تاند- د ناټو یوه جګپوړي دیپلومات نن /سې شنبه/ وویل، د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی به راتلونکې اوونۍ د واک له ترلاسه کولو څلرویشت ساعته وروسته امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ناټو غواړي چې د روان کال په پای کې خپل ټول جنګي ځواکونه وباسي خو لږ شمېر پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پرېږدي. د دغو ځواکونو د پرېښودو لپاره د افغانستان او امریکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ قانوني سند پکار دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو یوه جګپوړي دیپلومات وویل، اشرف غني احمدزی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ لوړه په ځای کړي او ګومان کېږي چې د لوړې له مراسمو ۲۴ ساعته وروسته به دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي او دغه راز تمه ده چې له ناټو سره هم دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړي.

رویټرز وايي، د ناټو دغه چارواکي نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ځکه چې په دې اړه یې د خبرو کولو اجازه نه لرله خو ویې ویل:«راتلونکې اوونۍ به موږ په داسي یوه موقعیت کې یوو چې هر څه به د موافقې د لاسلیک لپاره برابر شوي وي.»

حاضردمه د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې۴۱ زره سرتېري لري چې په څلورو کې درې برخې یې امریکایان دي.

له راتلونکي کاله به د دغو پوځیانو پر ځای شاوخوا ۱۲ زره روزونکي په افغانستان کې مېشت شي چې د هغو نژدې ۸ زره به امریکایان وي. همداراز به شاوخوا ۱۸ سوه امریکايي پوځیان تروریستي ضد عملیات کوي.

د ناټو دیپلوماتان وايي چې که د افغانستان د ولسمشرۍ لانجه اکتوبر ته غځېدلې وای ناټو ښايي له دې پرته چې ټول ځواکونه وباسي بله چاره نه وای لرلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *