دغه ليکنه، د تلې په لومړۍ، د افغان کلتور نړيوالې ورځې په مناسبت ليکل شوې او د بلخ ادبي خوځښت له خوا، د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ او بلخ پوهنتون ملاتړ، جوړ شوي پروګرام کې لوستل شوې ده.

نن مې همځولې مېلمنې دي

په کلي ګرځم بالښتونه ټولومه

دا، زمونږ د کلتور يوه بېلګه ده—کله چې چا کره مېلمانه راشي؛ نو د ښې مېلمه پالنې لپاره، له ګاونډيو څخه بالښتونه راټولوي. مېلمه پالنه زمونږ د کلتور مشهوره برخه ده:

اشنا مې وږی رانه تللی

د دسترخوان خوا ته ورځم ژړا راځينه

دا به مو هم په يادېږي، چې کله له کوره مساپر کېږئ، نو مور درپسې اوبه شيندي؛ دا، او داسې نورې بېلګې شته، چې زمونږ کلتور برخې جوړوي. کلتور د هغو ټولو وړو او سترو فعاليتونو ټولګه ده، چې زمونږ د ژوند کولو طريقه تمثيلوي. زمونږ پوهه، باورونه، قانون، دود، اخلاق، لوبې او داسې نور کړه وړه چې د دغې ټولنې د غړيو په توګه مو راخپل کړي، د کلتور برخې دي. کلتور، په لويه کې، د ژبو، دين او طبيعيت له چينو اوبه څښي؛ د فولکلور او هنر په غيږ کې پالل کېږي او د کرکې او بې غورۍ له ناروغيو څخه زيانمنېږي.

ژبپوهان په دې باور دي، چې هره ژبه د هماغې ژبې د ويونکو د کلتور ښکارندويه ده؛ او، د افغانستان په څېر، په يو ګڼ-ژبيز هېواد کې، هره ژبه ددغه هېواد د کلتور په رغونه کې لويه ونډه لري. ژبه له الفاظو جوړه، چې هر لفظ، يو ذهني انځور له ځان سره لېږدوي. د بېلګې په ډول، د ‘دښمنۍ’ له کلمې سره زما ذهن ته د بدرمنير د وخت فلمو وسلې، ډزې او مړي راځي. کېدای شي، ستاسې ذهن ته کوم بل تصوير راغلی وي؛ خو په ټوله کې، دغه انځورونه د يوې سيمې د اوسېدونکو په اذهانو کې ورته والی لري؛ او، د يوې بلې لرې سيمې د اوسېدونکو له ذهني انځورونو سره بيا خورا زيات توپير لري. د بېلګې په ډول، د ‘غرمنۍ’ له اورېدو سره ښايي زمونږ په ذهن کې وريجې او يا شوروا راشي؛ خو د انګلستان د اوسېدونکو په ذهن کې د همبرګر او پيزا انځور راځي. دلته، جوتېږي، چې د يوې ژبې الفاظ د هماغې ژبې د ويونکو کلتور له ځان سره لېږدوي. د ژبې او کلتور تر منځ د ارتباط يو مشهور مثال د قطبي يخ-ټوټو دی. په قطبونو کې چې هوا ګرمه شي، د يخ-ټوټې راجلا او په بحر کې په حرکت شي؛ د دغو ټوټو يوازې هغه برخه وينو، چې د اوبو دپاسه ده، لاندې غټه برخه يې راته نه ښکاري. د الفاظو تر شا کلتور همداسې دی—هره ژبه د هماغې ژبې د ويونکو کلتور له ځان سره لري.

په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ ژبې موجودې دي او—د دې حقيقت له منلو او ان پاللو سره سره، چې د هرې ژبې خپلې ځاني کلتوري ځانګړنې دي—دوی د افغان کلتور په رغونه کې خپلې برخې لري او همدا ده، چې نن په زغرده د غني کلتور ادعا کولی شو. د بېلګې په ډول، قره قل او پکول د افغان کلتور دوې بارزې ځانګړنې دي؛ خو ډېری به په دې لا سم خبر نه وي، چې د دې دواړو ريښه کومې ژبې (کلتور) ته رسېږي.

د کلتور د بلې سرچينې په توګه، دين، ډېر اهميت لري. افغان کلتور هم د اسلام د سپېڅلي دين تر سيوري لاندې راجوړ او وده کړې—هغه رسمونه چې د دغه دين له ارشاداتو سره په ټکر کې وو، د دې سيمې له کلتور څخه نفي شوي او بالعکس، اسلامي کلتور ورزيات شوی. زمونږ جامې، خواړه او معماري، د بېلګې په ډول، زمونږ د اسلام نه وړاندې کلتور پاتې شوني دي او د نوي زېږېدلي ماشوم په غوږ کې اذان، نکاح، د تکفين، تدفين او دعا مراسم د اسلامي کلتور زياتونې دي.

د کلتور د درېيمې سرچينې په توګه، طبيعت د يادونې وړ بولم. تېره ورځ، له يو ملګري سره، پر کلتور د طبيعيت پر اغېزو غږېدو او له يوې پوښتنې سره مخامخ شوو: ولې د کونړ اوسېدونکي ډېر لامبوزن دي؟ يو ځواب دا و، چې دا په دې خاطر، چې په دې ولايت کې بهاند سيندونه ډېر دي. [دا که څه هم د يوې ټوکې حيثيت لري؛ خو يادونه يې زمونږ له موضوع سره ربط لري.] يو وخت، له کابله کوم ځوان، په لومړي ځل، مزارشريف ته سفر کوي او پر لاره چې هره ګنبده ويني؛ نو لاسونه د دعا په چم پورته کوي—ده فکر کاوه، چې يوازې د زيارتونو پر سر به ګنبدې جوړېږي؛ خو خبر نه، چې ګنبدې، د مزارشريف د کلتور برخه ده؛ او دا ځکه، چې په دې سيمه کې د غښتلي باد د شتون له امله، له باران يا واورې وروسته بامونه ژر وچېږي. نو، طبيعت د يوې سيمې د کلتور په رغونه کې مهم رول لري.

            ها خوا، کله چې د کلتور د پالنې يا، په بله وينا، د ساتنې خبره شي؛ نو فولکلور او هنر، تر نورو، ژر دچا ذهن ته راځي. فولکلور، “د خلکو ادبيات”، د ژبې هغه منظوم او منثور کلام دی، چې د ولس له خوا ايجاد شوي، شاعر او ليکوال يې معلوم نه دی. لنډۍ، کاکړۍ، سروکې، نارې، نکلونه، متلونه او داسې نور د فولکلور ډولونه دی. لنډۍ، په دې ټولو کې مشهورې او نږدې د هر پښتون په خوله دي:

يو وارې بيا په دې لار راشه

په پخواني پلو دې پرېوتل ګردونه

استاد سعدالدين شپون د “هايکو دې ستا وي لنډۍ زما” تر سرليک لاندې په ليکنه کې د خپلې يوې خاطرې يادونه کوي: دی، يو وخت، د مني په پای کې، له خدای بښلي پوهاند رحيم الهام او د ناروې مشهور ختيځ پېژندونکي، ګيورګي مارګنشترن، سره د تګاو د غرونو ننداره کوي، چې يو ناڅاپه واوره ووري او د غرونو سر سپينوي؛ خو، دده په وينا، لاندې د ونو پاڼو لاهم سره پړکا کوله. “مارګنشترن ډېر وخت ورته مدهوش ولاړ و او بيا يې، لکه ځان ته چې غږېږي، وويل:

په لويو غرو د خدای نظر وي

په سر يې واورې وروي چاپېر ګلونه

کابل ته له تر بېرته روانېدو دمخه يې مونږ ته کړه: ‘که ټول پښتانه تباه هم شي، لرغون پېژندونکي له همدغو لنډيو د دوی د ژوند ټول اړخونه بېرته راژوندي کولی شي.'”

سربېره پر دې، هنر، چې بېلابېلې څانګې لري، نه يوازې د يوه کلتور برخه ده، بلکې د هماغه کلتور د زېرمتون حيثيت لري. ليدنيز هنر Visual Arts—چې رسامي، نقاشي، مجسمه جوړونه او داسې نور په کې شاملېږي—ادبيات، موسيقي، نڅا، تياتر او نورې څانګې يې د يوې ټاکلې سيمې د کلتور په غيږ رامنځته کېږي او په دې توګه، په اوږدمهال کې، د هماغې سيمې د کلتور استازيتوب او همدارنګه ښکارندويي کوي. د بېلګې په ډول، رسامي او نقاشي، چې د هنر څانګې دي، که په افغانستان کې ايجاد شي، نو د دغې سيمې دکلتور له نفوذه به امان کې نه وي. ادبيات، چې د هنر بله څانګه ده، د کلتور پر پالنه يې سترګې نه شو پټولی. د يو افغان شاعر، حمزه شينواري، دېوان له داسې بيتونو مالامال دی:

ما ټيټ ورته لېمه کړل، زما سر نه ټيټېده

شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدمه

له بل پلوه، د کلتور سو‌ء استفاده او پردیي کلتوري يرغل [او په وړاندې يې بې پروایي] د افغان کلتور په وړاندې دوه ستر ګواښونه دي. لونګۍ—د بېلګې په ډول—د افغان کلتور يوه برخه ده؛ خو، په دې وروستيو کې، د ترهګرو له خوا د ترهګريزو اهدافو لپاره د هغې کارونه ښايي، د ځينو په زړونو کې، د لونګۍ په وړاندې کرکه پيدا کړې. سربېره پر دې، د ګاونډيو هېوادونو—په شعوري او يا غير شعوري ډول—د هغوی کلتور نفوذ کوي او ورو ورو د افغان کلتور د ځينو برخو ځایناستی کېږي. د بېلګې په ډول، د افغانستان دودېزه موسيقي په هېرېدو ده؛ او يا هم، [د يو استاد په قول] د افغانستان د کاشي صنعت د ګاونډيو هېوادونو پر کاشيو ځایناستی شوی دی.

دا سمه ده، چې يو شمېر دوديز کړه وړه، د وخت د غوښتنې پر اساس له منځه تلونکي دي او پر ځای يې نوي او پرمختللې هغه رامنځته کېږي—د بېلګې په ډول، زمونږ د دوديزې کرهڼې پر ځای د نوې تکنالوژۍ کارونه او داسې نور—خو يو زيات شمېر داسې رواجونه شته، چې لا هم د استفادې وړ دي او زمونږ د ټولنيز ژوند لپاره سهولت دی، او، په دې توګه، د هغو د احيا وړانديز کوم. د بېلګې په ډول، په ښاري کورونو کې د مېلمستونونو شتون ډېر محدود دی؛ د دې دود له بيا راژوندي کولو سره به په ښاري ټولنيز ژوند کې اسانتيا راغلي وي.

د نړيوالتوب (Globalization)—چې نړۍ د نوې تکنالوژۍ، ټرانسپورټ، ټيلي کامونيکېشن، انټرنټ او نورو اسانتياوو له پيدايښت سره، نړۍ سره راغله او ورغله—د يو شمېر اقتصادي، اجتماعي او سياسي ګټو تر څنګ، ځينې زيانونه هم لري. د ملګرو ملتونو تعليمي، علمي او کلتوري سازمان (UNESCO) يو تر ټولو ستر کار دا دی، چې د نړيوالتوب په بهير کې، د کلتورونو ژغورنه وکړي. د دوی په باور، کلتورونه چې څومره ډېر دي، د ورکېدو چانس يې هم هومره زيات دی. دا خبره د افغان کلتور په حق کې هم صدق کوي. زمونږ دوديزې جامې، د بېلګې په ډول، د ورکېدو په حال کې دي، چې نه يوازې افغان حکومت، بلکې نړيوالې اړوندې ټولنې هم ورته توجه وکړي.

په دې توګه، کلتور د يو ملت شناخت دی—په نړۍ کې، يوې ټاکلې سيمې اوسېدونکي، نورو ته خپل ځان د خپل کلتور په وسيله ورپېژني. د بېلګې په ډول، که څوک د افغان کلتور مطالعه وکړي؛ دا به ورته څرګنده شي، چې افغانان غيرتي، په خپله خبره ولاړ، او مېلمه پال خلک دي.

درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *