پاکستان په سخت سیاسي ، امنیتي او اقتصادي بحران کې را ایسار دی. په دغه هېواد کې حکومتونه بدلېږي رابدلېږي خو مشکلات نه کمېږي او د وخت په تېرېدو سره وینو چې د دغه هېواد ستونزې مخ په زیاتېدو دي. د ماهرانو په نظر د پاکستان د ستونزو یوه بنیادي وجه په دغه هېواد کې د نفوسو چټکه وده ده.
پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې د نفوسو وده پکې خورا ګړندۍ ده. د پاکستان د ۲۰۱۳-۱۴ کال اقتصادي سروې مطابق د دغه هېواد نفوس ۱۸۸ ملیونو ته رسېږي او په دې حساب پاکستان د نړۍ شپږم نمبر ګڼ نفوسه هېواد دی. یعنې له چین، هند، امریکا، برازیل او اندونیزیا وروسته په پاکستان کې تر بل هر هېواد زیات خلک ژوند کوي.
د پاکستان نفوس په کال کې دوه فیصده زیاتېږي. دغه وده نه یوازې په نړۍ کې ډېره چټکه وده ده، بلکې د جنوبي اسیا په ملکونو کې هم ساری نه لري. ماهران وایي چې که د پاکستان د نفوسو د زیاتېدا همدا فیصدي په خپل حال پاتې شي نو په دوه زره پنځوسم میلادي کال کې به د پاکستان نفوس درې سوه درې شپېته میلیونو ته ورسي.
متخصصان وایي چې د نفوسو بې کنټرولې ودې په پاکستان کې ژوند ورځ په ورځ سخته کړی دی. په تېرو پنځه ویشت کلونو کې په پاکستان کې د زراعتي ځمکې فیصدي اووه ویشت فیصده زیاته شوې ده خو نفوس پکې اته نوي فیصده زیات شوی دی. په دې هېواد کې ځمکې ورځ په ورځ په وړو ټوټو وېشل کېږي.
احصاییې ښیي چې په پاکستان کې ځنګلي سیمه په کال کې دوه نیم فیصده کمېږي او دا په ټوله دنیا کې یوه بې سارې اندازه ده. ځنګلونه ځکه له منځه ځي چې د نفوسو وده بې کنټروله ده او خلک چې کار او ډوډۍ پیدا نه کړي نو ځنګلونه ووهي چې لرګي یې وپلوري او په ځمکه کې یې غلې دانې وکري. د ځنګلونو چټکه کمېدا د پاکستان د اقلیم په خرابېدا باندې اثر غورځوي او نوې ستونزې پیدا کوي.
احصاییې وایي چې د پاکستان د جوړېدو په کال یعنې په ۱۹۴۷ کې هر پاکستاني ته پنځه زره کیوبیک متره اوبه رسېدې خو اوس دغه اندازه یونیم زر کیوبیک مترو ته راټیټه شوې ده. کابو ټول اټکلونه ښیي چې پاکستان به په څو راتلونکو کلونو کې د نړۍ یو هغه هېواد وي چې د اوبو له کمي سره لاسوګرېوان دي.
په پاکستان کې د نفوسو بې کنټروله وده د دې سبب شوې ده چې ګڼ ماشومان د ناوړې تغذیې په وجه ناروغ او کمزوري لوی شي، ګڼ کسان بې تعلیمه پاتې شي او په ټولنه کې داسې کسان لا زیات شي چې ذهني او جسمي معلولیتونه او ستونزې لري.
د نفوسو بې کنټروله وده د دې سبب شوې ده چې په پاکستان کې د کار د نشتوالي ستونزه ورځ په ورځ زیاته شي. د پاکستان د بیورو اف سټېټکس ( د احصاییې اداره) له رپورټ سره سم، په تېرو دریو لسیزو کې په پاکستان کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی چې استخدام شوي دي. یعنې په کار بوختو کسانو شمېر له اتلس نیم میلیونه څه باندې اته دېرش میلیونو ته رسېدلی دی خو د هغو کسانو شمېر بیا اته برابره زیات شوی دی چې په تېرو دریو لسیزو کې بېکاره پاتې شوې دي. احصاییې ښیي چې په ذکر شوې موده کې په پاکستان کې د بې کاره کسانو شمېر له څلور لکو څخه درې دېرش لکو ته رسېدلی دی.
په یوه ټولنه کې چې کار په مشکله پیدا کېږي خو ماشومان په سرعت سره زیاتېږي، طبعا له سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او امنیتي مشکلاتو سره مخ کېږي. د پاکستان رسمي احصاییو به پخوا ویل چې په شمالي وزیرستان کې درې نیم لکه کسان اوسي خو په تېرو دوو میاشتو کې چې هلته عملیات پیل شوي دي، شاوخوا یومیلیون کسان له دې سیمې څخه کډه شوي دي. منظور دا چې که په شمالي وزیرستان یا بل ځای کې ناامنۍ او ګډوډۍ دي او د دغو ګډوډیو په اور کې افغانستان هم سوځي، یو علت یې د نفوسو بې کنټروله زیاتېدا ده.
په پاکستان کې د نفوسو د بې کنټروله زیاتېدا د مخنیوي لپاره په اول ځل په نولس سوه شپېتمو کلونو کې یو پروګرام پیل شو. له هغه وروسته بیا څو نور پروګرامونه هم عملي شول خو لکه څنګه چې احصاییې ښیي دغه یو پروګرام هم کامیاب شوی نه دی. د ماهرانو په نظر د نفوسو د کنټرول د دغو پروګرامونو د ناکامي یو علت خو دا و چې حکومتونو لازمه بودیجه نه ده ورته بېله کړې او بل علت دا ګڼل کېږي چې د نفوسو کنټرول په هره ټولنه کې هغه وخت کامیابېدلای شي چې د ټولنې او دولت د مختلفو ادارو او موسسو تر منځ هماهنګي او همکاري موجوده وي او د یوه مشترک پروګرام په سترګه ورته وکتل شي. مثلا که د معارف درسي کتابونه، که رسنۍ، که اینجوګانې، که روحانیون او نور مختلف لوري پکې برخه وانه خلي او د نفوسو بې کنټروله زیاتېدا ته د یوه اجتماعي مشکل په سترګه ونه ګوري، نو ایکې یوې ادارې ته به مشکله وي چې په خپل مقصد کې کامیابه شي.
د نفوسو چټکې ودې د پاکستان ښارونه تر پخوا چټل کړي، د هوا ککړوالی یې زیات کړی او ناروغۍ یې زیاتې کړې دي. په پاکستان کې اکثره کسان د حکومتونو په بدلولو رابدلولو باندې فکر کوي او دا تصور ورسره دی چې که پلانۍ ډله قدرت ته ورسېده نو مشکلات به یې کم شي خو دغه هېواد ځينې اجتماعي مشکلات لري چې د نورو ستونزو علت العلل ګڼل کېږي او په دغو اجتماعي مشکلاتو کې یو ډېر جدي او بلکې تر ټولو جدي مشکل د نفوسو بې کټروله زیاتېدا ده. هغه کورنۍ چې اووه، اته ماشومان زېږوي او د ډوډۍ، ځای، روغتیا، تعلیم او له تعلیمه وروسته د هغو لپاره د کار د پیدا کولو فکر ورسره نه وي، په حقیقت کې د ټولنې مشکلات زیاتوي چې ناامني، بدمعاشي، جنګ ، اختلاف او درغلي یې نتیجه ده.