تاند- په بغلان ولایت کې د یوه جومات مخته په چاودنه کې شپږ تنه ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

د بغلان د پولیسو ویندوی جواد بشارت رسنیو ته وویل چې نننۍ /جمعه/ چاودنه د جومات په مخکې وشوه او ترڅ کې یې ۶ تنه شهیدان او ۱۲ نور ټپیان شول.

ده وویل چې ورته څرګنده نه شوه چې بم چا ایښی و.

بغلان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې چاودنې او ځانمرګي بریدونه پکې نه کېږي.

له بلې خوا د لوګر د والي ویندوی دین محمد دروېش وویل چې د پنجشنبې په ورځ څلور پولیس له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول.

په لوګر کې بیا دا ډول پېښې تقریباً هره ورځ پېښېږي ځکه چې د افغانستان تر ټولو په ناکرارو ولایتونو کې شمېرل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *