لومړی څپرکی/

په دغه څپرکي کې يې لولئ:

لرغونې(لومرۍ)دوره

سوریان

لودیان

پښتون کورنۍ

امیرکروړ

محمدهاشم

شیخ رضي

نصرلودي

بیټ نیکه

شیخ اسعدسوري

ښکارندوی غوري

شیخ متي

اکبرزمینداوي

سلطان بهلول لودي

زرغونه کاکړ

شیخ بوستان بړیڅ

میرمن نیکبخته

اونور ……………….

دلرغونې دورې څېړنه اوځانګړنې

دپښتوژبې دلرغونې(لومړۍ)دورې لاسته راغلی لومړنی نظم دامیر کروړپه(۱۳۹هـق)کال اولومړنی لاسته راغلی نثردسلیما ماکو(۶۱۲ هـ ق ) تذکرة الاولیااته مخونه دي.(۱۱: ۱۳مخ)

داچې نظم اونثردلیک پواسطه لیکل کېږي اودژبې پواسطه ویل کېږي،غواړم په ژبې اولیک باندې دځینوپوهانواو مفکرینونظریات د ښه وضاحت لپاره وړاندې کړم.

ژبه:په ډېروکتابونوکې مې لیدلي اولوستلي دي، چې د ژبوتاریخچه د اندواروپایي څخه پیل کېږي او وایي دغه اندواروپایي یوفرضي نوم دی، چې نننۍ ټولې ژبې له همدې اندواروپایي څخه لاسته راغلي دي، او په دنیاکې د ټولو ژبو تاریخچه اندواروپايي ته رسېږي، د اندواروپایي ژبو په اړه ډېر نظریات د اروپایانودي،خود ژبې لاس ته راغلي اسنادد هندواروپایي څخه دي،چې ددې څخه له مخه هم د ژبې اولیک دپیدا یښت په ا‌ړه قوي اومستند دلایل موجوددي.

داچې موږاو تاسې مسلمانان یواوپرقرانکریم ایمان لرو،په قرا نکریم کې الله جل جلاله فرمایي:

(وَعَلَّمَ اٰدَمَ الْاَسْمَاۗءَ كُلَّهَا) [البقره/٣١]

یعنې حضرت ادم علیه السلام ته دټولوشیانونومونه وښودل شویادټولوشیانوعلم ورته ورکړل شو،بل ځای الله جل جلاله فرمايي:

(خَلَقَ الْاِنْسَانَ Ǽ۝ۙ عَلَّمَهُ الْبَيَانَ Ć۝) [الرحمن/٣-٤]

یعنې انسان يې پیداکړواوبیايې ورته و ښودلو، نودپورته ایاتونونه په ډاګه معلومیږي، چې د شیانونومونه او د هغې علم د انسان د پیدایښت سره پیدا شوی دی.(۲: ۵۵مخ)

کله چې ادم علیه السلام پرمخ د ځمکې مېشت شوخبرې يې وکړې اود الله جل جلاله سره یې سوال او ځواب وکړ، نومعلومه شوه چې دژبې تاریخچه ان ادم علیه السلام ته رسېږي.

ژبې ته د قرانکریم په اصطلاح کې(لسان)وایي، چې جمع یې(السنه) راغلې ده اوپه قرانکریم کې د ژبې دغه نوم پنځه ویشتو ایاتونو او درویشتو سورتونو کې راغلی دی. په نبوي احادیثو کې هم د لسان (ژبې) کلمه زښته ډېره استعمال شوې ده. داچې وایې ژبه دافهام اوتفهیم (پوهولواوراپوهولو)وسیله ده. دلته سوال پیدا کېږي چې حېوانات هم په خپلو کې د اوازونو په واسطه یو بل پوهولی شي لکه د مار په لیدلو چې مرغۍ راغونډې شي او د ویرې شور جوړکړي.

یعنې په ځناورو او مرغانوکې هم د یوبل د پوهولواو راپوهولو ماده الله جل جلاله ایښې ده، خو هغوی ددې اوازونو نه علاوه نور څه نه شي ویلای، نو د انسان اومرغانوپه پوهولواوراپوهولوکې فرق دادی، چې انسان کولای شي خپل خیالات اواحساسات دژبې پواسطه ښکاره کړي، خودمرغانوپه اوازکې دغه ماده نه لیدل کېږي، ژبه دهغواوازونونوم دی، چې انسانان پرې خپل مطلب بیانوي. په عربي کې ژبې ته لسان ، یوناني کې یوغوسه، انګریزي کې لینګویچ، فارسي اواردو کې زبان، سانسګریټ کې جوا او پښتوکې ژبه ویل کېږي. امام راغب اصفهاني متوفي په (مفردات قران ) کې ویلي دي:

(لسان مفرددی اوجمع یې السن دی) اوپه (معجم الوسیط)او(المنجی) کې ویلي دي:

((لسان دسیندپه زورسره دغوښې هغه ټوټې ته ویل کېږي، چې په خوله کې ده،دخوراک خوند پرې معلومېدای شي،خواړه ستونې اوبیاګېډې ته پرې تېرولی شواوخبرې پرې کولای شو، دژبې نومونه په عربي ژبه کې (اللفظ،منطق،خطاب،قول،اللغته اوکلام)دي، اولاندې ډولونه لري:

(۲: ۹۹مخ)

د ژبې ډولونه

اروپایانود ټولو ژبو موراندواروپایي ښودلې ده اوبیایې اندواروپایې په یولسوډلوویشلي ده اوپه ځینوځایونوکې کینتوم اوستم په دوه لویو ګروپونوویشلي دي، خودقران اوسنتوپه رڼاکې اسلامي عالمانواود عقیدی پوهانو ژبې په لاندې دوه ډلو ویشلي دي:

یوډول يې هغه ده، چې په خبرويې هېڅوک نه پوهیږي، پرته دکایناتوله خالق څخه اویاهغه څوک پرې پوهیږي، چې الله تعالی یې دپوهولواراده وفرمایي. د ژبې دغه ډول ته په عامه اصطلاح کې د(حال ژبه)ویل کېږي. او دويم ډول د(قال ژبه)ده،داهغه ژبه ده چې خبرې اترې پرې کوي اوهر څوک پرې پوهېږي.

حال ژبه:ددغې ژبې ويونکيوکې ټول هغه عالمونه راځي، چې الله جل جلاله د خبروکولوقدرت نه وي ورکړی: لکه ونه، نباتات اوهر ډول شنه بوټي اوګیاوې،کاڼي اوډبرې،لمر،سپوږمۍ،ستوري،اسمانونه او ځمکې، د وچې اواوبو ټول ‌‌‌ژوي اوسالرونکي دحال په ژبه غږېږي اوخبرې کوي او دالله تعالی حمد وایي،الله تعالی ځینوانبیاووکراموته دمرغانواو نورو حېواناتو،خزندواو ژوودحال په ژبه دخبروکولوعلم اوپوهه ورکړې وه او بې له تکلفه پرې پوهيدل،حضرت سلیمان علیه السلام ته د((منطق الطیر)) یعنې د مرغانوپه ژبې پوهیدلوعلم ورکړی و، اوهم یې د((منطق النمل )) یعنې د خزندودحال په ژبه دپوهیدوعلم ورکړی و،لکه د نمل په سورت کې یې یادونه شوې ده،حضرت داودعلیه السلام دمرغانوپه ژبه پوهیده اوهم د جماداتو ،کاڼو، بوټو،ونو،غرونواوڅارویو په ژبو د پوهیدلو علم ورسره وه ، حضرت محمد(ص) ته هم الله جل جلاله د معجزې په ډول د حېواناتو په ژبې د پوهیدلوعلم ورکړی و اوهم دکاڼو د حال په ژبه پوهیده، مطلب دا چې الله تعالی خپلوځينوخاصو بنده ګانوته په خپله خاصه پېرزوینه د حال په ژبه د پوهیدلو علم عطا کړې وه،مګر د عامو وګړو له وس څخه د ا بهردی.

قال ژبه:دقال په ژبه کې دالله تعالی کلام،پرښتو کلام،پیریانوکلام او د بشر کلام او ویناراځي، دالله تعالی وینا له ټولوویناوو ډېره بهتره ده، او په مخلوقاتوکې لومړنی کلام اووینادپرښتوده، دپرښتودکلام اصلي حقیقت یوازې الله جل جلاله اوبیاپخپله دوې ته معلوم دی او درېیم د پیریانوکلام چې دانسانانوڅخه دمخه د ځمکې مخلوق و، اوڅلورم د بشر کلام دی، چې دې ته الله تعالی دومره لوړمقام ورکړی دی، چې نه دحال په ژبه کې شته او نه د قال د ژبې د پرښتواوپیریانوپه ژبه کې موجوددي، نو په همدې اساس دبشري کلام ژبه الله تعالی د مخلوقاتو پر ژبوباندې غوره اوافضله ګرځولې ده، د ژبو د پیدايښت د تاریخ په اړوند د غربي څېړونکیونظریات د اسلامي تاریخي څېړنوخلاف دی، چې وایې: د ژبو د پیدایښت تاریخ څلورزره کلن دی، په دې هکله نظر دا دی، چې ژبې دومره لرغونې دي څومره چې انسان لرغونی دی، د بشري ژبو پیدايښت د حضرت ادم علیه السلام سره جوخت دی.(۲: ۷۸مخ)

د لیک په اړوند هم نظریات مختلف دي، چې اسلامي عالمان یوڅه او اروپایان بل څه وایي.

ليک: د لیک پیدایښت هم دادم علیه السلام له وخته پیل کېږي، چې وروسته به یې بحث په تفصیل سره وشي، خوغربي څېړونکي، دنوي عصرزیاتو محقیقین،لیک پېژندونکیواولرغونپوهانودبشري ټولنو د تر لاسه شویو لاسوندونوله مخې دبشري لیکونوتاریخ (۵۰۰۰)کلونوپورې وړاندې بیایي،کوم لیکنیزې بېلګې، چې په مصر، بین النهرین اوچین کې لاسته راغلي دي، د تاریخي سابقي اوهم د ډول له مخې سره توپیرلري، لومړنی را پیداشوې لیکنیزې بېلګې انځوریزې لیکنې دي، چې په یادو ځایونو کې لاسته راغلي دي.(۲۵: ۱۹مخ)

د لیک پیدایښت د انسان د ژوندسره نه بېلیدونکی پيوندلري، د انساني ټولنوله پرمختګ سره سم پرمخ تللی دی، ترڅواوسني بڼ ته یې ځان رسولی دی. په اول وار انسان د خپل ذهني انځور د څرګندولو لپاره له انځورونوڅخه کاراخیسته، دانځوریزولیکنومخکې کوم بل ډول لیک د پوهانولاسته نه دی ورغلی، په ټولېزډول هر لیکل شوی شی، چې دیو مفهوم لرونکی وي لیک ګڼل کېږي. یا لیک یو سمبولیک، میثاقي او قراردادي نظام دی، چې د یوې ټولنې اوسېدونکي په کومه ژبه غږئږي، د همدې لیک په وسیله یې ثبتوي، دهمدې تورواونښوپه وسیله یوبل سره پوهوي، یا لیک د يوې ژبې د فونیمکي انځورونوبڼې ته وايې.

لکه څنګه چې ویلی شو د ژبې اراوبنسټیزه بڼه ګړیدا یاویناده، همدارنګه پر ژبې باندې څېړنه دوينا له مخې کېږي اودژبپوهنې موضوع ژبه ده.

لیکنیزه ژبه ځانته اصول اوقواعدلري، چې دژبې لیکنیزنظام جوړوي او په ادبپوهنې او ادبي څېړنې کې څېړل کېږي. لیک په الفبا او ژبه په فونیمونو ویشل کېږي، په لومړی سر کې ژبه اشاري او سمبولیکه وه، چې بیا وروسته په غږونواوفریادونو واوښته یا ښایې په پېل کې په همدې دواړو بڼورامینځته شوې وې، ورو ورود وخت په تېرېدوسره یې بدلون وموند.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *