د پکتيا په مرکز ګردېز کې د لومړي ځل لپاره دوو ولايتونو پکتيا خوست لوبغاړو د کيو کوشين کان کراټې د اتل ولۍ ولايتي سيالۍ ترسره کړې.

دغه سيالۍ د مرکز ګردېز ښار د همدرد لوبغالي کي دوه ورځې دوام درلود او د شنبې په ورځ د ۲۰۱۴ زيږديز کال د سيپټمبر د مياشتې په ۲۰ پيل چې د خوست او پکتيا ۳۰ تنه لوبغاړو ورکې ګډون کړی وو.

د کیوکوشین سيالي په سويل ختيځ زون کې د کيو کوشين کان کراټې د سيمه اييزې څانګې مسول محمدالله صابري په نوښت جوړې شوې وي او د سمبالښت چارې هم يادې څانکې مخې ته بېولې.

1په دې سياليو کې د څارنې چارې د افغانستان کيو کوشين کان کراټي مرستيال سن سي نور آغاهاشمي، استاد حبيب الرحمان عادل، د لغمان کيوکوشين کان کراټي ولايتي مسول او استاد رحمان الله وصال منګل د خوست کيوکوشين کان کراټې ولايتي مسول په مخې ته وړې.

1د سيالو د پيل پر مهال د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي تر څنګ د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي، د مدني ټولنو فعالينو د پکتيا پوهنتون محصلينو او د ورش مينوالو ګډون کړی وو.

په سويل ختيځو ولايتونو کې د کيوکوشين کان کرټې مسول محمدالله صابري وايي د دغو سيالو څخه يې موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ولايتي غوره لوبډلې جوړول دي، چې وکولی شي په راتلوونکي کې په ملي سيالو کې په ښه ډول سره ولوبيږي.

1صابرې وايي د دې بله ګټه داده چې د ولايتونو لوبغاړې يو تر بله خپلې تجروبې شريکې کړي.

د پکتيا ولايت بدني روزني آمريت آمر امين الله عالم يار او استاد ګل کريم سهار د فنې څانګې مسوول د هېواد د نورو لوبو په پرتله د کيو کوشين کان کراټې سيالیو وصول وستایل او د لومړي ځل لپاره په پکتيا کې جوړې شوې يي سيالۍ وستايلې.

دا لومړی ځل دی چې د خوست او پکتيا د کيو کوشين کان کراټې لوبډلې په مرکز ګردېز کې د غوره لوبډلې جوړولو لپاره خپل منځي دوستانه سيالۍ تر سره کوي.

له لوبې وروسته لوبغاړو ته پايلې په لاندې ډول وښودل شوې.

1

نومونه يې په لاندې ډول دې

د تنکیو ځوانانو برخه

– ۲۰ کیلوګرام وزن:

لومړی: شکرالله              خوست

دوهم   صفت الله             ګردیز

دریم :   قریب الله             ګردیز

د تنکیو ځوانانو برخه:

+ ۲۰ کیلوګرام وزن:

لومړی:   سلطان الماس      خوست

دوهم :      شوکت الله         خوست

دریم :     انصاف الله         ګردیز

د ځوانانو برخه:

+ 45 کیلوګرام وزن:

لومړی: حبیب الله                خوست

دوهم : ذاید الله الماس            خوست

دریم : عصمت الله احمدزي      ګردیز

د ځوانانو دوهمه برخه:

+ 50 کیلوګرام وزن:

لومړی: فضل الرحمن احمدزي     ګردیز

دوهم : رومان خاوري               خوست

دریم : ذاهد الله پاچا                   ګردیز

د ځوانانو برخه:

+ 60 کیلوګرام وزن:

لومړی: طالب منګل                 ګردیز

دوهم : سلیمان محمدي             خوست

دریم : محمدالله اتل منګل             ګردیز

دریم مشترک: سبحان الله شریفزوی ګردیز

د لویانو برخه:

+ 70 کیلوګرام وزن:

لومړی: عزت الله همدرد         ګردیز

دوهم : شاهي الدین منګل        ګردیز

دریم : محمد اصف منګل        ګردیز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *