تاسو چې د الهي او وضعي قوانینو څخه خبر یاست او د دواړو د تطبیق مسؤلیت مو پرغاړه پروت دی، د وضعي قوانینو حساب خو به اوس نه درسره کوم ځکه چې هغه د انساني عقل پر اساس جوړ شوي او تاسو ته نه انساني عقل مهم دی، نه د انسان عزت و کرامت، مګر د الهي قانون په باب به خبره درسره وکړم.
تاسو ته خو د خدای تعالی او د هغه د مبارک رسول او د هغه د مقدس کلام مبینه لار تر بل هر چا زیاته معلومه ده، کله چې تاسو یوه ناحقه فیصله کوئ او د حق او پروردګار په مقابل کې د بغاوت جرئت کوئ، آیا یو لږ ډار مو په ذهن و زړه کې نه درګرځي؟
کله چې تاسو حق نا حق او ناحق حق کوئ، په دغه لحظه کې مو په زړه کې د الله نوم او تصور در ګرځي که نه؟
آیا په دغه شېبه کې مو هغه ساعت در یادېږي چې زنې مو تړلې وي او هغه دوې لویشتي ځمکې ته مو ور کښته کوي؟
آیا پر دې ایمان لرئ چې مثقال ذرة حساب به درسره کېږي؟
زما خو د یوه مؤمن مسلمان په صفت دا کلک ایمان دی، که څوک رښتیا پر مومن به لار روان وي او پر خدای تعالی، ملائکو، الهي کتابو، پیغمبرانو، د آخرت پر ورځ، د خیر و شر پر اندازه او تر مرګ وروسته پر بیا ژوند او سوال و جواب ایمان ولري، هغه به ستاسو غوندې دغسې مخامخ د حق جګړې ته نه ور وزي.
زه چې تاسو ته ګورم چې، هېڅډول ډار نه لرئ! په سپینه ورځ رشوتونه خورئ! غلاوې کوئ! د مظلومو انسانانو له هېڅډول زجر و زحمته مخ نه ګرځوئ!
بېګناه افغانان په سل و زر رنګه ناحقه تورونو سره مجرم ثابتوئ! زندان ته یې غورځوئ! او معلوم الحال مجرمین، لکه ملي قهرمانان، سرې سترګې ګرځي، نو دا مې یقین شي چې تاسو اصلاً د خدای تعالی پر وجود باور نلرئ!
نه یې د کلام په کیسه کې یاست، نه یې د قیامت او سوال و جواب پروا لرئ!
تاسو په دې فقهی قاعده هم ښه پوه یاست چې هر څوک حرام حلال بولي، هغه کافر دی، په دې حساب ستاسو لپاره د کفرواسلام مسله هم مطرح نه ده! تاسو یوازې د خپلو ګېډو جهنم د غریبو او بېوزلو افغانانو د حقوقو په اور ډکول غواړئ! د دوی ویني لکه ژورې زبېښئ!
د کندهار قاضیانو! یاد ولرئ!!!
که پر آخرت او الهی انصاف و عدالت ایمان نلرئ، مه یې لرئ! خو پر دې دنیا به مو ګریوانو ته د همدغو مظلومانو لاسونه در لوېږي، ممکن تاسو ته دا ګواښ هم ګپ- شپ وایسي خو تر تاسو لوی- لوی شرمښان د بېوزلو د غضب په سوټي لیوني او ذلیل شوي دي، تاسو هم د ذلت دغسي حتمي ساعت مه هېروئ!
موږ به انتظار وکړو چې آیا تاسو د هستي محمد په باب د افغانستان د قوانینو په رڼا تر خپل کړي خیانت تېرېږئ که نه؟
نور حساب به بیا کوو!
حق پر باطل بریالی کېدونکی دی.
محمدیار- یار
۱۳۹۳/۶/۲۹