تاند- د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي له ولسمشر اعلانېدو یوه ورځ وروسته په لومړنۍ وینا کې وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې د ملي یووالي حکومت به د قانون، عدالت، شفافیت او مسوولیت د قانون حکومت وي.

ده د کابل په اماني لېسه کې خپلو یو شمېر پلویانو او د حضرت صبغت الله مجددي په شمول د یو شمېر مشرانو په غونډه کې وویل دا به په افغانستان کې د احمدشاه بابا له دوره تراوسه پوري لومړی ځل وي چې له یوه منتخب ولسمشره بل منتخب ولسمشر ته واک په سوله ییز ډول لېږدول کېږي.

ده وویل، د افغانستان ثبات او د افغانانو امنیت تر بل هر شي ورته مهم دی.

احمدزي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان ټول مشکلات به په تدبیر، توجه او قاطعت حل کړي.

ده همدا رازوویل چې حکومت به یې ولس ته ځواب ورکوونکي وي ځکه چې د ملت په ارادې او رایو جوړ شوی دی.

اشرف غني احمدزي وویل:« د مسلمان او افغان په حیث اول خدای ج او بیا ملت ته ځان مسوول بولم چې د ولس رایه به خوندي کوم. ملت موږ ته، د ملي وحدت حکومت ته او ما ته د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه لوی مسوولیت را په غاړه کړی، د اخرت په ورځ خدای تعالي به د هر افغان د وضعیت په اړه له ما او زما له همکارانو پوښتنه وکړي نو نن بیا هغه ورځ راغلې چې د تواضع سر ټیټ کړو او له خدای پاکه د مرستې غوښتنه وکړو ځکه دا لوی پېټی د خدای له مرستې پرته نه شو وړلی.»

ده له ټولو افغانانو وغوښتل چې په ګډه د خپل هیواد لپاره کار وکړي، تېر راتلونکو مورخانو ته پرېږدي او د اوس له هرې شېبې څخه د افغانستان د ابادۍ لپاره په کار ولګوي.

منتخب ولسمشر وویل: “سیاسي مسایل سیاسي حل لاره غواړي، په ټوپک، په تورې نه حل کېږي. د افغانستان ثبات تر ټولو مهمه مسله ده”.

ده خلکو ته وعده ورکړه چې په هرو شپږو میاشتو کې به د افغانستان ستر ملت ته د اساسي قانون د تطبیق راپور ورکوي.

اشرف غني احمدزي وویل چې د ملي یووالي حکومت، د عبدالله عبدالله په ګډون، به هر افغان ته مسول وي.

احمدزي دغه راز وویل:«په ځلونو مې ویلي و چې زموږ د نن ورځې سیالان به زموږ د سبا ورځې همکاران وي او موږ به دا هڅه ونه کړو چې څوک حذف کړو.»

ده تاکید وکړ چې د ملي یووالي حکومت د ټولو افغانانو حکومت دی او د پر له پسې بدلون لپاره به د پراخو اصلاحاتو واحد هدف تعقیب کړي.

ده یادونه وکړه چې پراخ اصلاحات د ښاغلي عبدالله شعار و او دوامدار بدلون د ده شعار و چې دا ده اوس په ګډ شعار بدل شوی دی.

منتخب ولسمشر وویل چې د ملي وحدت حکومت د قدرت د وېش پر اساس نه بلکې د دندو او مسوولیتونو د وېش پر اساس رامنځته کېږي او معیار یې اساسي قانون دی.

2 thoughts on “احمدزی: تل مې ویلي و چې زموږ د نن ورځې سیالان به رموږ د سبا ورځې همکاران وي”
  1. په فارسي كى يؤ متل دي( سال كه نيكو است إز بهارش پيداست) تشكر ستاسو له معلوماتو نه غني صاحب

  2. مونږ به د بریالیتوب دعا درته کوو الله ج د ټول افغانان ستاسو د مدبرشخصیت تر سیوری لاندی سره راټول کړی چی ټول په ګډه د واحد او سرلوړی افغانستان لپاره کارسره وکړو. که تاویل چی زه یم او ما ویل چی زه یم . نه به ته یی نه به زه یم او که تا ویل چی ته یی او ما ویل چی ته یی هم به زه یم هم به ته یی

ځواب دلته پرېږدئ