د ليک او ژبې توپير: لیک او ژبه ځیني کسان سره ګډوي خولیک او ژبه سره دوه بېلابېل واقعیتونه دي.
۱: ژبه د ذهني انځوردچاپیریال پېښوانځوردی، چې د غږونو او فونیمونو په وسیله څرګندیږي اولیک د دغو سمبولونو او نښو دویمي نښې او سمبولونه دي.
۲: د ژبې دمطالعې علم ژبپوهنه اولیک بیاپه ادبپوهنې کې څېړل کېږي.
۳: لیک د ګرافیمونو ټولګه ده، چې په قراردادي ډول د ټولنو غړي د ټاکلوفونیمونولپاره منلي دي، خوژبه ترلیک پراخه ده، پر ژبې داړوندې ټولنې ټول غړي پوهیږي، خوپرلیک باندې یوازې لوستي کسان پوهیږي، لیک فزیکي نوري پدیده ده او ژبه اوریدنیزه فزیکي پدیده ده.
۴:لیک په سترګو لیدل کېږي اوژبه په غږونواوریدل کېږي، په ژبه کې ټول عروضي عناصرلکه(سیلاب، فشار، فصل اووصل اواوږدوالی) څرګندیږي،خودا ټول بیا په لیکنوکې نه څرګندیږي، پورتني عناصر، چې په کلماتوکې معنوي بدلون پېښوي په ژبه کې د زیات ارزښت وړدي ، چې په لیک کې دومره زیات نه کارول کېږي، خوپه ژبه کې څرګندځای لري.
لومړني لیک ته پکتو ګراف چې انځوریز لیک هم ورته وایي، په دې لیک کې غوښتنې او ذهني انځوردانځورونواورسمونوپه بڼه ښودل کېده یا انځوریزلیک هغه متن وو، چې دانځورونوپه وسیله بیانیده، لرغوني انځورلیک په لرغونو ټولنوکې ټولنيز دود درلود، دزیات دودیدولامل یې داوچې پردې لیک دټولنې ټول وګړي پوهیدل، کومې ځانګړې زده کړې ته یې اړتیانه درلوده، نوموړي لیک په ټولوانساني ټولنوکې یوډول نه بلکې بېلابېل ډولونه یې درلودل، ځکه ټولې انساني ټولنې یوډول نه بلکې بېلابېل ډولونه يې درلودل، ځکه انساني ټولنې ځانګړی طبیعت، مدنیت،حېوانات،نباتات،جامې اودودونه یې درلودل او همدغه توکي يې په انځوریز لیک کارول چې همدا اوس ځیني بېلګې يې کارول کېږي: لکه ترافیکي اشارې، دلامبووهونکیوکوچني بیرغونه اوداسې نور.
هیرودت(۴۲۵ـ۴۸۴)مخزیږدې: وايې چې: سکیفان فارسیانوته دشیانو ښودنې له مخې پیغام لیږلی وو،چې چنګښ، مږک، مرغۍ او پنځه غشي په کې ګډون درلود،پورتني شیانوپیغام معناداوه، چې که تاسوفارسیان لکه مرغۍ هوا ته والوزۍ اویا لکه چنګښه داوبوډنډته ننوزۍاويالکه موږک ترځمکې لاندې پټ شۍ، بیابه هم زموږدغشودباران نه خلاص نه شۍ.(۲۵: ۱۲مخ)
اوس راځود اسلام په رڼا کې د اسلامي عالمانواود عقیدې پوهانو نظریات دلیک په اړه مطالعه کوو، چې دوی دلیک په اړه څه ويلي دي.
په بشري نړۍ کې د لیک علم پرځمکې باندې د لومړي بشر حضرت ادم علیه اسلام له میشت کېدوسره سم مینځ ته راغلی دی، چې په زرهاووکلونه پرې تېرشوي دي او ددې خبرې شاهددالله تعالی فرمان دی چې په قرانکریم کې یې فرمایلي دي:( اِقْرَاْ وَرَبُّكَ الْاَكْرَمُ Ǽۙ الَّذِيْ عَلَّمَ بِالْقَلَمِ Ćۙ عَلَّمَ الْاِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ Ĉۭ) [العلق/١-٥]
ولوله! حال داچې ستارب لوی کریم دی، هغه رب چې ښودلی یې دی خط انسان ته په قلم سره،ښودنه یې کړې ده انسان ته دهغوشیانو،چې دی پخوا له ښودلوڅخه پرې نه پوهیده،امام قرطبي(رح)پخپل تفسیرکې ددغه مبارک ایت په تفسیرکې لیکلي دي: په دغه ایت کې په قلم سره خط ښودل شوي،انسان څخه مرادحضرت ادم علیه السلام دی،ځکه چې هغه لومړنی څوک و،چې په قلم سره یې لیکل کړي دي اوبیا له هغه څخه وروسته دهغه په اولاده کې حضرت ادریس علیه السلام لومړنی هغه څوک و،چې دخپل نیکه په څېریې په قلم لیکل کول اونوروته یې هم ورښوده، نود خپلوخبروپه پایله کې داسې وایم: د غرب لیک پېژندونکیواو لرغونپوهانود غه خبره بې اساسه ده، چې دلیک تاریخ پنځوزروکلو نو زیات نه دی، حقیقت دادی، چې د لیک تاریخ په بشریت کې ډېرلرغونی دی، په زرهاووکلونه پرې تېرشوي دي اوله حضرت ادم عليه السلام سره جوخت مینځ ته راغلی دی،حضرت ادمعلیه السلام سربېره پردې چې الله تعالی د ځمکې پاچاهي ورکړې وه، نبي او رسول هم و،چې خپل اولاد ته لېږل شوی و اوالله تعالی یويشت (۲۱)پاڼې پرې نازل کړې وې،چې حضرت جبرایل عليه السلام ورته تلاوت کولې اوحضرت ادم علیه السلام په خپل مبارک لاس سره لیکلې، نودلیک اوژبې تاریخ حضرت ادم علیه السلام ته رسېږي، داسلامي نړۍ ژبپوهان باید د لیک اوژبې تاریخ د حضرت ادم علیه السلام نه پیل کړي اوکه چېرې په دې دلیل چې لاس ته راغلي اثارمو حضرت ادم علیه السلام پورې نه رسېږي، نویادونه یې زموږ لپاره ډېراړين دي، چې یوځغلنده نظردحضرت ادم علیه السلام دوخت لیک اوژبې ته وکړو.(۲ :۲۲مخ)
دا چې زه غواړم د پښتوژبې دنظم پرتاریخ باندې لیکنه وکړم، نواول مې تاسولوستونکیوته دژبې اولیک په اړه لنډبحث وکړ، ځکه چې نظم او نثر دلیک په واسطه لیکل کېږي اودژبې په واسطه ویل کېږي.
نظم:لغوي معنایې ترتیبول اودمرغلروپه لړکې پیېل دي اوپه ادبي اصطلاح هغه وینا چې وزن اوقافیه ولري(نثرنه وي)نظم بلل کېږي، دنظم اصطلاح معمولادشعرمترادفه یا له هغې سره په یوه معنااستعمالیږي، حال داچې ترمینځ یې جوت اوښکاره توپيرشته، لکه:(۷: ۳۳مخ)
شعر: هغه کېښکلې اواهنګینه ژبه چې دفکر اوخیال عاطفي تړون ولري شعر دی یاشعرموزونه تخیل لرونکې ویناده اونظم موزونه، قافیه لرونکې وینا ته وايې، نوهره قافیه لرونکې ویناشعرنه شوبللای، شعرباید (مفکوره،وزن اواهنګ، احساس اوتخیل)ولري، یعنې د شعر اساسي توکي همداڅلوردي، دا چې پریوې ټولنې کې ټول لیکلي اثار نثري وي، بایددنظم په څنګ کې نثرهم وپېژنو:(۹۴: ۱۹مخ)
نثر: نثرعربي ويې((لغت))دی، چې اره معنایې پاشل اوشیندل دي، د دودله مخې هغه ویناچې تول اوقافیه ونه لري، نثر بلل کېږي یانثرپه لغت کې شیندلوته وایې اوپه اصطلاح کې هغه وینایا لیکنه ده، چې د وزن او قافیې له قیدوبندڅخه خالي وي، نثر د نظم عکس او ضد وي، نظم د محتوا او موضوع له مخې(حماسي،رزمي،غنایې،تعلیمي، مدحې او ستاینې، دیني، انتقادي، مرثیه ،مبادکي،شکایتي او وضعي نظمونو) ډولونه لري اودشکل اوفورم له مخې (غزل،مثنوي،قصیده،قطعه ، مسمط،مستزاد،ترجیع بند،ترکیب بند،رباعي،مثلث،مربع،مخمس، مسدس،مسبع،مثمن،مستع،معشر، نظمونو)ډولونه لري.(۶ :۱۳۰مخ)
پښتوژبې کې لومړی لاسته راغلی نظم دامیرکروړ(۱۳۹هـ ش)کال او نثردسلیمان ماکود تذکرة الاولیا اته مخونه په(۶۱۲ هـ ش)کال کې دي، دلته سوال پیدا کېږي،چې په یوې ټولنې کې دخبروپیل په نثرکېږي، ولې دنظم تاریخ ترنثرپخوانی دی؟
د نظم تاریخ ترنثرپخوانی دی،تقریباپه ټولواریایي ژبوکې پاتې شوي کتابونه منظوم دي،داځکه چې نظم دترنم نه ډک کلام وي اودانسان حافظه یې په خونداوژر قبلوي اوبیایې دنثرپه مقابل کې تر ډېره موده یاد ساتي،ویدا،اوستااوسانسګریټ ژبوکې پاتې زاړه کتابونه منظوم دي، چې خلکو به اوریده،خوندبه یې ترې اخېسته اوپه اسانی یې یادو لای شو، اودغه شان راتلونکیونسلونوته به یې سینه په سینه رسوه،داریایي قومونوداقاعده وه، چې هغوی به ولسي اودیني خبرې نظم کولې اوبیا شاعرانوبه دجنګ دجذبې دپیداکولولپاره حماسي شعرونه لیکل،چې خلک یې په اسانه یادوساتي اواثر پرې وکړي.
ویدا او مهابهارت هم ددې جذبې پیدایښت دی. اوستا کې هم دزردشت اودهغې دملګرودسندروبیان شوی دی.دیوناني شاعردهومرایلیاداو اودیسه هم سندرې دي.
دې کې شک نه شته، چې نثر ترنظم اسانه دی، خودنثر په ذهن کې ساتل ترنظم سخت اوګران دی.
په پښتوژبه کې هم دنظم تاریخ ترنثرپخوانی دی اودلیل يې پورته ذکر شو.
خواسلامي پوهانوپه عقيده دلیک اوژبې دپیدایښت په وخت کې په حضرت ادم علیه السلام یوویشت پاڼې نازل شوي،چې حضرت جبرایل علیه السلام ورته تلاوت کولې اوحضرت ادم علیه السلام په خپل مبارک لاس سره لیکلې،نوزموږد ټولوپلاردنثر بنسټ ایښودونکی دی او د نثر تاریخ تر نظم لاپخوانی دی.
دا چې دپښتونظم تاریخ ترعنوان لاندې دنظم تاریخ په سیستماتیک ډول وړاندې کړم،غواړم د لرغوني(لومړۍ)دورې اودویمې دورې (خوشحال خان ملي ادبي مکتب،پیرروښان تصوفي سیاسي ادبي مکتب، عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب او عبدالحمید مومند هندي مکتب) باندې بحث وکړم.
د لرغونې دورې لومړنی لاس ته راغلی نظم په(۱۳۹هـ ق)کال دامیرکروړ ویاړنه ده،خودولسي ادبیاتوتاریخ دامیرکروړ له نظمه لاپخوا لیکل شوي دي اودلویکانویوبیت هم بحث ته اړتیالري.