استاد رحمت الله حکیمي

فکر مې کړی ، فکر کوم چې انسان دارتقایي حالت نه ختم کېدونکی موجود دی ، نو ځکه شېبه پر شېبه خپل تاوان  ، ګناه د ګټې او ثواب په لور رهبري کوي  ، که داحالت یې نه لرلای نو ولې دماشومتوب پېښې په لویوالي کې نه کوي ، ولې په لاشعور کې پرتې کړنې  یادوي خو تکراروي یې نه ، انسان یوازینی موجود دی ، چې دزیان نه وروسته دبریمنتیا په لور پلونه ږدي .

څرنګه چې درک دفکر محصول دی ، که چیرې فکر د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې راټوکېدلی وي نو پوه شه !چې خوږه مېوه به ترې تر لاسه کړي او که دکفر په تورو تیارو کې راټوکېدلی وي داسې ترخه بادام اوخستې به حاصل کړي  په خوړلو سربېره یې نه یوازې انساني ذایقه خرابوي بلکې دپلورلو دپاره هم بازارته نه عرضه کیږي .

زه نه پوهېږم  ، چې فکر کوونکی ولې یوه شېبه په دې فکر نه کوي ، چې دفکر کولو وړتیا چا راکړې ؟دلاشعورنه مې شعوري کړنو ته څوک جګوي ؟ ساه مې پر ساه څوک سپاري ؟ اړتیا مې په وړتیا څوک پوره کوي ؟ داورنه د ډار او لرې والي درک چا راکړی ؟    .

که دهرې عقېدې څښتن وي دپورتینو پوښتنو په ځواب کې به داسې رڼه لاره وموي  ، چې دټکنده غرمونه په وېرې سره دمه دشنو ونو سیوري ته کوي ، ډېر ځله داخبره کوم ، چې دمعنویاتو په هکله فکر کول سړی دفکر په معنی   پوهوي  ، چې  لومړی مرحله او روزنتون دمور له غېږې نه شروع کیږي ، چې فطري ایمان ته دکسبي ایمان څادر ورواغوستل شي .

الله رب العزت په خپل معزز کلام کې فرمایي: (( افلا یتدبرون القرآن ولوکان من عندغیر الله لوجدوفیه ختلافاکثیراً ))

ژباړه :تاسې ولې دالله (ج)  په آیتونو کې فکر نه کوئ ، که چېرې دغه قرآن دالله (ج) څخه پرته دبل چا له له طرفه وی نو خامخا به تاسو په کې اختلاف اوتناقص موندلی وی .

که څوک بیخي دانسانیت یوعنصر هم ولري ، که چېرې د الله (ج) دخلقت په اړه فکر وکړي خامخا به په (سبیل الله ) برابریږي ، هدف ته درسېدنې غوښتنه هم داده چې د ځان اونړۍ په اړه داسې فکر وشي چې جوړونکی یې وپېژني او هغه ته دعاجزۍ سر ( دسبحان ربی الاعلی ) په لوړو کلمو ټيټ کړي ، الهي خوږه فرموده ده چې: (( ِان فِی خَلق السموات والارض وختلاف الیل والنهار لاایات لاولی الاباب ))

ژباړه : په تحقیق سره دعقل خاوندانو ته د اسمانونو او ځمکې په پیداکیدو ، دورځې او شپې په اختلاف کې ښکاره او څرګندې نښې دي .

بل ځای الله (ج) فرمایي : الذین یذکرون الله قیام وقعود وعلی جنوبهم ویتفکرون فی خلق السموات و الارض ربنا ماخلقت هذاباطلاسبحانک فقناعذاب النار ))

ژباړه : دادعقل خاوندان داسې ځانګړنې لري چې دالله (ج) یادونه په ولاړه ، ناسته او اړخ لګولي حالت کوي او دوی داسمانونو اوځمکې په خلقت کې فکر کوي ، دفکر کولووروسته دوی وایي ای زموږ ربه ! تاهیڅ شی عبث نه دي پیداکړي نو پاکي تالره ده موږ ددوزخ دعذاب نه وساته .

زما په اند دفکر ازآدي او جوړول دملک او ټولنې پرمختګ دی ، دازادۍ هدف دانه دی ، چې که رواکړنه وي یا ناروا په اړه یې داسې فکر وکړه ، چې دجهالت په خونو دې ورننباسي  دلته دفکر دازادۍ نه  موخه داده ، چې فکر ته دښو اوبدو دتمیز ورکولو په حق سره هغه لاره وښيو ، چې د دایمي ژوند توښه په کې برابریږي ، که دامهمه نه وي ، نو ارواښاد الفت ( رح ) به ولې داسوې نارې له زړه نه رااېستلې :

هریو مې که وژنې خیال اوفــــکر مــــې وژنـــه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

که موفکر کړی وي ، هر څوک چې ناوړه کار اواشتباه وکړي  سمدلاسه دمقابل شخص نه ورته ویل کیږي ، چې فکر به دې کړی ؤ ، اوبه چې له ورخه تېرې شي بیا نه راګرځې ، داپه خپله دفکر ارزښت  په ډاګه کوي ، ځکه چې که دانه وای نو ولې دهر کس په خوله دکار ، شخص او ټولنې درغښت په پار دفکر په کلمه منګولې لګول کیږي ، همدا لامل دی ، چې داټولنه نه فکر کولو بې فکره کړې ، که یې کړی هم وي په معنویاتو ولاړ نه وي دمادیاتو په اوږوبه  دسقر کندې ته کوز شي  دهغه شاعر په خبره چې وايي :

د هغې نــــــه دجوړښت  تمـــه چا کړې

چې سرونه یې فکرونو نه درانه وي

(حکیمي )

راځئ ! مخکې له مخکې نه موچې ساه له بدنه وځي ، دځان اوټولنې دمسؤلیت په اړه رغښتي فکر وکړو.

دروڼ فکر دپېداکېدو په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *