایلو اعلامي خپري کړي ، سوله ایز لاریونونه یې کړي ،علمي کنفرانسونه یې جوړکړي او هم یې داوس په شان په تیرو ورته ښوونیزو پړاونو کې سلګونه ځوانو ته روزنه ورکړي ده