ولي جان لېونی په سوېلي پښتونخوا کې خورا له مشهورو سياسي څېرو څخه و. د پښتونخوا ملي عوامي گوند غړيتوب يې درلود، خو په احتجاجي لاريونونو کې به يې د هرې سياسې ډلې برخه اخيسته.
دی لېونحاله و، ژبه يې هم بندېده، خلکو به توړی باله، خو په عين حال کې د سياست له ډېرو لوړو ژورو خبر و.
که به هرې سياسي ډلې مظاهره کوله، ولي جان به يې په سر کې روان و او په خپل درانه غږ به يې د مخ له کس سره شعار بدرګه کاوه، خو بدبختي ګوره چې په هر لاريون کې به يې برخه واخيسته، په لومړي شعار به يې ګډوډ کړ.
د لاريون سرلاري به د محمود خان اڅکزي نوم واخيست، لاريون کوونکيو به په يوه غږ د زنده باد چيغه وکړه، خوتوړي ولي جان به زنده باد نه شوای ويلای، چیغې به یې کړې، شين تاپات.
يو وخت چا ورته ويلي وو چې هلکه په دغه لاريون کې يا پټه خوله ځه يا دا زنده باد سم وايه، دا د مشر بې عزتي ده. ده ورته ويلي وو، مشر تر اوسه ولاکه داسې د سړيتوب کار کړی چې زړه مې ورته سم شين تاپات ووايي. دغه شين تاپات هم پرې ډېر دی.
اوس به نو زياته کاله په پوره کېدو وي چې ځوانانو ته د ډاکټر صاحب اشرف غني په مشرۍ کې د يوه ګل ګلزار، ودان او سولهييز افغانستان تمې ورپيدا شوې دي، څوک يې دربار ته منډې وروهي چې د غني افغانستان په اړه يو نوی زېری واوري، څوک يې په کلي کې په ستاينو نه مړېږي چې دا د نړۍ دويم هوښيار سړی دی، که سترګې وروتړل شي هم، وطن سمې لارې ته سيخولای شي، څوک يې پر سر نورو ته سپکې سپورې وايي. هر سړی لګيا دی تر خپله وسه پورې هڅه کوي چې د روښانه راتلونکي په اړه يوه خوږه کيسه وکړي، اما کيسه هماغه ده چې “زوړ چينجن تير مو په ځمکه کې خښ کړی و، لږې اوبه مو ورباندې وپاشلې او لاس تر زنې ورته ناست وو چې پاڼې به وکړي، مېوه به ونيسي او موږ به يې بيا تر سيوري لاندې ناست يو.”
که هغه مهال، چې ځوانانو ته د غني افغانستان تمه ورکول کېده، کومه مور امېدواره شوې وای، اوس به يې تک سپين غټ، مټ ګلالی زوی زېږولی وای، خو افسوس د ځوانانو پر حال چې لا هم د ټاکنو د ماشوم مړی ژوندی، نر او ښځه سم نه دي مالوم شوي.
قوي اندېښنه دا ده چې يا به دغه ماشوم مړ پيدا شي، يا به نرښځی وي.
له پيله تر اوسه ډاکټر صاحب غني داسې د خوند کار و نه کړ چې دا زړه مو ورته سم شين تاپات ووايي، دغه شين تاپات هم ورباندې ډېر دی چې تر اوسه مو وايه.
کومې کونډې ويلي وو چې تر دېوال وراوښتی ځوان يې پر پرتاګه وراخته شوی و، دې ويلي و چې ودرېږه دی لا څه کوي، ځوان به پرمختګ کاوه او کونډې به همدا ويل چې ودرېږه دی لا څه کوي، کيسه همداسې روانه وه او بلاخره په يوه نري درد پای ته ورسېده.
د افغانستان له ټاکنو سره عين همداسې کار وشو. په لومړي سر کې همګرايانو چيغې کړې چې پايلې نه منو، د تحول ډلې وويل، ته ودرېږه دوی لا څه کوي، په بحران راوستو خلک ووېرول شول، د وينو د سيندونو د بهولو ګواښونه وشول، خيمې ووهل شوې، لاريونونه وشول، کيسه تر زرغونو او ژېړو حرکتونو پورې ورسېده، خلک وډبول شول، ووژل شول، د کودتا لپاره چمتوالي ونيول شول، د ولايتونو د سقوط خبرداري ورکړل شول، په رڼا ورځ په ارګ د ننوتو تابياوې ونيول شوې او ځينو مردارخورو خو د تجزيې کرغېړن نوم هم واخيست، اما د تحول ډلې تر هر خبرداري وروسته همدا وويل، ودرېږه همګرايان لا څه کوي.
ځوانان په لومړي سر کې هم پوهېدل چې ډاکتر صاحب غني په سياست نه پوهېږي، خو په دې خاطر يې د هغه لمن نه خوشې کوله چې ويل يې، يو ښه مدير دی. اما له بده مرغه په تېره څه موده کې ډاکټر صاحب د ورپسې هېوادوالو مدريت، د ملاعمر د امارت په څېر وکړ.
دا قانون دی، سيال چې دې په هر شي وېروي، نو پوه شه چې دی له همدې شي وېره لري.
همګرايانو ولس په جګړه، وينو تويولو او غرونو ته په ختلو وېراوه، خو حقیقت دا دی چې دغې ډلې په خپله له همدې شيانو شديده وېره درلوده.
پر حق وو، که پر ناحقه، هغوی لاريونونو وکړل، هغوی سره لمر ته په فرض روژه کې په خېمو کې کېښناستل، ملګرو ملتونو ته يې ګرېوان څېرې کړ، له امريکا يې مرسته وغوښته، سره راټول شول او خپله خبره يې په يوه غږ وکړه، خو د ډاکټر صاحب غني ډلې څه وکړل؟ هر غړي يې يوازې په خپل فېسبوک پاڼه وليکل، ګل مرجان يې نه مني.
وايي، مړی اول ګوز نه اچوي، چې اچوي يې بيا کفن څيري. د تحول له غاړې، لومړی چا همګرايانو ته د ځواب ورکولو لپاره غونډه نه کوله، چې يوه يې وکړه، په هغې کې وويل، موږ له طالبانو سره يو ځای کېږو.
کاشکې د تحول ډلې دغه ټاکنې بېخي بايللې وای، د ټاکنو پروسې، پر ډېموکراسي د خلکو باور، برنامې ته د خلکو هوسېدلو او د تحول ډلې محبوبيت ته خو به زيان نه رسېده، پنځه کاله وروسته خو به خلک بيا رايې ورکولو ته راوتلي وو، اما اوس هر څه د همګرايي سېلاب په مخه کړل.
کاشکې ډاکټر صاحب غني بېرته ولس ته مخ رااړولی وای، سپين يې ورته ويلي وای چې تر وس يې تېره ده، له ولسه يې مشهوره غوښتې وای چې له پروسې ووځي او که معامله وکړي. بيا که له پروسې وتلای هم، دومره تاوان نه پېښېده، که يې معامله کولای هم به يو قوي ځواک وای، د ولس باور به هم نه ماتېده.
ولس پر برنامه بې باوره شو، ولس پر ټاکنو باور له لاسه ورکړ، ولس وليده چې په ټاکنو کې دواړه نوماندان بريالي شول يوازې ولس ماتې وخوړه، ولس به بيا کله هم داسې لېونتوب و نه کړي چې هر ګواښ پر ځان ومني او د ټاکنو په ورځ د رايو صندقونو ته لاړ شي. ولس بيا د يوې بې مانا رايې لپاره د شهادت ګوته نه پرې کوي، يوه مور به بيا کله هم د يوه متفکر د بريالتوب لپاره پر ځان د ماشوم زېږېدو دردونه تېر نه کړي، يو پلار به بيا کله هم د ټاکنو په ورځ زړه ډبره نه کړي او د لور پر جسد به و نه خاندي. ولس ماتې وخوړه.
په ټاکنو کې هغه نوماند چې په ښکاره ناکام و، ټول پوهېدل چې په هيڅ نه پوهېږي، بيا يې هم يوه خبره وکړه او پر خپله خبره ودرېده، د همګرايي غږ يې پورته کړ او پسې ويې ويل، مردها را قول است.
بله خوا يو له ورايه بريالی نوماند، چې ټول پوهېدل چې د وطن په درد پوهېږي، را ولاړ شو، چيغې يې کړې چې معامله نه مني، غاړې يې له دغو چيغو سره ولوېدې، خو پر خپل حقه خبره ولاړ پاتې نه شو.
پايله دا شوه چې که پر خپله ناکامه شبنامه باور وکړې او پر خپله نامعقوله خبره تر پايه ودرېږې،
يوې قوي برنامې او يوې پر حق دعوې ته، شرموونکې ماتې ورکـــولای شـې.
رښتيا هم، مردها را قول اس!
شين تاپات اشرف غني احمدزی