استاد اجمل ښکلی

په شعر کې مو همېشه د مسرې يا بيت پاى ته پام وي. ځکه چې دا د مقفىٰ شاعرۍ دود دى، چې د بيت د پاى دورانونه پکې موزون وي او پر کوم ځاى کې چې بيت ختم شي، چې د مخاطب په ذهن کې د هماهنګۍ او ترنم يوه ليکه پرېږدي او مخاطب په ټول شعر کې دا خوند احساس کړي. قافيه او رديف په دې هم د مسرې يا بيت په پاى کې راځي، چې دا خوند د مخاطب په ذهن کې پاتې شي.

رديف او قافيه د يوه شعر د اجزاوو تړاو ښيي او هر ځل چې موږ قافيه لولو او رديف تکراروو؛ نو په ذهن کې مو د تېرو بيتونو قافيې تداعي کېږي.

ګومان کوم په مقفى شاعرۍ کې د قافيې او د رديف د کارونې لامل به همدا وي.

خو ولې مو د شعر پيل ته کله نه دى پام شوى. د مسرو پيل ته خو مو د تصدير په کچ پام شوى، چې که د يوه بيت د دواړو مسرو په پيل يا د لومړۍ مسرې په پيل او د بلې په پاى کې يوه کلمه، ترکيب، فقره يا جمله تکرار شي د تصدير صنعت يې بولي، ځکه چې له دې تکرار سره د شعر عاطفي/احساساتي اړخ قوي کېږي او په کلام کې خوندوره موسيقي پيدا کېږي. دروېش وايي:

دا څومره لوى ستم دى، چې د ګل پاڼه زخمي شي

دا څومره لوى تاوان دى، چې غمى د شبنم مات شي

زموږ په شعر کې تصدير ته ارادي پاملرنه ډېره کمه ده، ځکه چې زموږ شاعران د لفظي صنعتونو پر کمال چندان خبر نه دي.

لنډۍ ده:

زما د زړه د سر غندلې

پيدا له بل يې، زړه زما درپسې چوينه

فورموليستان چې د شعر ادبي ماهيت يې جوړښت ګاڼه او د منځپانګې پرځاى يې بڼه له عادي ژبې نه د غيرعادي ژبې د بېلتون زرکاڼى باله، دې کمال ته ځير وو.

موږ تراوسه د شعر شکلياتو او د نثر تخنيکونو ته ارزښت نه ورکوو؛ خو بڼه او منځپانګه که له يوه بېل هم دي، يو بل سره نابېلېدونې اړيکې لري. د منځپانګې تصور بې بڼې او د بڼې تصور بې منځپانګې شونى نه دى.

د يوې ادبي پنځونې لومړنۍ بڼه د پنځګر په ذهن کې وي؛ خو لومړنۍ منځپانګه يې هم همغه وي. وروسته، چې يې ليکوال يا شاعر په بڼه کې څومره بدلون راولي، د منځپانګې بدلون ورسره مل وي.

په ادب کې هسې هم تر (څه ويلو) (څنګه ويل) مهم وي؛ نو ليکوال و شاعر ته پکار وي، چې له خپلې ژبې سره خواري وکړي.

که له يوې خوا منځپانګه مناسبې بڼې ته اړه وي؛ نو له بلې خوا بڼه هم کله ناکله خوندور موضوعات په ځان پسې راکاږي.

په شاعرۍ کې داسې ډېر شوي، چې يوه خوندور رديف دې خوندورې خبرې په ځان پسې راښکلې وي. بېشکه د نوې خبرې زېږنځى به د شاعر تخييل وي؛ خو نوي او د شاعر عملي ژوند او احساساتو ته نېژدې رديفونه لکه مقناطيس نوې خبرې په ځان پسې راکاږي.

ځکه نو د نويو الفاظو کارونه او د بېلابېلو شيانو ترمنځ د نويو اړيکو کشف له موږ سره د نويو خبرو په وړاندې کولو کې مرسته کوي. داسې نو ويلاى شو، چې شکليات بابېزه ګڼل نه دي پکار.

پر تصدير سربېره هم داسې کلمې او غونډونه شته، چې د شعر مسرې پرې پيلېږي.

د يوې ژبې په شاعرۍ کې داسې کلمې او ترکيبونه هم وي، چې د قافيو او رديفونو غوندې ګډ شته باله شي او شاعران يې تکراروي. که د پښتو شاعرۍ د مسرو پيل ته ځير شئ، له ډېرو شعرونو سره به يې ورته والى وانګېرئ. مثلا: ډېر شعرونه به مو ليدلي وي، چې په دلته، دا، اوس او داسې نورو توکونو باندې پيل شوي وي.

دا اغېز په شاعرۍ کې ناروا نه دى؛ خو ښه دا ده، چې شاعران په داسې محدودو توکونو د مسرو له پيله ځان ازاد کړي او د مسرو د پيل لپاره نوې بڼې ايجاد کړي.

داسې نور توکي هم شته، چې په پښتو شاعرۍ کې يې تکرار ليدل کېږي. مثلا: د غزلو په مقطعو کې به مو (ستا احمد) غوندې د شاعر د نوم يادونه ليدلې وي. يا به د مو د رحمت شاه سايل په تقليد د (يه احمده) ترکيب ډېر ليدلى وي.

په شعر کې چې کومه کلمه يا ترکيب په ورته مجازي مانا وکارېږي، کليشه کېږي. که بل شاعر يې خپل کمال هم ګڼي، کمال نه دى، بلکې بې کمالي ده، چې د ده ډېر کمالونه يې تر خاورو لاندې کړي دي. شاعر چې په مقطع کې د (ستا) د ضمير تر څنګ خپل نوم د (ستا احمد) په بڼه کاروي؛ نو مجازي استفاده ترې کوي. په دې ترکيب کې شاعر ځان لوستونکي ته يادوي، چې ګنې زه خو د يوه چا د زړه سر يم. همداسې دخپل پرديتوب شديد احساس تسکينوي. همداسې (يه/وه) په عامه ژبه کې پر مخاطب د تاکيد لپاره کارېږي؛ خو په شعر کې يې تاکيد شاعرانه دى.

داسې نور توکي هم شته، چې د تکرار ډېر تاب نه لري او ژر کليشه کېږي. شاعر ښايي په خپله ژبه کې داسې نور توکونه راپيد کړي. په داسې توکونو شاعري ولسي کول، د شاعرۍ له دوده جريانه مثبت انحراف دى، ځکه نو د فورموليستانو له تعريف سره سم په نااشناتوب کې راځي او هنري ارزښت لري. د عبدالجبار څپاند په شعر کې مې د (څپاندګل) ترکيب ليدلى و، تراوسه مې يې خوند په خوله کې دى.

زموږ په شاعرۍ کې د ځينو ډېرو کارېدونکو صنعتونو د وړاندې کولو طرز هم څه نا څه تکراري دى. موکده تشبيه، چې تشبيهي توکي(لکه، په شان، غوندې) پکې نه وي، مدعاالمثل پيدا کوي. مدعاالمثل هغه صنعت دى، چې شعر ته د شاعرانه استدلال چاپيريال جوړوي.

په ډېرو شعرونو کې مدعاالمثل نوى وي؛ خو جوړښت( وړاندې کولو لوښى/طرز) يې زوړ وي. د حمزه بابا شعر دى:

زړه ته جنازې د خپګان مه راوړه ارمانه

خلک هديرې له کوره لرې جوړوي

بل ځاى يې مدعا المثل نوى دى، خو طرز يې همدا دى:

مينه شوه ځوانه ساتم يې پټه

جل چې شي پېغله خوند په کاله کا

په لاندې بيت کې يې بيا د (دا روښانه حقيقت دى) غونډ په کارونه هڅه کړې، چې د مدعا المثل سکښت بدل کړي.

ستا د زلفو تصور مې د دنيا خيالونه ورک کړل

دا روښانه حقيقت دى، چې تياره شي مچان کېني

د خوشال په لاندې بيتونو کې د مدعا المثل بېلابېل طرزونه راغلي، چې موږ داسې نه احساسوو، چې ګنې د مدعاالمثل له تکراري طرز سره مخ يو:

توره چې تېرېږي، خو ګوزار لره که نه

زلفې چې ول ول شي؛ خو خپل يار لره که نه

زړه مې ستا په زلفو بند شو، تا کباب کړ

څوک شهباز هم د کباب لپاره نيسي؟

زړه مې ستا په زلفو بند شو، پرې خوشحال يم

لېوني تړلي ښه دي په زنځير کې

په لومړي بيت کې د مدعاالمثل دوده بڼه وينو. په دويم بيت کې (څوک) او (هم) او په درېيم بيت کې (ښه دي) غونډ نوې بڼه ورکړې. لوستونکى پکې د تکرار احساس نه کوي.

مدعاالمثل په دوه ډوله دى. يو هغه چې له بهرني واقعيت سره د توافق له مخې رامنځته کېږي، لکه د حمزه بابا او خوشال شعرونه. بل هغه دى،چې له بهرني واقعيت سره د تضاد له مخې رامنځته کېږي او د بهرني واقعيت ضد وي.

د واقعيت بډ مدعاالمثل ډېر خيال پارونکى دى، خو زموږ په شاعرۍ کې يې بېلګې ډېرې نه پيدا کېږي.

له واقعيت سره سم مدعا المثل کې واقعيت د ادب لپاره کارېږي، خو تغير پکې نه راځي؛ خو د واقعيت مخالف مدعاالمثل د شاعرانه ادعا لپاره واقعيت هم لکه د سرو زرو غوندې ويلي کړي، واقعيت هم واړوي؛ خو لوستونکى دا نيوکه نه کوي، چې دا خو يې واقعيت اړولى دى.

له دې ښکاري، چې د صنعتونو د سکښت(د ارايې د طرز) تکرار هم که ارادي نه وي، نارادي خو لوستونکى تنګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *