موږ ډېر ځله کتابونه د ساتېري لپاره لولو. فوټبال هم یوه ساتېري ده خو روغتیا ته ګټه لري. ایا د ساتېري لپاره د کتابونو لوستل ګټور دي؟ زما خپله تجربه راته وایي چې کومو زده کوونکو به د وخت تېرولو لپاره کتابونه لوستل، هغوی تر خپلو نورو ټولګیوالو زیات باسواده وو. د ساتېري په نیت لوستل شوي اکثره کتابونه مو یوازې سواد نه ښه کوي بلکې د استدلال د قوت په زیاتولو، د دقت په ډېرولو او د ذهن په پراخولو کې راسره مرسته کولای شي. د جاسوسۍ یو ناول که څه هم د وخت اړولو لپاره لولو خو د دې لپاره چې خوند ورنه واخلو، دقت رانه غواړي، په نااشنا لغتونو یې باید پوه شو او د پېښو او مکالمو په غیرمستقیمو پېغامونو یې باید غور وکړو.
ځینې هغه کتابونه چې د خوند په نیت یې لولو، د ذوق، شخصیت او فکر په وده کې مو لویه برخه لرلای شي. ادبي شهکارونه په همدغو آثارو کې شمار دي.
ځینې نور کتابونه د زده کړې لپاره او له مجبورۍ لولو. د طب ډاکتر ته که نوي طبي کتابونه خوند ورکوي یا یې نه ورکوي خو د خپلې پوهې د زیاتولو او نوې کولو لپاره یې باید ولولي.
د لوستونکو یوه لویه برخه داسې ده چې تعلیمي مجبورۍ نه لري خو غواړي د ساتېري لپاره نه بلکې د ځان د رسولو لپاره یو څه ولولي او خپله پوهه زیاته کړي. دغه کسان دې کوم کتابونه ولولي؟ ښه مشوره به دا وي چې د خپل نظر مخالف آثار دې مطالعه کړي. زموږ د اکثرو صاحب نظرو او د ازادې مطالعې د لېوالو یو لوی عیب دا دی چې معمولا هغه کتابونه لولي چې د دوی پخواني نظریات ورسره تاییدېږي. مثلا که زموږ صاحب نظر نشنلست وي نو هر هغه کتاب به لولي چې د ده د قام تعریف او ستاینه پکې شوې وي. زما یوه ایراني ملګري د ایران د تاریخ او فرهنګ په باره کې خورا زیاته مطالعه لرله خو ټوله مطالعه یې یو اړخیزه وه. ده به هر هغه څه لوستل چې د ایران د تاریخ او فرهنګ د عظمت په باره کې به یې د ده نظریه تاییدوله. ده ته د ایران د ملت هره ځانګړنه ښه ښکارېده او نتیجه دا وه چې د خپل قام د بهترۍ لپاره یې عملي ګام نه شو اخیستلای.
په پیښور پوهنتون کې مې یوه ورځ د دوو محصلانو په بحث کې جالب ټکی ته پام شو. دا یو محصل کمونیست و او په کمونیستو کې بیا د ستالین ډېر مخلص و. ده د ستالین په ستاینه ��ې په اعتونو ساعتونو خبرې کولای شوی. ده وویل چې ستالین له ظلم سره په مبارزه کې دومره تکړه و چې د تزار حکومت په ځلونو ځلونو بندي کړ او څو ځله خو له زندانه وتښېد، مګر له مبارزې لاس په سر نه شو. هغه بل محصل چې معلومات یې کم خو ذهن یې پراخ و، ورته وویل: داسې څوک پېژنې چې د ستالین له زندانه دې څو ځله تښتېدلی او بیا دې هم ژوندی پاتې شوی وي؟ لومړی محصل چې هیڅ وخت به نه بندېده، دې خبرې پټه خوله کړ. ده ته به شاید په زړه کې ورتېر شوي وي چې هغه حکومت چې خپل مخالف له څو څو ځله نیولو سره سره نه اعداموي، دومره ډېر هم ظالم نه شو بللای. زما چې له ستالینه او ټول شوروي نظامه کرکه کېدله، د ستالین د پلوي ماتې سخت خوشحاله کړم. ما به د ستالین خلاف هر دلیل او هر سند په خوند لوست. یوه ورځ مې ارواښاد قلندر مومند ته چې یو وخت یې د ستالین مرثیه لیکلې وه، د شوروي په مطبوعاتو کې د ستالین د غندنې لیکنه په خوند واوروله او ورته ومې ویل دا دی پخپله شورویان هم پسې بد وايي! ارواښاد استاد قلندر مومند ځواب عجب ځواب راکړ: د شورویانو هره خبره درته دروغ ښکاري خو چې په ستالین پسې یې بد لیکلي دي، دې ته د سند په سترګه ګورې!
د دې لپاره چې په واقعي معنا صاحب نظر شو، د هغو کتابونو لوستلو ته باید لا زیاته مخه کړو چې زموږ د نظرونو په مخالفت کې لیکل شوي دي. دغه کار به مو د نظر وسعت زیات کړي او له لویو تېروتنو به مو وژغوري.
حکایت دی وایي شیطان له خپل مرید سره د هندوستان په یوه کلي کې روان و. دوی یو شیخ ولید چې په خاورو کې یې په څه شي نظر ولګېد او په خوشحالۍ یې رااوچت کړ. مرید له شیطانه پوښتنه وکړه: شیخ به څه موندلي وي؟ شیطان ځواب ورکړ: د حقیقت یوه ټوټه. مرید سړه سا وایسته خو شیطان ناکراره نه ښکارېده. مرید له شیطانه یو ځل بیا پوښتنه وکړه: څنګه خوا دې نه شوه بده؟ شیطان ورته وویل: نه، او بلکې خوشحاله شوم، ځکه د حقیقت دا یوه ټوټه به شیخ دومره بوخت وساتي چې نور ټول حقیقت به ورپورې هېر کړي.
که مونږ د مخالفو نظرونو د لوستلو حوصله نه لرو، د هندوستان د شیخ ټوکه به راباندې وشي او د یزدان په ځای به شیطان خوشحاله کړو. دنیا ډېره پېچلې ده او هغوی چې ځانونه ورته په حقیقت پوره پوه او رسېدلي ښکاري، ممکن لویې تېروتنې وکړي. د دې لپاره چې د حقیقت په سین کې یو څه ژور لاړ شو او د فکر ملغلرې راوباسو، راته پکار ده چې د خپلو نظرونو په ستاینه او د نورو د نظرونو په غندنه کې له اعتداله کار واخلو . د فکر د اعتدال نعمت د هغه چا په نصیب کېږي چې د مخالفو نظرونو کتابونه هم په سړه سینه لولي او لکه یو واقعي قاضي چې د مدعي او مدعي علیه متضادې خبرې په بې طرفۍ سره اوري، دی هم د مخالفو نظرونو لوستلو ته تیار وي. هغه څوک چې په خپلو نظرونو ډېر میین او مغرور دی، له ځانه دې وپوښتي چې: د ده د نظر متعصب مخالفان ډېر هوښیار ورښکاري که نرم او معتدل مخالفان؟