د لرغوني دورې پورتنیوشاعرانوشمېراته ویشت( ۲۸) تنوته رسېږي، چې نومونه یې په ترتیب سره تاسوته وښودل شو، په لرغونې دورې کې د څوکورنیوونډه دنظم اوشعرپه برخه کې ډېره لیدل کېږي اوډېرپیاوړې او تکړه لیکوالان پکې تېر شوي دي، او د لرغونې(لومړۍ)دورې دناظمانو اوشاعرانودنظم له تاریخ څخه دمخه ددې دورې پرمشهورو کورنیو لنډ بحث کوم.

سوريان:

سوري هم لکه لویکان دپښتوشاهانویوه قدیمه کورنۍ وه، چې له دوی څخه د پښتو ژبې د اسلامي دور ډېر پخواني اثار،ناظمان، لیکوالان ، شاعران اومشاهیرموږ ته راپاتې دي، ځکه چې دغه سوریان دپښتوپه تاریخ کې ډېراهمیت لري، سوریان دغوریوه مشهوره طایفه ده، چې اوس هم ددې کورنۍپاتې شونې په غورکې موجوددي .

له تاریخي مطالعاتوڅخه معلومېږي، چې د سوري نوم له ویدي (سوریا)څخه اخیستل شوی دی، دغه(سور) نوم تراسلام راوروسته هم ښکاره دی اویوه مشهوره اولویه قبیله له پښتنوڅخه په دغه نامه یاديږي اوددوی په نامه، د زوراباد مشهورښارودانیږي، ددې ښار بقایا اوس هم په دغه نامه دسرخس جنوب اودهرات شمال غرب کې موجوددی، سوریان د لودیانو سره خپلوي لري، دسوریانو د دربار مورخ قاضي منهاج سراج داسې وايي: ((ضحاک په پښتوکې سهاک یاسهک له اولاده دوه ورونه وو، مشر یې سوراوکشر يې سام نومیده، مشر يې پاچااوکشر یې سپه سالارو.))

اوتراسلام ډېرله مخه ددوی کورنۍ دغور شاهي لرله، دوی ته شنسبانیان وایي، ځکه چې لوی نیکه يې شنسب نومیده او وروسته ددې کورنۍ لومړنی شخص چې په ادب تاریخونو کې دلومړني شعرویاړپه برخه لري، په(۱۳۹هـ ق)کال امیرکروړ بن امیرپولادسوري دی .

شنسب بن خرنګ بن امیرپولادبن امیرکروړ بن امیر ناصریې دنسب لنډه شجره ده.(۸۶: ۲۲۳مخ)

په لرغونې دورې کې دویم پیاوړی شاعردسوریانوپه کورنۍکې شیخ اسعدسوري(قصیده)ده، اسعدسوري دمحمدزوی او(۴۰۰هـق)کال په شاوخواکې ژوندی و.

دې دامیرمحمدسوري پرمړینې یوه شهکاره ویرنه اومرثیه(رثایه)ویلې ده .

داسلام نه وروسته ددې کورنۍ مشهور مشاهیر امیر پولاد سوري، امیرمحمدسوري، شیرشاه سوري، سلیم شاه سوري، سلطان غیاث الدین غوري،چې ډېرو اثارو کې د غیاث الدین محمدسام په نوم هم یاد شوی، دبهاوالدین سام مشرزوی په خټه سوري پښتون په (۵۸۰ ل ـ ۱۱۳۹ م) کال دغورپه فیروزکوه سیمې کې زېږېدلی و،ددې په ستاینې کې تایمني په (۵۸۰ ل)کال لاندې شعرویلای و:

نــن زه غږېږم په صـــفت دسلــــــــطان
چې دی بادارغازي ملک دجهان
دفــــیروزکــــوه اوغـــــــوررڼاله ده ده
هم دتـــیروتــــــوروبریـــــــښنا له ده ده

ددې کورنۍبل مشرسلطان شهاب الدین غوري دی، چې په ډېرو تاریخونو کې د شهاب الدین محمد او معزالدین محمدسام په نومونو پېژندل شوی دی، غوریې سیمه ییز او سام يې په نسبتي توګه دنوم سره زیاتره یادشوی دی، په(۱۱۴۳م)کال په غورکې زېږېدلی دی.

د لرغونې دورې یو بل شاعر ملکیارغرشین دی ، دا هم د شهاب الدین دزمانې شاعردی، لکه چې شهاب الدین د اسلامي فتوحاتو په منظور په هندوستان لښکرکشي کوي، نو دغه شاعر ورسره ملګری واولاندې رزمي سندره یې ویلې وه:

څښتن مــومل دی
اوس مو یرغــل دی
هـــېواددبـــــل دی
غازیـانـوګـــــورئ
څښتن مــومل دی
تـــورې تــېرې کړ ئ
دښن موپرې کړئ
منګولې سرې کړئ

پلاریې سلطان بهاوالدین سام دغورنومیالی واکمن و، په((۵۸۰ ل)) کال ښکارندوی غوري دسلطان شهاب الدین محمدسام په ستاینه کې یوه ډېره پیاوړې شهکاره قصیده ویلې ده، چې څو بیتونه یې راوړم:

دپسرلي ښکلونکي بیاکړه سینګارونه
بیایې ولونـل په غـــرونـــوکې لالـــــونــه
مځکه شنه لاښونه شنه لمنې شنې شوې
طـــلـــیسان زمـردي واغـــوسته غــرونـه

په لرغونې دورې کې نوموړي شاعران اومشاهیردسوریانودکورنۍدي . چې هریويې دقدروړکارونه کړي دي، ددې دورې بله فرهنګپاله کورنۍ لودیان دي.

لوديان:

لودیان هم لکه سوریان دپښتنویوه مشهوره کورنۍده، چې پخپل وار يې سلطنت اومشري کړې ده اوپس له(۳۰۰هـق)کال په شرقي پښتونخوا کې ددې کورنۍ دپاچاهانونومونه اوریدل کېږي، داکورنۍپه حکمرانۍ، پاچاهۍ اوادب کې نوم لري.

دوی د امیرسبکتګین په دورکې د سلطان عبدالحمیدلودي تر مشرۍ لاندې په ملتان کې اوسېدل، سلطان عبدالحمید لودي يوستر پښتون او یوبا اقتداره واکمن و،دهغه له وفات څخه وروسته یې زوی نصرلودي پاچا شو او بیا د نصرزوی داود لودي د ملتان واکمن ش، دسلطان محمود په وخت کې ددغې کورنۍ واکمني کمزورې شوه، څو پېړۍ وروسته د لودیانونوم یوځل بیادپښتون په تاریخ کې وځلیداوددغه ټبر یوبل نامتوپه((۱۴۵۱م))کال دهندوستان واکمن شو، دغه نومیالی شخصیت سلطان بهلول لودي، چې په هند کې یې دلودي پښتنودواکمنۍ بنسټ کېښود.(۴۶: ۴۴مخ)

دلرغونې دورې په لودیانوکورنۍکې سلطان بهلول لودي، نصرلودي، شیخ رضي لودي اوعلي سرورلودي شاعران اوناظمان وو، دبهلول لودي په ستاینه کې خلیل خان نیازي یوه رباعي ویلې ده، نیازي د لودیانو یوه پښه حسابېږي ،خلیل خان داسې ویلي دي:

خـړې وریــــځې ژاړي لـه پـاسـه
کویـله ږغ کـا، بېـلتون له لاسـه
په هغه لوني ګوهر په خول ستا
دامرحباکه ستا،زموږ مواسه

دخلیل خان نیازي په مقابل کې بهلول لودي لاندې ځوابیه رباعي وویله:

ملک به زرغـــون کړم په ورکړه راسه
ګـــــــــوره وریـــځې دداد، لــــه پاســه
خــــــول مــې دعــــدل پــه درو روڼ دی

جـــهان به زېـــــــب مومي زمـــا له لاسه

(۱۰۱: ۵۵مخ)

يادونه: دنصرلودي اوشیخ رضي لودي ترمینځ هم دنظم پر ژبې سوال اوځواب یامناقشه کړې ده، ددې کورنۍ نه وروسته چې بلې کورنۍ دادب په برخه کې کارکړی، دپښتون کورنۍ ده .

پښتون: دپښتنوپه تاریخ کې یوه ډېره مشهوره کورنۍ شته ، چې موږ یې د ژوند وخت پس له(۳۰۰هـق)کال ښودلای شو، ددې کورنۍ لومړی مشر پښتون بابا(پټان)دی، چې نوم یې کیس و، او عربي نوم یې مورخینو عبدالرشید کښلی دی، دې درې زامن درلودل، له تاریخي لیکنوڅخه داسې ښکاري چې دې کورنۍ د غورله غروڅخه د کسي غره(کوه سلیمان) ته راغلي دي اوپه دغه غره کې اوسېدل اوهلته دغه کورنۍ ډېره شوه او ډېرشهرت یې ومونداوداسې سړي پکې پیدا شو،چې دپښتوژبې شاعران وو.(۱۷: ۲۳مخ)

محمدحیات خان په حیات افغاني کې وايي: قیس عبدالر شیدله خپلې یوې میرمنې څخه درې زامن درلود،لومړی یې سړبن چې د هغه اولادې ته په مجموعي ډول سړبني وایي،دویم غورغشت(غرغښت)درېیم بېټن، چې دده نسل ته بېټني وایي، چې ددغو درې واړو څخه سړبن تر ټولو مشرو، سړبن دوه زامن درلود، شرخبون اوخرشبون(خرخبون) نومیده ، د شرخبون اصلي نوم شرف الدین اودخرخبون اصلي نوم خیرالد ین وو.(۸۶: ۱۳۶مخ)

دعبدالرشیدمنځوی زوی غرغښت نومیده، ددې له اولادې شپږخاښونه پاتې دي،چې کاکړ یې ډېرلوی او بااقتداره ښاخ دی، ان تردې چې د غر غښت ټوله قبیله دکاکړښاخ بولي، دپښتون بابا(پټان)دریم زوی اودسړبن اوغرغښت نه کوچنی شیخ بېټ(بېټن)نومیده، ددې اولادې ته بیټني وایي،چې دتسمیې وجه یې ددوی دلوی نیکه بېټن څخه مینځ ته راغلې ده،دې درې زامن درلودل،چې هریویې شیخ اسماعیل،وړسپون اوکجین نومیده اویوه لوريې هم درلوده، چې دهغې نوم بي بي متووه،چې شاه حسین غوري ته په نکاح وه،مشر زوی يې شیخ اسماعیل نومیده چې سړبن ته یې ورکړی وه.

ددې کورنۍمشهورناظمان،چې پخوانۍ(لومړۍ)دورې کې یې شعرونه ویلي دي،هریوبېټ نیکه،اسماعیل اوخرخبون وو.

يادونه: په لرغونې دورې کې دسوریانودکورنۍ،لودیانو د کورنۍ او پښتون کورنۍ ځینې شاعرانو مو وښودل،خو په دې دورې کې د کاکړو د قوم ځینې شاعران هم ترسترګو کېږي،چې دغه کاکړهم دپښتون دکورنۍ د غرغښت یو لوی ښاخ دی اودنیازيودقوم دشاعرانوشجره ان ترلودیانو رسېږي.اوس به قدم په قدم او سېستماتیک ډول دلرغونې (لومړۍ)دورې پر ویناوالواوخدمتونویې بحث وکړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *