تاند- حامد کرزی، چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته رسېدلې ده، سبا /سې شنبه/ په ارګ کې له حکومتي مامورینو سره خدای پاماني کوي او نوی ولسمشر د راتلونکې دوشنبې په ورځ په ارګ کې لوړه په ځای کوي.
د چارو د ادارې رييس صادق مدبر نن په یوه خبري غونډه کې وویل، له ټاکل شوي فهرست سره سم د حامد کرزي د خدای پامانۍ مراسمو ته د ۳۴ ولایتونو مامورین رابلل شوي دي. ښاغلی کرزی به له هغوی سره سبا په یو لړ مراسمو کې خدای پاماني وکړي.
ښاغلي مدبر د نوي منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو په اړه وویل، له مشرانو سره د ولسمشر کرزي د مشورو پر اساس ټاکل شوې ده چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو راتلونکې دوشنبه په ارګ کې جوړ شي.
د ده په وینا په دې مراسمو کې به د یو شمېر هیوادونو ولسمشران، صدراعظمان او مرستیال ولسمشران ګډون وکړي.
مدبر ونه ویل چې د کومو هیوادونو مشران د اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.
د چارو د ادارې رييس دا هم وویل چې د لوړې د مراسمو مېلمانه په دیارلس کته ګوریو وېشل شوي چې په هغو کې بهرني او کورني مېلمانه شامل دي.
د ملي شورا د دواړو جرګو ريیسان او غړي، د درې ګونو قواوو مشران او چارواکي، جهادي مشران، د اوسنۍ کابینې غړي، قومي مشران، او د مدني ټولنې استازي د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسمو ته بلل شوي دي.
که څه هم زموږ سره تا خپله ډېره بېځایه نا اعلان شوې دوښمني د خپلو نا اهله د افغانستان د نظام ، خاورې او ملت ضد ما فیایي بړېڅو په توشه او مشوره وکړه . او موږ یې په مادي او معنوي لحاظ در باندې ووهلو ، زموږ د اولاد حقوق دې پر دوی باندې وخوړ ل..موږ به نور څه نه در پسې وایو . خو الله دې مل شه . ښه وشول چې نور د تا ، او د تاد ملګرو لاسونه د غریب ملت او غریبووهل شویو مأمورینو له ګرېوان څخه وختل . که اشرف غني او دده حکومت د وهل شویو مأمورینو او ملت خوړل شوي حقوق له تا ، او ستا له ملګرو وا نه خلي ملت به ستاسو ټولو پر ضد را پاڅي او خپل حقوق به آن ستاسې له اولادونو څخه هم واخلي .