تاند- د افغانستان نوي منتخب ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي وویل چې د سترې محکمې په ګډون به ښځې د حکومت په ټولو لوړو چوکیو وګوماري.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلی غني، چې پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی او نوی ولسمشر اعلان کړ، په پام کې لري چې نن ورځ /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې څرګندونې وکړي.

ښاغلي احمدزي په یوه اعلامیه کې ویلي، ښځې هم تشویقوي چې د ده په حکومت کې او د پوهنې او اقتصاد په برخو کې استازیتوب ولري.

ده همداراز ویلي، افغانان باید دا له یاده ونه باسي چې بېوزلي، د تعلیم نشتوالی یا کموالی، د عوایدو نابرابري او ناامني د هیواد دښمنان دي.

منتخب ولسمشر احمدزي دغه راز ویلي:«بری یوازی د انتخاباتو ګټل نه دي، دا د ولسواکۍ، زموږ د اساسي قانون او زموږ د راتلونکې بری دی. موږ په ګډه یوه پاڼه واړوله او په خپل اوږد او ویاړلي تاریخ کې مو یو نوی باب پرانست چې هغه د لومړي ځل لپاره له یوه منتخب ولسمشره بل ته په سوله ییز ډول دیموکراتیک واک لېږد دی.»

ښاغلي احمدزي همداراز ژمنه کړې چې له امریکا سره به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

پرون د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو د موافقې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې هیله څرګنده کړه چې نوي افغان چارواکي به ژر امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

0 thoughts on “منتخب ولسمشر احمدزی وايي، ښځو ته په حکومت کې برخه ورکوي”
  1. ښاغلی سعیدي صیب
    السلام علیکم!

    وروره ستاسی دلیکنی سره زه موافق یم، همداسی ده اوهمداسی به کیزی، څه به وکړو زمونږ مشوری ښاغلی احمدزی نه واوریدی او نه یی ولوستی، وبه گورو چه خه کیږی؟

    خو یوه نوی خبره چه زما مغز ته راځی هغه داده شاید چه دااوسنی حکومت دبهرنیانو لخواپه دوو برخو وویشل شی.
    ۱-اشرف غنی
    ۲-ملاعمر,عبداله او گلبدین

    دحکومت تشکیل به داسی جوړ شی لکه په ایران کی چه حکومتی او مذهبی سیستم دی

    دخدای په امان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *