په دې وروستیو کې د یوې بهرنۍ لیکوالې هغه اثر چې په فرانسوۍ ژبه لیکل شوی و، انګریزي ژبې ته ژباړل شوی، اوس په کابل کې په پښتو ژباړل شوی، دا کتاب د (یو سړی، اوموټر سیکل) یا (A man and a motorcycle.) په نوم دی، د ۲۰۰۱ز کال کې د ولسمشر کرزي پر هغه خوځښت خبرې کوي چې له کویټې ښار څخه اروزګان ولایت ته پر یوه موټر سیکل له خپل وراره احمد کرزي سره ولاړی، په همدې ترتیب یې بُن کنفرانس ته هم پر سټلایټ ټلیفون ناڅاپي او د کنفرانس ډېرو ګډونوالو ته خبرې نوي وې، کتاب د ولسمشر کرزي واک ته پر رسېدو ږغېږي، بل لور کتاب کاږي دا ډیپلوماټ (کرزی) څنګه د جنګسالارانو په منځ کې راګېر شو. کتاب به ډېر ژر د چاپ په ګاڼه سمبال شي، مینوال دې خبر وي.

احمدالله اروزګانی

0 thoughts on “د کتاب د ژباړي خبرتیا”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *